د امریکا استازو جرګې د ایران جګړې درولو لپاره رایه ورکړه

امریکا کانګرېس

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا استازو مجلس د چهارشنبې پر ورځ په یو کمساري اقدام کې د یوې لایحې په تصویب سره چې د دیموکراتانو له خوا چمتو او تعقیب شوې وه، د ډونلډ ټرمپ له لوري د ایران پر ضد جګړې سره خپل مخالفت څرګند کړ.

دا ګام د مجلس د جمهوريپالو مشرانو د غوښتنې خلاف ترسره شو.

د استازو د مجلس دا پرېکړه‌ لیک لا هم د امریکا د جمهوریپالو تر کنټرول لاندې مشرانو جرګه یا سنا مجلس تائید ته اړتیا لري او ان که په سنا کې هم تصویب شي، نو داسې امکان کم دی چې دا اقدام به د ایران پر ضد پوځي عملیات په بشپړه توګه محدود کړي.

ټرمپ کولی شي دا پرېکړه ‌لیک وېټو کړي، او که داسې وشي نو د دې د لغو کولو لپاره به په دواړو مجلسونو کې دوه پر درېیمه برخه (۲/۳) اکثریت ته اړتیا وي.

پر اوربند له یوې موامقې سره سره په وروستیو ورځو کې امریکا او ایران یو پر بل بریدونه کړي دي. له رایې اچول کېدو مخکې ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې «ډېرې ښې روانې دي» او ښايي د دې اونۍ په پای کې وروستۍ شي.

جمهوریپال استازي توماس مسي، براین فټزپاټریک، ټام باریټ او وارین ډېوېډسن د دیموکراتانو له متحد دریځ سره یوځای شول، چې د چهارشنبې پرېکړه ‌لیک تصویب کړي. دغه راز د مېن ایالت دیموکرات استازي جېراډ ګولډن، چې مخکې یې د ورته اقداماتو مخالفت کړی و، دا ځل یې ملاتړ وکړ.

سنا مجلس مخکې د مې په میاشت کې ورته یو پرېکړه‌لیک تصویب کړی و، خو اوس باید د استازو د مجلس له لوري وړاندې شوې دا نوې بڼه هم وڅېړي.

دا د «ایران لپاره د جګړې د صلاحیتونو» پرېکړه‌لیک، چې د نیویارک ایالت د دیموکرات استازي او د بهرنیو اړیکو د کمېټې لوړپوړي غړي ګریګوري میکس لخوا وړاندې شوی و، ټاکل شوې وه چې د مې په ۲۱مه، یعنی دوې اوونۍ مخکې د یادګار ورځې د رخصتیو تر پیل مخکې، رایې اچوونې ته وړاندې شي. خو کله چې څرګنده شوه چې ګڼ جمهوري‌پال استازي د رایې ورکولو لپاره حاضر نه دي او د د ناکامېدو احتمال یې شته، ناڅاپه له اجنډا لېرې کړل شو.

دا پرېکړه ‌لیک بالاخره د چهارشنبې په ورځ د ۲۱۵ موافقو رایو په مقابل کې د ۲۰۸ مخالفو رایو سره تصویب شو. څلور جمهوريپال‌ استازو هم د ټولو دیموکراتانو سره یوځای مثبتې رایې ورکړې.

د دې پرېکړه ‌لیک له مخې پرته له دې چې کانګرېس په رسمي ډول جګړه اعلان کړي یا د ایران پر ضد د زور کارولو اجازه ورکړي، له ډونلډ ټرمپ غوښتنه کېږي چې د امریکا وسله ‌وال ځواکونه له ایران سره له پوځي ښکېلتیاوو وباسي.

خو دا پرېکړه ‌لیک ټرمپ دې ته نه اړباسي چې جګړه پای ته ورسوي، بلکې تر ډېره د هغه د ایران په اړه د جګړه‌ ییز سیاست پر وړاندې د مجلس یو سمبولیک مخالفت بلل کېږي.

جمهوريپالو له دې مخکې په روان میلادي کال کې درې ورته هڅې رد کړې وې چې د جګړې د صلاحیتونو پرېکړه‌لیک تصویب کړي.

په دې برخه کې وروستۍ رایه‌ اخیستنه د ۲۱۲ پر وړاندې ۲۱۲ مساوي پای ته رسېدلې وه او دیموکراتانو دا د جګړې پر وړاندې د عامه افکارو د زیاتېدونکي مخالفت نښه بللې وه او دغه راز یې ویلي وو چې یوازې د وخت خبره ده چې دا ډول پرېکړه‌ لیک به تصویب شي.