د فوټبال نړیوال جام: اسپانیا د فرانسې په ماتولو سره پایلوبې ته ووته

فرانسې له ماتې ورکولو وروسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

اسپانیا د ۲۰۲۶م کال فوټبال نړیوال جام په نیمه‌پایلوبه کې فرانسې ته دوه – صفر ماته ورکړه او لومړۍ لوبډله شوه چې د دغه جام پایلوبې ته یې لار ومونده.‌

د دوی ترمنځ نیمه‌پایلوبه د امریکا متحدو ایالتونو په دالاس لوبغالي کېده.

اسپانیا لپاره لومړی ګول مایکل اویارزابال په ۲۲مه دقېقه کې د پېنلتۍ پر شوټ وواهه او دغه تفاوت د لومړۍ نیمايي تر وروستیو دوام وکړ.

د دویمې نیمايۍ په لومړیو کې اسپانوي منځ‌دګري پېدرو پورو د دانیال اولمو کارواخال په پاس دویم ګول وکړ او په دې توګه یې د خپلې لوبډلې د بریا بنسټ پوخ کړ.

د اسپانیا پیاوړې دفاعي لیکه، چې په روان نړیوال جام کې یې یوازې یو ګول خوړلی، د فرانسې د پیاوړو بریدګرو پر وړاندې هم ماته نه شوه.

فرانسه له ماتې وروسته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا اتم ځل و چې فرانسه د نړیوال جام په نیمه‌پایلوبو کې لوبېده

د اسپانیا فوټبال لوبډلې له دې مهمې بریا سره د خپله نه ماتېدو تر ټولو اوږده لړۍ نوره هم پسې وغځوله.

دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له مارچ راهیسې چې له کولمبیا یې یو - صفر ماته خوړلې وه، په خپلو تېرو ۳۷ لوبو کې نه دی مات شوی.

دوی په دې موده کې له نننۍ سیالۍ سره ۲۸ ګټلې او ۹ مساوي کړې دي.

فرانسې بیا تر نننۍ سیالۍ ورمخکې په روان نړیوال جام کې د ۲ ګولو په مقابل کې ۱۶ ګولونه وهلي وو او د ډېرو په اند د دغو سیالیو تر ټولو بشپړه او تکړه لوبډله ګڼل کېده.

دا اتم ځل و چې فرانسه د نړیوال جام په نیمه‌پایلوبو کې لوبېده.

دغه هېواد د ۲۰۱۸ کال نړیواله اتلولي ګټلې او ورپسې په ۲۰۲۲ کې یې پایلوبه ارجنټاین ته بایللې وه.

دویمه نیمه پایلوبه کله او د چا ترمنځ ده؟

(ښی) د انګلنډ کپتان هري کېن / د ارجنټاین لوبډلمشر لیونل مېسي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انګلنډ کپتان هري کېن (ښی) او د ارجنټاین لوبډلمشر لیونل مېسي

په دویمه نیمه پایلوبه کې چې سبا (چارشنبه د جولای ۱۵مه) په اتلانتا لوبغالي‌ کې کېږي، مدافع اتل ارجنټاین له انګلنډ سره مخامخ دی.

دا به له ۲۰۱۸ کال راوروسته د نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه وي چې انګلنډ پکې ګډون کوي.‌

انګلنډ خپله یوازینۍ نړیواله اتلولي شپېته کاله مخکې، ګټلې وه او له هغه وروسته یې د دې جام د بیا خپلولو خوب نه دی پوره شوی.

انګلنډ هڅه کوي چې ۶۰ کلونو وروسته په لومړي ځل ځان پایلوبې ته ورسوي، خو دا ځل په نیمه‌پایلوبو د نړیوالې اتلولۍ له مدافع ارجنټاین سره مخامخ دی.

سږ د ۱۹۸۶ کال د هغې مشهورې سیالۍ ۴۰ کاله پوره کېږي چې ډیاګو مارادونا پکې نږدې په یوازې ځان انګلنډ د منځلوبو یا کوارټرفاینلز له پړاوه وایست.

انګلنډ له ۲۰۱۸ کال راهیسې په څلورو سترو ټورنمنټونو کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی، چې دا له ۲۰۱۸ کال ورمخکې د دوی د ټول تاریخ د نیمه پایلوبو له شمېر سره برابرېږي.

ارجنټاین بیا په تېرو څلورو نړیوالو جامونو کې درېیم ځل لپاره (۲۰۱۴، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۶) نیمه‌پایلوبو ته وتلی.