پر کویت نړیوال هوايي ډګر د ایران ډرون برید کې یو کس وژل شوی، لسګونه ټپیان دي

د ویډیو تشریح، په کویت هوايي ډګر کې دننه اور او لوګي
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

په کویت کې ځايي چارواکي وايي، د دې هېواد پر نړیوال هوايي ډګر د ایران ډرون برید کې یو کس وژل شوی او له ۶۰ زیات نور کسان ټپیان دي.

د کویت د دفاع وزارت ویاند د چهارشنبې ورځې دغه برید ''د ایران جنایي تېری'' وباله او په خبره یې پېښه کې دیپلوماتیک ماموریتونه هم زیانمن شوي دي.

له هغه وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواک د دې برید مسوولیت رد کړ او په وینا یې زیان د امریکا د توغنديو مخنیوي سیستم د یوې تېروتنې له امله رامنځته شوی دی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) دا ادعا ناسمه وبلله او وايي، ایران په ''قصدي ډول، محاسبه شوي او بې‌دلیله برید'' سره هوايي ډګر په نښه کړی دی.

سپاه پاسداران مخکې ویلي وو چې وروسته له هغه چې امریکا د تېلو پر یوه ټانکر بېړۍ او قشم ټاپو بریدونه وکړل، دوی په خلیج کې د امریکا پوځي اډې د غچ اخیستنې په توګه په نښه کړې دي.

امریکا وايي، دوی د ''ځان‌دفاع'' په موخه پر ایران بریدونه کړي او هغه ایراني توغندي یې هم ویشتلي یا یې مخه نیولې چې د کویت او بحرین پر لور توغول شوي وو.

ایران د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې دوی د عمان په خلیج کې د امریکا یوه سمندري بېړۍ په نښه کړې ده، خو دا خبره سینټکام رد کړه.

وروستۍ کړکېچ زیاتېدنه د امریکا او ایران ترمنځ نازک اوربند له ګواښ سره مخ کوي.

هغه کس چې پر کویت هوايي ډګر د ایراني برید په ترڅ کې وژل شوی و، وروسته معلومه شوه، چې یو هندي وګړی و.

د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا برید وغانده او زیاته یې کړه، چې یو شمېر نور هندي اتباع هم ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: «موږ له ټولو خواوو بیا غوښتنه کوو چې له دې ډول بریدونو لاس واخلي.»

له دې برید وروسته د کویت بهرنیو چارو وزارت دوو ایراني دیپلوماتانو ته امر وکړ چې په ۲۴ ساعتونو کې له دې هېواده ووځي او د ایران شارژدافیر یې هم احضار کړ.

بل لور سعودي عرب پر کویت او بحرین شوي بریدونه ''ایرانی تېری'' بللی او غندلي یې دي. پر چهارشنبه د سعودي عرب بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، سعودي عرب د ''ایراني تېري'' او د بحرین او کویت له ''ملي حاکمیته سرغړوونه'' په سختو ټکو غندي.

د سعودي عرب بهرنیو چارو وزارت زیاتوي:

''دا سرغړونې په سیمه کې د امنیت او ثبات د بیا ټینګولو لپاره نړیوالو هڅو ته زیان رسوي.''

کویت پوځ وايي، پر کویت هوايي ډګر ایراني ډرونونو برید کړی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کویت پوځ وايي، پر کویت هوايي ډګر ایراني ډرونونو برید کړی.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ مخکې ویلي وو، دوی یو تشه ټانکر بېړۍ چې د هرمز تنګي له لارې د ایران پر لور روانه وه، وویشته او «غیر فعاله» یې کړه. دا اقدام د امریکا د سمندري محاصرې برخه وه چې د اپرېل پر ۱۳مه پیل شوې.

سینټکام وايي، وروسته له هغه چې عملې یې «پرلپسې خبرداریو ته پام ونه کړ».یوې امریکايي الوتکې د بوټسوانا بیرغ لرونکي بېړۍ د ماشین خونې ته د 'هېلفایر' توغندی وتوغاوه.

د ایران سپاه پاسداران ځواک سمدلاسي د غچ اخیستنې خبره وکړه او په وینا یې: «د هرمز تنګي د امنیت ګډوډول به د تېری کوونکو امریکايي ځواکونو لپاره درنه بیه ولري.»

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، په تهران کې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې د کویت او بحرین مشران د «تېرې شپې د یرغلګرو کړنو» مستقیم او څرګند مسوولیت لري.

ایران څو ځله په بحرین او کویت کې هدفونه په نښه کړي دي، چې د امریکا پوځي اډې پکې شته.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند خبرې ټکنۍ شوې دي او د جګړې د پای ته رسولو تړون د اونۍ په پای کې پرمختګ ونه کړ.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا اونۍ خپلو منتقدینو ته وویل، ''ارام کې کینئ او اندېښنه مه کوئ''، او په وینا یې ایران ''رښتیا هم غواړي یوه هوکړه وکړي، او دا به د امریکا لپاره ښه هوکړه وي''.

امریکايي رسنیو مخکې په خپلو راپورونو کې ویلي و، چې له لوړپوړو سلاکارانو سره د اوربند د چوکاټ غځولو په تړاو له غونډې وروسته ټرمپ د سولې یوې احتمالي هوکړې په شرایطو کې د بدلون غوښتنه کړې وه.

په امریکا کې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز وايي، دا بدلونونه له هرمز تنګي او له ایرانه په لوړ کچ د بډایه شویو یورانیمو له لېرې کولو سره تړاو لري او دغه راز د ایران د اتومي پروګرام په هکله د خبرو بیا پیل لپاره یو چوکاټ هم پکې شامل دی.

د دوشنبې پر ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي دا خبره رد کړه او په وینا یې واشنګټن ''پرلپسې خپل دریځ بدلوي او نوې یا متضادې غوښتنې وړاندې کوي''.

په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوه، ټرمپ وویل چې ایران ''له مخکې موافقه کړې'' چې اتومي وسله به نه لري.

ټرمپ وویل، د ایران مذهبي مشر ایت‌الله مجتبی خامنه‌ يي، په دې خبرو کې «ښکېل» دی.

هغه د پوډ فورس ون په نوم پوډکاسټ ته وویل: ''داسې ښکاري چې موږ ښه یو له بل سره جوړ یو.''

کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا غواړي له هغه سره وګوري، هغه وویل: ''زه غواړم ورسره ووینم. ښایي په یو وخت کې به ووینو، دا به په دې پورې اړه ولري چې چارې څنګه پر مخ ځي.''

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ د امریکا کانګرېس ته وویل، مذاکره کوونکو ایران ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په بدل کې د بندیزونو د لېرې کولو وړاندیز نه دی کړی.

هغه وویل: ''اوس مهال، هر څه چې ورسره پرې بحث شوي دي دا دي چې … د بندیزونو هر ډول نرمښت به د شرطونو پر بنسټ وي، یعنی دا به په بدل کې د هغې اصلي علت حل کولو ته اړتیا ولري چې له امله یې دا بندیزونه لګول شوي، چې هغه د دوی اتومي پروګرام دی.''

کله چې د یوې کمېټې غړو د شخړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ پوښتنې وکړې، ښاغلي روبیو په یوه بل توند بحث کې له یوه سناتور سره خبرو کې وویل: ''جګړه ختمه ده''.