کونړ کې د پاکستان بریدونه: ' لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل دي'

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان د بریدونو له کبله د ولسي وګړو د مرګژوبلې شمېره لوړه شوې ده.

د وروستیو رپوټونو له مخې د دوشنبې ورځې د پاکستان په ډرون او جېټ حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ژوبل دي. له دې مخکې د دریو کسانو د وژل کېدو او پنځوسو نورو ژوبل کېدو پخلی شوی و.

ویل کېږي په ټپیانو کې د کونړ پوهنتون یو شمېر محصلین او لږ تر لږه یو ښوونکی هم دی.

د معلوماتو ترمخه په دغو بریدونو کې د کونړ مرکز اسداباد او مروره ولسوالۍ په نښه شوي دي.

څو سرچینو بي بي سي ته تایید کړي چې دا بریدونه پاکستاني جېټ او بې پیلوټه الوتکو کړي دي.

په دغو بریدونو کې د کونړ پوهنتون ودانۍ هم په نښه شوې ده.

کونړ کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون یوه محصل بي بي سي ته وویل " د معمول په شان ماسپښین مهال شاوخوا دوه نیمې بجې په خپل درس بوخت و او استاد راته درس راکاوه چې یو ناڅاپه د درنې چاودنې غږ واوریدل شو."

اکرام الله چې د پېښې عیني شاهد دی وايي " له چاودنې وروسته سختې دوړې،لوګي او د باروتو بوی و او یو بل مو نه شو لیدلی."

دی وايي په پېښه کې د ښوونې او روزنې پوهنځي ودانۍ ته زیان رسیدلی او ډېره برخه یې ویجاړه شوې.

له پېښې وروسته مرکز اسداباد کې د امبولانسونو ګڼ غږونه اوریدل شوي او ځينې ټپیان نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا د مرګژوبلې لومړنۍ شمېرې دي او عیني شاهدانو بي بی سي ته ویلي ' ښايي د مرګژوبلې شمېر لوړ وي.'

د پاکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو دا له څو اونیو نسبي ارامتیا او نااعلان شوې اوربند وروسته په افغانستان کې د ننه د پاکستاني جېټ او ډرون الوتکو لومړني بریدونه دي.

په ختیځ کونړ د پاکستان له دغو بریدونو تر څنګ د طالبانوحکومت ځواکونو او پاکستاني ځواکونو تر منځ لږ تر لږه درې ځایه د ډيورنډ پر کرښه د جګړو او ډزو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

د دغو رپوټونو له مخې په کندهار کې د سپین بولدک-چمن او په پکتیکا کې د انګور اډې شاوخوا نښتې شوې دي.