تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا د ښارګوټو جوړولو سره افغانستان کې د سرپناه د کمي ستونزه حل کېدی شي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت اقتصادي معاونیت دفتر ویلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه غونډه کې د ګلبهار په نوم د یوه پراخه استوګنیز او سوداګریز ښارګوټي جوړولو طرحه تایید شوې ده.
د دې دفتر د یوې خبرپاڼې ترمخه دغه نوی ښارګوټی ' چې په ۱۱ زره جریبه ځمکه جوړېږي، خصوصي سکټور پکې د شاوخوا ۸ میلیارده ډالرو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.'
که څه هم د طالبانو حکومت تراوسه دې پروژې کې د خصوصي سکتور شامل شریکان نه دي یاد کړي ، خو که دا پروژه پلي شي دا به افغانستان کې د کور جوړونې او سوداګریزې پراختیا په برخه کې یوه له سترو پانګونو څخه وي.
خبرپاڼه کې د نوي ښارګوټي ځای هم نه و مشخص شوی خو د یکشنبې پر ورځ ددې پروژې په اړه د معلوماتو غوښتلو پرمهال د اقتصادي معاونیت د اطلاعاتو دفتر بي بي سي ته وویل " دا ښارګوټی پلازمینه کابل کې جوړېږي."
بي بي سي هڅه وکړه چې د کره ځای په اړه یې د کابل ښاروالۍ نظر هم ولري خو دوی هم تر یکشنبې ناوخته په دې اړه د کومو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه.
د دغې ښارګوټي طرحه د ښاري پراختیا او اقتصادي ارزښت له مخې له تایدی وروسته اوس د لا تخنیکي مطالعاتو لپاره یوې ځانګړې کمیټې ته سپارل شوې ده.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي دغه کمېټه به د اقتصادي معاونیت تر نظر لاندې د پروژې ټول تخنیکي، اقتصادي، ټولنیز او د چاپیریال ساتنې اړوند مسایل څېړي او په دریوو میاشتو کې به خپل راپور بشپړوي.
افغانستان کې ودانیزې چارې
کابل کې د ۱۱ زره جرېبو په سر د دغې نوې استوګنیز ښارګوڼي د جوړولو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې افغانستان ته د زرګونو کډوالو له ور ماتېدو سره د سرپناه ستونزه ژووره شوې ده.
افغانستان کې د کمو استوګنیزو ودانیو تر څنګ پر ودانیزو چارو د طالبانو سختې تګلارې او یا بندیز د سرپناه موضوع ډېره جدي کړي او له بي بي سي سره خبرو کې ګڼو خلکو له سختو تګلارو سر ټکولی.
د اړتیا له ډېریدو او پرلپسې نیوکو وروسته د طالبانو حکومت تېره اونۍ په کابل او ولایتونو کې ودانیزو چارو ته رسمي اجازه ورکړه.
هغه لیک چې د روان کال اپرېل په ۲۰مه له رسنیو سره شریک شوی پکې راغلي "هېوادوال کولی شي د شرعي قبالې، د مالیې ټکټ، رسمي سند یا د معاملاتو د لارښود او د جومات د امام د تائید پر لرلو د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.
دا پرېکړه د طالبانو حکومت د وزیرانو شورا په یوه وروستۍ غونډه کې شوې ده.
په دې لیک کې د طالبانو امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه شوې چې له ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته د خلکو د ودانیزو چارو مخه ونهنیسي. ځینو سیمو کې دا ځواکونه د ودانیزو چارو په مخنیوی او بډواخیستو تورن شوي دي.
د سرپناه د کمي ستونزه د افغانستان په هره سیمه کې شته. اقتصاد پوهان که څه هم دا ډول پروژې ګټورې بولي خو وايي ددې لپاره چې د ټول هېواد په کچه د سرپناه دکمي ستونزه هواره شوي وي او خلک یواځې پر لوی ښارونو کې اوسېدو ته ونه هڅول شي ددې اړتیا ده چې په متوازن ډول نورو ولایتونو ته هم دا ډول پروژې وغځول شي. د دې تر څنګ ټينګار کېږي چې داسې کورونه دې هم جوړ شي چې عادي افغانان یې هم د رانیولو توان ولري.