تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عراقچي جوزف عون ته ځواب کې: که لبنان د ایران د چنې وهلو وسیله وای، موږ به مخکې لا له امریکا سره هوکړې ته رسېدلي وای
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د لبنان ولسمشر جوزف عون څرګندونو ته غبرګون کې وویل: ''که لبنان د ایران د چنو وهلو یوه وسیله وای، موږ به له امریکا سره ډېر مخکې توافق کړی وای.''
ښاغلي عراقچي پر ټویټر پاڼه په دې هکله یوه پیغام کې لیکلي:
''د ښاغلي عون د څرګندونو له مخې، داسې ښکاري چې ګواکې دا ایران دی چې د لبنان پنځمه برخه خاوره یې اشغال کړې، د هغه ځای د خلکو څلورمه برخه یې بېکوره کړې او هره ورځ یې هیواد بمباروي. ښاغلی ولسمشره، لبنان له خپل واقعي دښمنه وژغورئ.''
له دې مخکې د لبنان ولسمشر جوزف عون په خورا تونده لحجه ایران او د هغه حزب الله متحدین تورن کړل، چې د ده په وینا له امریکا سره خبرو کې لبنان د ''چنې وهلو وسیلې'' په توګه کاروي.
ښاغلي عون له سي این این خبري شبکې سره مرکه کې وویل: ''د لبنان خلک د ایران د ګټو لپاره د دې وضعیت بیه پرې کوي او د اسرائیل او حزب الله ترمنځ جګړې ستړي کړي دي.''
هغه له ایرانه وغوښتل چې د لبنان په کورنیو چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او دغه راز پر حزب الله غږ وکړ، چې له اسرائیل سره د شخړې یوازینۍ حل لاره دیپلوماسي ده.
د لبنان ولسمشر په ده مرکه کې د ایران سپاه پاسداران ځواک مخاطب کړ او ویې ویل: ''دا هېواد ستاسو نه دی، زموږ هېواد دی… دا ستاسو دنده نه ده چې زموږ په هېواد کې مداخله وکړئ.''
''هغوی لبنان د امریکا سره په خپلو خبرو کې د چنې وهلو د وسیلې په توګه کاروي. دا د منلو وړ نه ده.''
دغه څرګندونې په لبنان کې د ژورو مذهبي او سیاسي اختلافاتو څرګندونه کوي.
حزبالله څه باندې درې میاشتې مخکې د تهران په ملاتړ او په داسې حال کې چې ایران د امریکا او اسرائیل تر بریدونو لاندې و، د شخړو نوې لړۍ پیل کړه.
ښاغلی عون، چې له ولسمشر کېدو وړاندې د لبنان د پوځ قومندان و، له تېر کال راهیسې چې ولسمشر ټاکل شوی، په سوله ییز ډول د حزبالله د بې وسلې کېدو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه راز له اسرائیل سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې، چې دغه دریځ یې له حزبالله سره اختلافونه لا ډېر کړي دي.
ایراني چارواکو ویلي، په لبنان کې اوربند له واشنګټن سره د هر ډول احتمالي سولې تړون لپاره له شرطونو یو دی، چې د پراخې سیمې د کړکېچ په چوکاټ کې مطرح شوی او دغه کړکېچ د فبرورۍ پر ۲۸مه د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل له برید وروسته پیل شو.
حزبالله پرون د اوربند هغه طرحه رد کړه چې د لبناني او اسرائیلي چارواکو ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب په واشنګټن کې پرې هوکړه شوې وه.
د دې هوکړې پلي کېدل د حزبالله بریدونو د بندېدو او له سویلي لبنانه د هغوی د ځواکونو د وتلو پورې تړلی.
د حزبالله مشر، نعیم قاسم، پرون وویل چې په واشنګټن کې د لبنان او اسرائیل ترمنځ مخامخ خبرې ''د لبنان د خلکو د یوې لویې برخې''
له لوري رد شوې دي. خو ښاغلي عون د حزبالله مشر ته په ځواب کې وویل: ''د لبنان خلک، ستاسو خلک نه دي.''
لبناني چارواکي وایي، له مارچ میاشتې راهیسې د اسرائیل بریدونو په لبنان کې زرګونه کسان وژلي او شاوخوا یو اعشاریه دوه میلیونه خلک بېکوره شوي دي. دغه راز اسرائیلي ځواکونو د سویلي لبنان ځینې سیمې نیولې دي.