تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیل منلې چې که حزب الله بریدونه بند کړي، له لبنان سره به اوربند وکړي
- Author, ډېوډ ګریتن او هیلین سیولیوان
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وايي، اسرائیل او لبنان د اوربند پلي کولو په هکله یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
دغه هوکړه د ایران له ملاتړه برخمنې وسلوالې ډلې حزبالله لخوا د بریدونو په ګډون د هر ډول بریدونو ''په بشپړ ډول درېدو پورې مشروطه ده.''
دا هوکړه وروسته له هغه شوی چې د چهارشنبې په ورځ د لبنان په سویل کې د اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان ووژل شول، او حزبالله د اسرائیلو پر شمالي سیمو د راکټونو ګوزارونه وکړل.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: ''ټولو هېوادونو دا بیا تایید کړه چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اړیکو راتلونکی باید د دواړو خپلواکو حکومتونو لخوا وټاکل شي. دوی د هر دولت یا غیردولتي ډلې له خوا د داسې هر ډول هڅو مخالفت وکړ چې د لبنان راتلونکی یرغمل کړي.''
دغه هوکړه دغه راز په دې شرط پورې تړلی دی چې ''د حزبالله ټول غړي'' له هغې سیمې ووځي چې اسرائیل یې له لیتاني سیند څخه تر پولې پورې د لبنان په سویل کې کنټرولوي.
اعلامیه وايي، امریکا به د ''ازمایښتي سیمو'' په جوړولو کې مرسته وکړي، چې پکې به د لبنان وسله وال ځواکونه پر سیمې بشپړ او ځانګړی کنټرول ولري، او هېڅ غیردولتي ډلې ته به هلته اجازه نه وي.
دا اعلان وروسته له هغې شوی چې د دوشنبې په ورځ یو جزوي اوربند اعلان شو او لبنان ویلي وو له مخې یې به اسرائیل پر بیروت بریدونه بند کړي، او په بدل کې به حزبالله پر اسرائیلو برید نه کوي.
ټاکل شوې ده چې دواړه هېوادونو استازي د جون پر ۲۲مه بیا سره وګوري ترڅو نورې خبرې وکړي ''او هڅه وکړي چې یوه هر اړخیز تړون ته ورسېږي''.
حزبالله تر اوسه په ښکاره ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له اعلان مخکې خبریالانو ته وویل، دی هیله لري چې دوی به "په (لبنان) کې د امنیت لپاره د عمل پلان جوړ کړي، چې له حزب الله څخه خپلواک وي".
لبنان کې د اسرائیل بریدونو کې نهه کسان وژل شوي، حزب الله پر اسرائیل د راکټونو بریدونه کړي
له دې مخکې ځايي چارواکو وویل، د لبنان په سویل کې د اسرائیلي پوځ هوايي بریدونو کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. بل لور د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې ویلي، د اسرائیل پر شمالي برخو یې توغندیز ګوزارونه کړي دي.
د لبنان عامې روغتیا وزارت وايي، وژل شویو کې د بېړنيو خدمتونو دوه کارکوونکي هم شامل دي، چې امبولانس یې په سویلي چهور سیمه کې په یوه برید کې په نښه شو. د لبنان پلازمېنې بیروت سویل کې هم یو ګاډي په نښه شوی دی.
اسرائیلي پوځ بیا ویلي، یو ډرون او دوه هغه مرمۍ یې له منځه وړي، چې د پولې له بلې غاړې ویشتل شوي وو.
حزب الله وايي، د اسرائیلي پوځ یوه غونډه یې په نښه کړې ده. دا پېښې د هغه نسبي اوربند ازموینه بلل کېږي، چې د دوشنبې پر ورځ پرې موافقه شوې وه او له مخې یې لبنان ویلي وو چې اسرائیل به پر بیروت بریدونه نه کوي او په بدل کې به یې حزبالله پر اسرائیلو له بریدونو ډډه کوي.
هلته واشنګټن کې بیا د چارشنبې پر ورځ د اسرائیلو او لبنان دیپلوماتانو د خبرو دوهمه ورځ هم د داسې لارو، چارو په لټولو تېره کړه، چې د هوکړې د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبریالانو ته وویل، هیله لري دا خبرې به ''په لبنان کې د امنیت لپاره یو عملي پلان'' رامنځته کړي، چې له حزبالله خپلواکه وي.
لبنان د مارچ پر دوهمه نېټه هغه مهال جګړې ته ور ښکیل شو، کله چې حزبالله د هغه اسرائیلي برید په غچ کې، چې د ایران مذهبي مشر پکې ووژل شو، پر اسرائیل د راکټونو ګوزارونه وکړل.
اسرائیلي پوځ بیا په لبنان کې هوايي بریدونه پیل کړل او سویل ته یې ځمکنی یرغل وکړ.
د اپرېل پر ۱۶مه د امریکا په منځګړیتوب شوې اوربند موافقه ونه توانېده جګړه ودروي او تېره اوونۍ لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر وکړ چې د حزبالله پر ضد خپل بریدونه زیات کړي او د لبنان نورو سیمو ته هم پرمختګ وکړي، ځکه چې د اسرائیل په شمال کې پر ښارونو د ډرون او راکټونو بریدونه شوي وو.
د لبناني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي، د چهارشنبې پر ورځ د هېواد په سویل کې د اسرائیلو پراخ بریدونه شوي دي.
د روغتیا وزارت مسوولین وايي، د طیر ساحلي ښار سوېل ته په الحس سیمه کې په یوه برید کې څلور سوریایان او دوه فلسطینیان وژل شوي دي.
یاد وزارت وايي، د بېړنیو خدمتونو دوه کارکوونکي هغه مهال ووژل شول او یو بل سخت ټپي شو، چې اسرائیلي ځواکونو ''په مستقیم ډول یو امبولانس په نښه کړ''.
ویل کېږي، دا امبولانس د ''رساله سکاوټس ټولنې'' اړوند و، چې د امل غورځنګ سره تړاو لري، او دا ډله د حزبالله متحده بلل کېږي.
وزارت د اسرائیلو پر پوځ تور پورې کړ، چې ''نړیوال بشردوستانه قانون ته بې پامي ښيي''، ځکه دا قوانین په ځانګړي ډول د روغتیايي کارکوونکو ساتنه کوي.
د وزارت په وینا، په تېرو درې میاشتو کې لږ تر لږه د امبولانسونو او روغتیايي مرکزونو ۱۲۸ کارکوونکي د اسرائیلو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د اسرائیلو پوځ سملاسي په دې اړه څه نه دي ویلي. خو مخکې یې پرته له دې چې کوم ثبوت وړاندې کړي، ادعا کړې وه چې امبولانسونه د پوځي موخو لپاره کارول کېږي.
د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۵۱۶ کسان وژل شوي دي، که څه هم په دې شمېرو کې د وسله والو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر نه دی شوی.
ملګرو ملتونو ویلي چې له یو میلیون ډېرو خلکو ځانونه د بېځایه شویو په توګه ثبت کړي او په لبنان کې د اسرائیل له لوري خلکو د وتلو امرونه د ټول هېواد له اتمې برخې زیاتو سیمو کې شوي.
اسرائیل وايي، په دې جګړه کې د دواړو لوریو تر منځ د پولې په اوږدو کې د دوی ۲۶ سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.