ایا ناټو به له امریکا پرته یو باوري ځواک وي؟

    • Author, سواميناتن نتراجن
    • دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

د امریکا او اروپا تر منځ اړیکې يو ځل بيا وروسته له هغه تر فشار لاندې راغلې چې اروپايي هېوادونو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له فعال ګډونه انکار وکړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب په پرلپسې ډول مرکو او د ټولنيزو شبکو له لارې له اروپايي متحدانو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ان ګواښ یې کړی چې له اوږدمهاله پوځي تړون (ناټو) به ووځي.

امریکا په دې سازمان کې د دفاعي لګښتونو او پرمختللې پوځي ټکنالوژۍ لويه برخه پرې کوي. که چېرې ترې ووځي، ایا اروپايي هېوادونه به وکولی شي چې د امریکا له پوځي ملاتړ پرته د پام وړ دفاع وکړی شئ؟

ناټو څه ده او کله جوړه شوې؟

ناټو په ۱۹۴۹ کال د ۱۲ هېوادونو له خوا جوړه شوه چې په هغو کې امریکا، بریتانيا، کاناډا او فرانسه شامل وو.

غړيو هېوادونو هوکړه کړې چې که پر يوه بريد وشي، ټول به ورسره په دفاع کې مرسته کوي.

د دې موخه دا وه چې په اروپا کې د شوروي اتحاد د پراختيا مخه ونيسي.

وروسته شوروي اتحاد په ۱۹۹۱ کال کې ړنګ شو. د ختيځې اروپا ګڼ هېوادونه لکه البانيا، بلغاريا، هنګري، پولنډ، د چک جمهوريت، سلواکيا، رومانيا، لېتوانيا، لتويا او استونيا له دې تړون سره يو ځای شول.

سويډن او فنلنډ له لسيزو بې طرفه پاتې و، خو د ۲۰۲۲ کال په مې کې وروسته له هغه چې روسيې پر اوکرايين بشپړ يرغل وکړ د غړيتوب غوښتنه یې وکړه.

د ناټو تړون اوس په اروپا او شمالي امریکا کې ۳۲ غړي لري.

ناټو خپل جلا پوځ نه لري خو غړي هېوادونه کولی شي د نړيوالو کړکېچو پر وړاندې ګډ پوځي ګام پورته کړي.

د ناټو ځواکونو په لومړي ځل په ۱۹۹۴ کې په جګړه کې هغه مهال ښکېل شول چې د امریکا جنګي الوتکو پر بوسنيا بمبارۍ کې ښکېلې جنګي الوتکې نسکورې کړې.

له ناټو سره د اوکرايين د يو ځای کېدو غوښتنه اوسمهال ځنډول شوې ده.

دې تړون اوکرايين ته ځواکونه نه دي استولي او نه یې هم د دې هېواد پر هوايي حريم د الوتنو بنديز لګولی، دا ځکه دوی وېره چې دا به دوی له اټومي ځواک روسيې سره مخامخ جګړې ته راوکاږي.

خو انفرادي غړو هېوادونو وسلې او تجهيزات ورته برابر کړي دی.

د اروپا دفاع

د يوه پوځي تړون په توګه ناټو ډېر پياوړی ځواک لري خو کارپوهان وايي د امریکا له ګډون پرته به د ناټو په دې وړتيا کې چې يو ځواکمن دښمن کنټرول کړي د پام وړ کمښت راشي.

د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر مياشتې پورې شاوخوا ۶۸ زره امریکايي پوځيان په دايمي توګه د امریکا په پوځي اډو کې مېشت وو چې په ۳۱ پوځي اډو او ۱۹ نور پوځي سيمو وېشل شوي دي.

د امریکا د اټلانټيک په بنسټ کې د ټرانس اټلانټيک امنيتي نوښت مشره ډاکتره ټوري ټاوسېګ وايي، "اوسمهال، د ناټو لپاره د امریکا ژمنتيا هم په دوديزه او هم په اټومي برخو کې نه بدلېدونکې ده".

نوموړې وړاندې د امریکا د دفاع وزارت کې د اروپا چارو او ناټو په برخه کې لوړې دندې ترسره کړې دي.

هغې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې وويل، چې د امریکا له ملاتړ پرته به اروپا په مهمو برخو لکه "ستراتېژيک لېږد، استخباراتو، څارنه، د کشف وړتياوو او د توغنديو دفاعي سيستمونو" تشې ډکې نشي کړی.

په بریتانيا کې د ګلاسګو د سټراتکلايډ پوهنتون د نړيوال امنیت استاد ډاګتر ګېون هال هم په دې موافق دی چې د امریکا هر ډول وتل به د اروپا امنيت ته ټکان ورکړي.

هال بي بي سي ته وويل، "امریکا لا هم د ناټو د نورو غړو د وړتياوو تر شا اصلي ځواک بلل کېږي".

دی وايي، اروپايي هېوادونه پوهېږي چې د پوځي حالت او ځای پر ځای کولو لومړنی پړاو لا دمخه د اروپا پر غاړه لري او د ناټو غړي هڅه کوي چې د امریکا له مرستې پرته د پام وړ پوځي ظرفيت خوندي کړي.

هغه زياتوي، "د ناټو عمليات لکه په بالکان کې د هوايي څار ماموريتونه او مديترانې په سمندر کې ګزمې، تر ډېره پرته له دې چې امریکا په مستقيم ډول په کې ښکېله وي، ترسره کېږي".

د ناټو غړي په دفاع څومره لګښت کوي؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دې تړون په اړه ژور شکونه لري او په دې اړه ناخوښه دی چې ډېری غړي کافي لګښتونه نه کوي.

د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د دويمې دورې د کمپاين پر مهال، ټرمپ په جنجالي بڼه وويل چې که ولسمشر شي روسيه به وهڅوي، پر هغو ناټو هېوادونو برید وکړي چې د خپل ناخالص کورني توليد له ۲ سلنې زيات په دفاع نه لګوي.

په ۲۰۱۴ کال کې ناټو له ټولو غړو وغوښتل چې د خپل ناخالص کورني توليد ۲ سلنه په دفاع مصرف کړي. تر ۲۰۲۵ کال پورې ټولو غړو هېوادونو دا هدف ترلاسه کړی و.

وروستی هدف چې غړو هېوادونو یې ژمنه کړې دا ده چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به خپل دفاعي لګښتونه د خپل کورني توليد تر ۵ سلنې پورې لوړوي.

د سټاکهولم د نړيوالې سولې د څېړنې انسټېټوټ د معلومات له مخې په ۲۰۲۴ کال کې د ناټو د ټولو هېوادونو د فاعي لګښتونو ۶۶ سلنه برخه امریکا جوړوله.

تاوسېګ وايي، "امریکا همدارنګه د ناټو د ګډې بوديجې شاوخوا ۱۵ سلنه ورکوي چې د ناټو مرکزي دفتر، پوځي قوماندې او زېربناو د تمويل لپاره کارول کېږي. که څه هم متحدين خپل دفاعي لګښتونه زياتوي خو که امریکا خپلې مالي مرستې راکمې کړی نو لا ډېر زيات لګښت ته به اړتيا وي".

ناټو څنګه د روسيې پر وړاندې خپله دفاع پياوړې کوي؟

په ۲۰۲۳ کال کې د ناټو قومندانانو د روسيې د احتمالي بریدونو د مخنيوي لپاره په شمالي قطب، شمالي اتلانتيک، مرکزي اروپا او د مديترانې په سيمه کې مفصل پلانونه جوړل کړل.

تېر کال ناټو همدارنګه اعلان وکړ چې په اروپا کې به د لوړ چمتووالي حالت لپاره د خپلو ځواکونو شمېر له ۴۰ زرو څخه ۳۰۰ زرو ته لوړ کړي. سربېره پر دې ناټو له روسيې سره پر ختیځ سرحد خپل دفاعي تدبيرونه پياوړي کړل او هلته یې اته جنګي ټولي ځای پر ځای کړې چې د پوځ د اړتياو له مخې یې اندازه او جوړښت توپير لري.

ناټورهر دری کال وروسته د سټېډفاسټ ډېفېنډر په نامه خپل يو له تر ټولو سترو پوځي تمرينونو ترسره کوي چې د ناټو له ټولو ۳۲ غړو هېوادونو څخه ۹۰ زره پوځيان په کې ګډون کوي. راتلونکی تمرين د ۲۰۲۷ کال لپاره پلان شوی دی.

هال وايي، "یوه کوچنۍ ناټو هم کولی شي دفاعي رول ولوبوي خو دا به روښانه مشرۍ او لارښوونې ته اړتيا ولري".

فرانسه او بریتانیا اټومي وسلې لری خو د دواړو ګډ شمېر د روسيې اټومي وسلو پرتله خورا کم دی.

اروپايي هېوادونه لا دمخه داسې پوځي پلانونه جوړوي چې د لومړنيو بریدونو پر وړاندې مقاومت وکړي او چټکه دفاع وکړي خو هال وايي دی ډاډه نه دی چې دا به اوږدمهال کې دوام ومومي.

"له فاجعې ډک" جلا کېدل

د امریکا پوځ په منظم ډول له اروپايي متحدينو سره د دوه اړخېزو او څو اړخيز پوځي تمرینونه کوي چې د تکتيکونو په پرمختګ او د ګډ کار وړتيا ښه کولو کې مرسته کوي.

په ناټو کې غړيتوب د امریکا پوځ ته دا اسانتيا برابروي چې په اروپا کې ډېرو پوځي اډو ته په اسانه لاسرسی ولري.

تاوسيګ وايي، "له ناټو پرته امریکا به اړ شي چې له هېوادونو سره په جلا توګه د دفاعي همکارۍ تړونونه لاسليک کړي چې ترڅو وکولی شي په هغو هېوادونو کې عمليات ترسره کړي".

نوموړې زياتوي، امریکا له دمخه له ډېرو اروپايي هېواونو سره بېلابېل ترتيبات لري خو کېدی شي اړتيا ولري چې له هغو هېوادونو سره نوي تړونونه لاسليک کړی چې دفاعي همکاري ورسره نه لري. خو دا وایي که ټرمپ له ناټو ووځي دا به پوځي او هم سياسي پایلې ولري.

"له دې ائتلافه د امریکا سياسي جلا کېدل به د اتلانتيک دواړو غاړو تر منځ يووالی او هغه دفاعي ځواک چې ناټو یې د روسيې او نورو سيالانو پر وړاندې لري، ډېر زیانمنونکی کړي."

دا وايي، د امنیت د تضمين تر څنګ دې ائتلاف په اروپا کې د امریکا لپاره ډېر ښه باور او ملاتړ هم رامنځته کړی دی.

هغه زياتوي "موږ باید هېر نه کړو چې د ناټو د پنځمې مادې (ګډې دفاع) مېکانېزم يوازې يو ځل فعال شوی او هغه هم د امریکا د دفاع لپاره..."

پنځمه ماده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې له ترهګريزو بریدونو وروسته فعاله شوه.