د امریکا د بندیزونو معافیت له پایته رسېدو وروسته د چابهار بندر ناڅرګند برخلیک

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د راپورونو له مخې هند غواړي د امریکا د بنديزونو د معافيت له پايته رسېدو وروسته په چابهار بندر کې خپله ونډه وسپاري.

د چابهار لپاره د امریکا د بنديزونو شپږ مياشتنی معافيت چې د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې اعلان شوی و، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل پر ۲۶ نېټه پايته رسېږي.

يو هندی شرکت د چابهار بندر د يوه ټرمينل چارې سمبالوي، چې له افغانستان او مرکزي اسيا سره د سوداګرۍ او اړیکو د اصلي لارې په توګه ترې کار اخيستل کېږي.

بلومبرګ د څو هندي چارواکو له قوله چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي، د جمعې په ورځ (۲۴ اپرېل) راپور ورکړی، هند د ایران د چابهار بندر کې د خپلې ونډې په اړه پر بېلابېلو غورايو فکر کوي چې په هغو کې د امریکا د بنديزونو د معافيت له پايته رسېدو مخکې "لنډمهاله سپارل" هم شامل دي.

په راپور کې راغلي، "نوی ډيلي له امریکا او ایران سره په جلا توګه خبرې کوي چې څنګه په دې بندر کې خپلې ۱۲۰ میليونه ډالره پانګونې ته ادامه ورکړي".

له دغو سرچينو يوې ويلي، یوه غوراوی دا دی چې د هند ونډه په لنډمهالي ډول یوه ايراني شرکت ته وسپارل شي خو هغه زياته کړې چې هند نه غواړي په بشپړ ډول له بندر څخه ووځي.

دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم په چابهار بندر کې د پانګونې اعلان کړی و.

د امریکا او ایران تر منځ د جګړې ترسيوري لاندې د چابهار راتلونکی ناڅرګند دی، افغانستان له پاکستان سره د لارو له بنديدو وروسته تر بل هر وخت ډېرو بديلو سوداګریزو لارو ته اړتيا لري چې د سوداګريزو توکو د لېږد رامنځته شوې تشه ډکه کړي.

د بلومبرګ د راپور له مخې په لومړي پړاو کې به هندی شرکت "پورټس ګلوبل" خپله د ۱۲۰ میليونو ډالرو ونډه يوه ايراني شرکت ته وسپاري او که د امریکا بنديزونه بېرته ولګول شي، ایرانی شرکت به د بندر اداره پر غاړه واخلي.

هند غواړي د امریکا د بنديزونو له لرې کېدو يا معافيت وروسته بېرته چابهار ته ستون شي.

په دې اړه د هند او امریکا تر منځ خبرې اترې روانې دي.

د ټوډې انډيا هندۍ ورځپاڼې د راپور له مخې، د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند راندهير جېسوال د جنورۍ په مياشت کې ويلي وو، "د چابهار د مسئلې په اړه لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ، د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۲۸ نېټه، د امریکا د خزانې وزارت يو ليک خپور کړ چې په کې د بنديزونو د مشروط معافيت په اړه لارښوونې شوې وې چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۲۶ نېټې پورې اعتبار لري. موږ لا هم له امریکايي لوري سره د دې ترتيباتو د حل لپاره په تعامل کې يوو".

د هند لومړي وزير نرېندرا مودي تهران ته په خپل سفر کې د هغه مهال د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په حضور کې د ۲۰۱۶ کال د مې پر ۲۳ نېټه یو دری اړخيز تړون لاسليک کړ چې د چابهار تړون په نامه يادېږي.

هند ژمنه وکړه چې د چابهار د بندر د پراختيا لپاره به ۵۰۰ میليونه ډالر پانګونه کوي.

د تړون يوه برخه د چابهار- زاهدان د اورګاډي کرښې جوړول هم و چې شاوخوا ۱.۶ میليارده ډالر پانګونه یې ته اړتيا وه او ټاکل شوې وه چې دا به هند-ایران- افغانستان تر منځ د دهليز يوه برخه به وي.

دا تړون د دې لپاره طرحه شوی و چې هند له پاکستان پرته افغانستان او مرکزي اسيا ته لاسرسی ولري.

چابهار بندر د هند لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. دا بندر د هند لپاره د افغانستان "دهليز" ګڼل کېږي او له هغه وروسته د مرکزي اسیا او ان د روسیې ختیځ ته هم لاره پرانیزي.

د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورتي دهلېز (INSTC) په مرسته، هند خپل سوداګریز مالونه د پاکستان له ځمکنیو مسیرونو پرته دې سیمو ته استولی شي.

دا لاره په وچه کې ایسار افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره هم حیاتي ده او د طالبانو حکومت هم له دې بندره د اغېزناکې ګټې اخیستنې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.

د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په مياشت کې د طالبانو حکومت يوه پلاوي د چابهار له بندر څخه ليدنه وکړه. د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي اعلان وکړ چې د طالبانو حکومت به په دې بندر کې ۳۵ ميليونه ډالر پانګونه وکړي.