لوی ستوري او زاړه رقابتونه: د نړیوال جام نیمه‌پایلوبو کې د څه تمه کېدای شي؟

Kylian Mbappe, Lamine Yamal, Jude Bellingham and Lionel Messi
د عکس تشریح، فرانسه،‌ اسپانیا، انګلنډ او ارجنټاین د فیفا ډلبندۍ کې په ترتیب سره د سر څلور لوبدلې دهي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام لا هم له ډراماتیکو او نه هېرېدونکو شېبو ډک دی او ټول پام اوس نیمه‌پایلوبو ته پر څلورو وتلو لوبډلو ورټول دی.

فرانسه، اسپانیا، انګلنډ او ارجنټاین اوس نړیوالې اتلولۍ ته له رسېدو یوازې دوه ګامه واټن لري.

له دې سره پایلوبې ته رسېدو لپاره د دوی د تېروتنو فرصتونه هم نږدې لمنځه تللي دي.

نو په نیمه پایلوبو کې له کومو مهمو سناریوګانو سره مخامخېدای شو؟

فرانسه د اسپانیې او اېمباپې د یامال پر وړاندې

اېمباپې سږکال ۸ ګولونه کړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، اېمباپې سږني نړیوال جام کې تر دې دمه ۸ ګولونه کړي

ځای: دالاس لوبغالی

نېټه او وخت: سې‌شنبه، د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې

د اروپا د دوو پیاوړو لوبډلو ترمنځ دغه مهمه سیالي د نړیوال جام یوه تاریخي لوبه ګرځېدای شي.

د فرانسې د کېلیان امباپي نوم تر هغې وروسته بیا په سرلیکونو کې وو چې مراکش ته دوه-صفر ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لاره ومونده.

اېمباپي په روان نړیوال جام کې تر دې دمه اته ګولونه وهلي او د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو د ډېرو ګولونو د وهونکي د ځای نیولو لپاره د ارجنټاین له لیونل مېسي یوازې یو ګول شاته دی.

خو د فرانسې تر ټولو لویه ځانګړنه د میدان په ټولو برخو کې د لوبغاړو غوره کیفیت دی.

عثمان دېمبېلې هم په منځلوبه یا کوارټر فاینل کې ګول وکړ او د خپلو ګولونه شمېر یې پنځو ته ورساوه.

فرانسې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عثمان دېمبېلې په منځلوبه کې هم ګول وکړ

مایکل اولیسه بیا تر اوسه د ګولونو پنځه پاسونه ورکړي، چې په دغو سیالیو کې تر ټولو ډېر دي. همدغه اغېزناک او متوازن جوړښت ښايي د دوو نړیوالو اتلولیو ګټونکې فرانسې لپاره د اسپانیې پر وړاندې د ښې لوبې لویه وسیله شي.

خو د یادونې ده چې همدې اسپانیې د ۲۰۲۴ کال د اروپا د اتلولۍ په نیمه پایلوبه کې فرانسې ته ۲-۱ ماتې کړې او د اتلولۍ جام یې پورته کړی و.

د دوی مشهور ستوري، لامین یامال یا لا تر اوسه په نړیوال جام کې خپله بشپړه وړتیا نه ده ښودلې.

د بارسلونا دغه ځوان بریدګر په سږني نړیوال جام کې یوازې یو ګول کړی، هغه هم د ګروپي پړاو پر مهال د سعودي عرب پر وړاندې.

میکل اویارزابال، چې څلور ګولونه لري، په وروستیو دوو سیالیو کې د ګول په وهلو پریالی نه شو.

دغه هېواد د بدیل لوبغاړي میکل مرینو د ناوخته ګولونو په مټ د پرتګال او بلجیم پر وړاندې بریاوې ترلاسه کړي.

اسپانیا به له شک پرته غواړي لامین یامال، چې تر نیمه‌پایلوبې یوه شپه مخکې ۱۹ کلن کېږي، ښه وځلېږي‌ او په دې توګه دوی د ۲۰۱۰ کال نړیوالې اتلولۍ ته یوه بله هم ورزیاته کړي.‌

یمال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یامال روان نړیوال جام کې تر دې دمه یوازې یو ګول کړی

دا اتم ځل دی چې فرانسه د نړیوال جام په نیمه‌پایلوبو کې برخه اخلي او دغه ریکارډ یې له برازیل سره مساوي شوی.

تر دوی یوازې جرمني ډېرې (۱۲) نیمه پایلوبې لوبولي دي.

اسپانیا دمګړۍ د خپل تاریخ تر ټولو له اوږدې نه ماتېدونکې لړۍ سره مخ ته روانه ده.

دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال له مارچ راهیسې چې کولمبیا یې یو - صفر ماته خوړلې وه، په تېرو ۳۶ لوبو کې نه دی مات شوی.

دوی په دې موده کې ۲۷ لوبې ګټلې او ۹ مساوي کړې دي.

انګلنډ - ارجنټاین؛ زاړه رقابتونه بیا تازه کېږي

مېسي سږکال د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو غوره ګول‌وهونکی شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېسي سږکال د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو غوره ګول‌وهونکی شو - هغه نړیوالو جامونو کې له اېمباپې یو ګول ډېر وهلی

ځای: اتلانتا لوبغالی

نېټه او وخت: چارشنبه، د افغانستان پر وخت د شپې ۱۱:۳۰ بجې

دا به له ۲۰۱۸ کال راوروسته د نړیوال جام دویمه نیمه پایلوبه وي چې انګلنډ پکې ګډون کوي.‌

انګلنډ هڅه کوي چې ۶۰ کلونو وروسته په لومړي ځل ځان پایلوبې ته ورسوي، خو دا ځل په نیمه‌پایلوبو د نړیوالې اتلولۍ له مدافع ارجنټاین سره مخامخ دی.

سږ د ۱۹۸۶ کال د هغې مشهورې سیالۍ ۴۰ کاله پوره کېږي چې ډیاګو مارادونا پکې نږدې په یوازې ځان انګلنډ د منځلوبو یا کوارټرفاینلز له پړاوه وایست.

ارجنټاین دا ځل په خپل ترکیب کې بل مشهور ستوری لري.

لیونل مېسي کله د انګلنډ خلاف نه دی لوبېدلی او دې لپاره ښايي د نړیوال جام له نیمه پایلوبې بل غوره ډګر هم نه وي.

مېسي، چې سږکال د نړیوال جام د تاریخ تر ټولو غوره ګول‌وهونکی شو، د فرانسې له کېلیان امباپي سره د زرین بوټ (Golden Boot) جایزې ته مخکښ نوماند دی. دواړو تر اوسه روان نړیوال جام کې اته-اته ګولونه کړي دي.

خو انګلنډ هم خپل مشهور لسم نمبر لوبغاړی لري.

د انګلنډ جود بلېننګم تېر دوو سیالیو کې دوه - دوه ګولونه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د انګلنډ جود بلېننګم تېر دوو سیالیو کې دوه - دوه ګولونه کړي

جوډ بېلینګم د جذفي پړاو تېرو دواړو سیالیو کې دوه-دوه ګولونه کړي دي او په (۱۹۸۶) کې له مارادونا راوروسته لومړنی لوبغاړی دی چې کارنامه په خپل نوم ثبتوي.

د هغه ترڅنګ د نګلنډ کپتان هري کېن هم سږکال شپږ ګولونه کړي دي.

انګلنډ له ۲۰۱۸ کال راهیسې په څلورو سترو ټورنمنټونو کې نیمه پایلوبې ته رسېدلی، چې دا له ۲۰۱۸ کال ورمخکې د دوی د ټول تاریخ د نیمه پایلوبو له شمېر سره برابرېږي.

ارجنټاین بیا په تېرو څلورو نړیوالو جامونو کې درېیم ځل لپاره (۲۰۱۴، ۲۰۲۲ او ۲۰۲۶) نیمه‌پایلوبو ته وتلی.

دغه هېواد د ۲۰۲۲ په ګډون د درېیو نړیوالو جامونو د ګټلو کارنامه هم لري.