صوفيانه موسيقي او قوالي

صوفي موسيقي او قوالي د زيارتونو يوه مهمه برخه ګڼل کېږي. پاکستان کې د مخور صوفي شاه عبد اللطيف بېټايي موسيقي يې له دريو پېړيو وروسته لا اوس هم د ده زيارت کې انګازې کوي. اوس قوال عبد القادر خاصخېلي د دغې دوديزې موسيقۍ يو مهم پالونکی او ساتونکی ګڼل کېږي. دی يې د موسيقۍ په هماغو الو، په ورته نغمو او کمپوزونو قوالي غږوي. پاکستان کې د زيارتونو په اړه د راپورونو لړۍ دوهم کې د قوالۍ موسيقۍ ته کتنه شوې، چې مريدان يې ورځي، غوږ ورته نيسي او دعاګانې کوي.