لندن کې پر کم‌عمره نجونو جنسي تېری کوونکی ملا په عمري بند محکوم شو؛ نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟

د کړکي پر پردې د یوې ښځينه سیوری برېښي چې څنګ ته یې یو بوټی هم ولاړ دی.
د عکس تشریح، لڑکیوں سے ملاقاتوں کے دوران امام مسجد خود کو ایسی شخصیت ظاہر کرتے جس کے پاس مافوق الفطرت طاقتیں ہیں
    • Author, کېترین وایټ
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

خبرداری: په دغه رپوټ کې د جنسي تېري اړوند موضوع په اړه جزیات ورکړل شوي چې ښايي ځينې یې په لوستلو وځورېږي.

"اریا" (مستعار نوم) ۱۳ کلنه وه چې د جومات امام پرې د "درملنې" په نوم جنسي تېری وکړ.

د عبدالحلیم خان په نوم دا سړی د لندن په ختيځ کې د یوه جومات امام و او د وړو نجونو میندو او پلرونو ته به یې ویل چې پر لوڼو یې "پيریان" ناست دي او باید دی یې "درملنه" وکړي.

کله به چې دغه ملا د "درملنې" په نوم پر نجونو جنسي تېری وکړ نو هغوی به یې وډار کړې چې که چا ته حال ووايي نو درملنه بې‌تاثیره کېږي او اپوټه (برعکس) پر یوې ښېرا او تورې جادو بدلېږي چې بیا به د دوی ټولې کورنۍ ته تاوان ورسوي.

اریا وايي، "ما د هغه خبرې ريښتیا ګڼلې چې د پیریانو او هر څه قابو کولو فوق العاده ځواک ورسره دی. زه یې ګواښلې وم چې که چا ته حال ووایم نو اول به زه او بیا به مې ټوله کورنۍ له ډېرو بدو پېښو سره مخ شي".

دا یوازې اریا نه وه چې د دغه ملا د جنسي غریضې ښکار شوې ده، بلکې عبدالحلیم په همدې چل او پلمه په ۱۱ کلونو کې پر اوو ښځو او نجونو باندې جنسي تېری کړی دی.

په دوی کې تر ټولو د کشرې نجلۍ عمر یوازې ۱۲ کاله و.

نجونې یې څنګه تېر ایستلې؟

عبدالحلیم به نجونې رضا کولې چې په داسې ځای کې ورسره وګوري چې بل څوک نه وي؛ لکه په یوه کوټه او یا په موټر کې.

کله به چې نجونې ورغلې نو ده به داسې ورته ښکاروله چې ګوندې پېریان ورسره دي او ډېر زورور دی. په همدې کې به یې جنسي تېری پرې وکړ او یا به یې له جنسي پلوه وځورولې.

د جومات دغه امام به دغه کار لپاره داسې موټر ټاکل چې ښېښې به یې تورې وې.

د عبدالحلیم عکس چې مخامخ کامرې ته ګوري. توربخون مخ یې، اوږده ږیره لري او سپينه خولۍ یې پر سر ده، مخامخ کامرې ته ګوري.

د عکس سرچینه، Met Police

د عکس تشریح، محکمې پنجشنبه (۱۴ مې) عبدالحلیم په دې قضیه کې پړ وپېژانده او د عمري بند سزا یې ورته واوروله.

ده د جنسي تېري یوې ښکار کړې نجلۍ ته موبایل هم ورکړی و چې په راتلونکې کې اړیکه ورسره وساتي.

یوې بلې نجلۍ ته یې ویلي وو چې د خپل کور پر دروازه نه، بلکې پر کړکۍ ووځي او ده ته ځان ور ورسوي.

په اصل کې اریا پخپله د هغې مور او پلار دغه ملا ته ور وستلې وه، ځکه چې هغه په ښوونځي کې له ځینو ستونزو کړېده.

د هغوی تمه خو دا وه چې د جومات دغه امام به د ستونزې په حل کې کومه ښه مشوره ورکړي.

کله چې اریا عبدالحلیم ته ورغله نو هغه په موټر کې د کېناستلو ورته وویل. اریا وايي،‌ "هماغه وخت یې ما ته لاس راووړ".

دا زیاتوي، "سترګې مې پټې کړې. راته ویل یې چې په څو شېبو کې به د موټر ښېښه څوک وټکوي. لږ وروسته ریښتیا هم همداسې وشول. ما د ښېښې ټکېدل واورېدل خو زه هلته ایله ۱۳ کلنه او ډېره ډارنه وم".

د عمري بند سزا

۵۴ کلن عبدالحلیم ته اوس د عمري بند سزا اورول شوې ده چې لږترلږه ۲۰ کاله بند پکې شامل دی.

د جنسي تېري او ځورونې د نهو تورونو په ګډون پر هغه له ماشومانو سره د ناوړه چلند ګڼ نور تورونه هم ثابت شوي دي.

د هغه له ناکردو د هغې سیمې د مسلمانانو ټولنې اووه ښځینه هم زیانمنې شوې دي چې دی پکې د جومات امام و.

عبدالحلیم خان پر دې اعتراف کړی چې له ۲۰۰۴ تر ۲۰۱۵ کاله یې دغه جرمونه ترسره کړي دي.

دا یې هم منلې چې له خپل واک او نفوذه په ګټې اخیستو سره یې نجونې اړ ایستې وې چې خولې بندې وساتي.

د عبدالحلیم رسامي شوی عکس چې خولۍ یې پر سر او اوږدده سپينه ږیره لري.

د عکس سرچینه، Julia Quenzler/BBC

د عکس تشریح، عبدالحلیم به نجونې وېرولې چې باید خوله بنده وساتي او چا ته حال و نه وايي.

پولیس په ۲۰۱۸ کې هغه مهال د دغه جومات امام له ناوړه کړنو خبر شول چې د هغه د جنسي ځورونې ښکار شوې یوې کم‌عمره نجلۍ د خپل ښوونځي ډاکټر ته حال ویلی و. خو د عبدالحلیم مجرم ثابتېدو پنځه کاله نور وخت هم ونیو.‌

بي‌بي‌سي د عبدالحلیم د جنسي ځورونې ښکار شوې دوه ښځينه وغږولې دي چې خپلې تجربې بیان کړي.

"کورنۍ مې زما پر خبرو باور نه کاوه"

یوې ښځينه چې دلته یې د (فرخ) په مستعار نوم یادوو، له عبدالحلیم خان سره هغه مهال ولیدل چې هغه یې مور او پلار دې ته قایل کړل چې لور یې (فرخ) درملنې ته اړتیا لري.

فرخ وايي چې هغه یې د کورنۍ له سادګۍ ناوړه ګټه واخیسته او زیاتوي، "هغه به له ځانه کیسې جوړولې چې ما سره فلانی ځواک دی او دسمانی زور لرم او ستا پر لور در روانې ارواګانې وینم چې باید تا ترې خوندي کړم".

د فرخ په وینا، وروسته یې له جنسي پلوه وځوروله او ورته ویل یې چې ګواکې دا هم د "درملنې" برخه ده.

فرخ وايي، "زه نه پوهېدلم خو داسې مې محسوسوله چې دا څه چې روان دي، دا غلط دي او څوک باید ستا داسې ځایونو ته لاس در نه وړي".

فرخ زیاتوي چې څو کاله وروسته یې خپل مور او پلار ته حال ووایه خو په وینا یې، "هغوی زما په خبره باور نه کاوه او هماغه وه چې ما بیخي خپل کور پرېښود".

دا ګیله‌منه ده او وايي، "زما خپلې کورنۍ چې ما ترې د مرستې او خونديتوب تمه کوله، زما خبره نه منله. هغوی له ما مخ وګرځاوه. برعکس ملامتولم یې هم زه او تر همدا ننه هغوی په همدې نظر دي. ما نه بیخي اوس خپل ځان هېر شوی دی چې زه په اصل کې یم څوک؟".

"په ډارولو سره د خلکو ذهن کنټرولول"

د برېتانیا یوه څارنواله میلیسا ګارنر چې پر دې قضیه کار کوي، وايي چې په خپله کاري تجربه کې یې کله هم داسې پېښه نه وه لیدلې.

دا زیاتوي، "عبدالحلیم خان قرباني شوي‌ کسان په ډارولو او ګواښلو سره کنټرولول چې اخر یې پر دې کلک باوري کړي چې پر دوی کوډې یا جادو شوی دی".

اغلې ګارنر وايي، "دا ډېره زړه‌بوږنوونکې قضیه ده. تاسې چې د دغو نجونو شاهدۍ او کیسې واورئ نو زړه به مو درد وکړي".

د برېتانیا په برېسټل پوهنتون کې د جرمي مسئلو څېړونکې استاده او د دې قضیې شاهده عایشه کې‌ګل وايي چې که څه هم اسلامي تعلیمات تور جادو ردوي خو دا موضوع تر ډېره "دودیزه" بڼه لري او ځينې خلک باور پرې کوي.

اغلې ګل زیاتوي، "اغېزمنو کسانو ته دا باور ورکړل شوی و چې یوازې همدا عبدالحلیم د دوی کورنۍ له تباهۍ او د بدو ارواګانو له تاوانه خوندي ساتلی شي،‌ کنه نو له سختو خطرونو سره به مخ شي".

دغه استاده همداراز وايي چې مسلمانو ښځو ته د جنسي ځورونې اړوند مسئلو باندې خبرې کول له خطره خالي نه وي او شرم ګڼل کېږي.

په وینا یې، همدا مذهبي او کلتوري محدودیتونه او وېرې دي چې دا موضوع یې ډېره پېچلې کړې ده.

د تېري اوږدمهاله اغېز

فرح وايي چې ماشومتوب یې د ځينو نورو وړو غوندې هوسا نه و بلکې تل ورته د ستونزو د زغملو خبره شوې ده او دې همداسې هر څه په پټه خوله زغملي دي.

دا د جنسي زورزیاتي ښکار شوو نورو قربانیانو ته په خپل پیغام کې وايي چې فکر مه کوئ، ستاسې ارزښت به له داسې پېښې سره کم او ستاسې پر شخصیت به داغ پاتې شي. بلکې په دې کې ستاسې هېڅ ګناه نه شته او ستاسې غوندې ګڼې نجونې له داسې پېښو سره مخ شوې دي.

اریا هم ډېره کوچنۍ وه چې لومړی ځل جنسي تېری پرې وشو خو خپلې مور ته یې په ۲۰ کلنۍ کې حال ووایه.

دا وايي، دې پېښې پرې اوږدمهاله ناوړه اغېز کړی دی او "هر وخت په همدې فکرونو کې ډوبه وي چې که دا پېښه نه وای ورسره شوې نو اوس به یې ژوند څومره بدل وای؟"