نکبه: په ۱۹۴۸ کې څه پېښ شول؟ او فلسطینیان ولې "د بېرته ستنېدو کیلیانې" له ځانه سره ګرځوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غاده ناصف
- دنده, بي بي سي نيوز
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د مې ۱۵ مه هر کال فلسطینيان د "النکبه"، يا ناورين ورځې په دود يادوي. ۷۸ کاله مخکې د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴ مه بريتانويانو فلسطين کې خپله واکمني پای ته ورسوله او پر همدې ورځ د بريتانوي ځواکونو له وتلو سره د اسرائيلو لومړي صدراعظم يا لومړي وزير ډېوېډ بنګورين د اسرائيلو دولت جوړولو اعلان وکړ.
ورپسې د عربي هېوادونو او اسرائيلو ترمنځ جګړه ونښته، چې له امله یې ۷۵۰ زره فلسطينيان له خپلو او مېنو او کورونو وتښتېدل.
د همدې امله فلسطينان د مې ۱۵ مه، د النکبې يا ناورين ورځې په توګه يادوي.
د ۱۹۴۷ کال له وروستیو میاشتو تر ۱۹۴۹ کال لومړیو پورې، شاوخوا ۷۵۰ زره فلسطینیان له هغې خاورې کډوال شول چې وروسته اسرائیل وګرځېد.
ډېری دغه کسان یا وشړل شول او یا هم د خپل امنیت د وېرې له امله وتښتېدل او بیا د بېرته ستنېدو اجازه ورنه کړل شوه.
"د نکبې ورځ"د هماغې لومړنۍ بېځایه کېدنې او هغو راتلونکو لسیزو یاد تازه کولو لپاره ده چې میلیونونه فلسطینیان یې په جلاوطنۍ کې تېر کړي دي. په دې مناسبت، چې احساسات پکې ډېر تاوده وي، د کلونو په اوږدو کې د فلسطینیانو او اسرائیلیانو ترمنځ ډېر ځله تاوتریخوالی هم رامنځته شوی دی.
خو نکبه څنګه رامنځته شوه؟ او ولې فلسطینیان د دې کلیزې پر مهال "د بېرته ستنېدو کیلۍ" پورته کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
صهیونیزم رامنځته کېدل او په فلسطین کې عربي پاڅون
د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې، صهیونیزم په اروپا کې د یوې مخ پر ودې سیاسي خوځښت په توګه راڅرګند شو.
د دې خوځښت بنسټګر تیودور هرزل په ۱۸۹۶ کال کې ویلي وو چې د یهودانو لپاره د یوه دولت جوړول به په اروپا کې د یهود ضد احساساتو او پر هغوی د پېړیو اوږدو بریدونو درملنه وي.
په ۱۹۱۷ کال کې، بریتانیا، چې وروسته د عثماني امپراتورۍ تر سقوط وروسته پر فلسطین واکمنه شوه، د "بلفور اعلامیه" خپره کړه.
د بلفور اعلامیې سند ژمنه وکړه چې "په فلسطین کې د یهودانو لپاره د ملي ټاټوبي په جوړولو" کې به مرسته کوي.
همدارنګه په دې سند کې غوښتنه شوې وه چې "په فلسطین کې د مخکې نه مېشتو غیر یهودي ټولنو مدني او مذهبي حقونو" ته به زیان نه رسېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په سیمه کې (تر بریتانوي سرپرستۍ لاندې فلسطین) زرګونه یهودي کډوال د زیاتېدونکي ځورونې، په ځانګړي ډول د ختیځې اروپا له هېوادونو د تېښتې لپاره مېشت شول.
کله چې د یهودانو کډوالي چټکه شوه، د شلمې پېړۍ په شلمو او دېرشمې لسیزو کې د یهودانو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخجنې نښتې رامنځته شوې. دغو لومړنیو نښتو له دواړو خواوو د سلګونو کسانو ژوند واخیست.
یهودي کډوالو د کوچنیو بزګرانو او عربي اشرافو د ځمکو پراخې سیمې واخیستې. خو ورو ورو د دغو یهودي کډوالو پر ضد احساسات زیات شول، په ځانګړي ډول هغه مهال چې هغوی په خپلو نویو اخیستل شوو کرنیزو ځمکو کې مېشت شول او عرب کرایهورکوونکي بزګران یې وشړل.
په ۱۹۳۶ کال کې، فلسطیني عربانو د بریتانوي واکمنۍ پر ضد یو لوی پاڅون وکړ چې د لوی عربي انقلاب" په نوم یادېږي. دوی د عربانو د خپلواکۍ او د یهودي کډوالۍ او د ځمکو د اخیستلو د پالیسۍ د پای ته رسېدو غوښتنه کوله.
تاریخپوهان وایي تر ۵۰۰۰ ډېر فلسطینیان ووژل شول او شاوخوا ۱۵ زره نور ټپیان شول، تر هغه چې پاڅون په ۱۹۳۹ کال کې پای ته ورسېد. همدارنګه، د برتانویانو او یهودانو له لوري هم سلګونه کسان وژل شوي وو.

د عربي پاڅون له پای وروسته، د بریتانیا حکومت د ۱۹۳۹ کال "سپین کتاب" خپور کړ، چې له مخې یې فلسطین ته د یهودانو کډوالي په راتلونکو پنځو کلونو کې په جدي ډول محدوده کېدله او هره نوې یهودي کډوالي به د عربانو له موافقې پرته نه ترسره کېده.
همدارنګه، برتانیا ژمنه وکړه چې که امکان وي، په راتلونکو لسو کلونو کې به یو خپلواک فلسطیني دولت جوړ کړي، چې پکې به فلسطینیان او یهودان د حکومتولۍ چارې په ګډه پر مخ وړي. دغه سند د برتانوي قیمومیت د پای ته رسولو پلانونو ته هم اشاره کړې وه.
ښایي دا د عربي مذاکره کوونکو لپاره یو څه "بریا" وه، خو سوله یې رانه وسته، ځکه وروسته د یهودي نیمه پوځي ډلو او برتانوي ځواکونو ترمنځ نښتې پیل شوې.
په راتلونکو کلونو کې، بریتانویانو درک کړه چې هم د سیمې اداره کول او هم د عربو او یهودانو د استازو ترمنځ د همکارۍ رامنځته کول ډېر ستونزمن شوي دي.
برتانویان د یهودانو د پراخو کډوالیو د مخنیوي په برخه کې هم پاتې راغلل. ځینو خلکو احساس کاوه چې د برتانیا شهرت له خطر سره مخ شوی، ځکه کله ناکله به برتانوي سمندري ځواکونو د هغو بېړیو د مخنیوي لپاره له زور څخه کار اخیست چې د یهودي کډوالو څخه ډکې وې.
د وېش پرېکړه

په ۱۹۴۷ کال کې، وروسته له دې چې د بریتانیا حکومت په فلسطین کې د سرپرستۍ د پای ته رسولو پلان اعلان کړ، د ملګرو ملتونو سازمان د پرېکړې ۱۸۱ شمېره تصویب کړه، چې له مخې یې د فلسطین خاوره په دوو دولتونو ووېشل شوه: یو یهودي او بل عربي او بیتالمقدس د ملګرو ملتونو تر ادارې لاندې کېښودل شو.
د دې پرېکړې له مخې، شاوخوا ۵۵ سلنه ځمکه یهودي دولت ته ځانګړې شوه.
په دې وېش کې یو شمېر لوی ښارونه هم شامل وو چې اکثریت یې فلسطینیان وو، همدارنګه له حیفا تر یافا پورې مهم ساحلي سیمه هم پکې وه.
عربي دولت ته د ساحل شاوخوا درېیمه برخه د جنوب په لور ورکړل شوه. هغه مهال عربي مشرتابه دا وېش داسې باله چې فلسطینیان به له مهمو کرنیزو ځمکو او بندري ښارونو بېبرخې کړي.
فلسطیني مشرتابه او عربي هېوادونو دغه وېش رد کړ، ځکه چې دا یې ناعادلانه باله او د ملګرو ملتونو د منشور د خلکو د ځانتعیینۍ له حق سره یې ټکر باله.
خو د ملګرو ملتونو سازمان د یهودي او عربي دولتونو د جوړېدو په ګټه رایه ورکړه.
د اسرائیل د خپلواکۍ له اعلان مخکې په میاشتو کې، عربي وسلهوالو ډلو پر یهودي مېشت ځایونو بریدونه وکړل او هغوی یې منزوي کړل. په مقابل کې، یهودي ملېشو هم پر فلسطیني کلیو بریدونه زیات کړل، چې د ډېرو فلسطینیانو د بېځایه کېدو سبب شول. همدارنګه په همدې وخت کې د بریتانوي واکمنۍ پر ضد تاوتریخوالی هم ډېر شو.
د ۱۹۴۸ کال په پیل کې، یهودي جنګیالیو خپل بریدونه لا پسې زیات کړل، هغه سیمې یې کلابندې کړې چې د یهودي دولت لپاره ځانګړې شوې وې او همدارنګه یې د عربي دولت لپاره ټاکل شوې لویې سیمې ونیولې.
د عربو او اسرائیلیانو ترمنځ لومړۍ جګړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۴۸ کال د مې پر ۱۴مه، په فلسطین کې د بریتا سرپرستي پای ته ورسېده او اسرائیل خپل دولت اعلان کړ.
وروسته، د سوریې، مصر، اردن، لبنان، سعودي عربستان او عراق ځواکونو پر سیمه برید وکړ- او په دې جګړه کې مصر او اردن تر ټولو لویه برخه واخیسته.
اسرائيل عربي پوځونو ته ماتې ورکړه او هغه ځمکې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې چې د ۱۹۴۷ د وېش پرېکړې له مخې د فلسطینیانو لپاره ځانګړې شوې وې.
د ۱۹۴۹ کال په جنورۍ کې جګړه هغه وخت پای ته ورسېده کله چې اسرائیل له مصر سره (او وروسته له لبنان، اردن او سوریې سره) د اوربند تړونونه لاسلیک کړل.
د جګړې له پای ته رسېدو سره، اسرائیل د ډېری سیمو واک ترلاسه کړ.
اردني ځواکونو هغه سیمه تر خپل کنټرول لاندې کړه چې وروسته د "لوېدیځې غاړې یا لوېدیځې تړانګې" په نوم مشهوره شوه او مصري ځواکونو غزه ونیوله.
اورشلیم (قدس) هم ووېشل شو: لوېدیځه برخه د اسرائیلي ځواکونو تر واک لاندې او ختیځه برخه د اردني ځواکونو تر کنټرول لاندې وه.
لکه څنګه چې هېڅ رسمي د سولې تړون نه و، په راتلونکو لسیزو کې نورې جګړې او نښتې هم رامنځته شوې.
"د بېرته ستنېدو حق"

د عکس سرچینه، Getty Images
فلسطینیان "د بېرته ستنېدو حق" خپل وطن ته د ستنېدو له اساسي غوښتنو ګڼي چې تر اوسه نه دي حل شوي.
نړیوالې ټولنې هم د فلسطینیانو د بېرته ستنېدو یا تاوان اخیستو حق په رسمیت پېژندلی، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۱۹۴ پرېکړې له لارې چې د ۱۹۴۸ کال د دسمبر په ۱۱مه تصویب شوه.
په دې پرېکړه کې ویل شوي: "هغه کډوال چې غواړي خپلو کورونو ته ستانه شي او له خپلو ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي، باید ژر تر ژره ورته اجازه ورکړل شي".
خو اسرائیل وایي چې د فلسطینیانو بېرته ستنېدل به د یهودي دولت شتون له منځه یوسي، د فلسطیني کډوالو د شمېر له امله.
اسرائیل دا مسئله یوازې د یوې جامع سولې د تړون په چوکاټ کې د حل وړ ګڼي، چې پکې د اسرائیل د امن او سولې د حق منل هم شامل وي.
نن ورځ شاوخوا پنځه میلیونه فلسطینیان د ملګرو ملتونو له خوا د کډوالو په توګه ثبت شوي دي (په دې کې د لومړي نسل کډوال او د هغوی اولادونه شامل دي).
له دې شمېر نژدې درېیمه برخه - له ۱.۵ میلیونو زیات کسان- په ۵۸ رسمي کډوالو کمپونو کې ژوند کوي چې په اردن، لبنان، سوریه، غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې موقعیت لري، چې د ختیځ بیتالمقدس چې د نړیوال قانون له مخې اشغال بلل کېږي هم پکې راځي.
د بېرته ستنېدو کیلۍ - د هیلې سمبولونه

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه فلسطینیان چې د نكبې په نوم پېژندل شوې مودې کې له خپلو کورونو وتښتېدل، له خپلو کورونو سره تړلي کیليانې له ځانه سره واخیستې، په دې باور چې یوه ورځ به بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
دا کلیانې د نسلونو په اوږدو کې له یوه نسله بل ته لېږدول کېږي، چې هغوی ته د خپلو نیول شوو کورونو یاد تازه کړي او همدارنګه د بېرته ستنېدو د حق یو ژوندی سمبول پاتې شي.
تر نن ورځې پورې، دا کیلیانې د فلسطیني کډوالو لپاره د هیلو او مقاومت یو مهم سمبول ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نكبې د رسمي یادښت ژوندي کول
د لسیزو په اوږدو کې، فلسطینیانو د نكبې یاد په غیر رسمي ډول لمانځه، چې دوی یې د ملي ناورین په توګه یادوي.
په ۱۹۹۸ کال کې، د هغه وخت د فلسطیني ادارې مشر یاسر عرفات د مې ۱۵مه د ملي یاد ورځې په توګه اعلان کړه.
په ۲۰۲۲ کال کې، د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ وغوښتل چې د ۲۰۲۳ کال د مې په ۱۵مه د دې یادښت رسمي نمانځنه وشي.
نن ورځ هم نكبه د فلسطینیانو په ژوند ژور اغېز لري. ډېری خلک وايي چې دا تاریخي ناورین لا هم د اوسنۍ شخړې په بڼه څرګندېږي، داسې شخړه چې تر اوسه یې د حل نښې او څرک نه ښکاري.


















