ټرمپ: د چین ولسمشر د هرمز تنګي پرانستلو د مرستې وړاندیز وکړ او ژمن شو چې د ایران پوځي ملاتړ به نه کوي

د ۲۰۲۶ د مې پر ۱۴مه، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیجینګ د خلکو په ستر تالار کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په لاس روغبړ وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ۲۰۲۶ د مې پر ۱۴مه، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بیجینګ د خلکو په ستر تالار کې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره په لاس روغبړ وکړ
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل د چین ولسمشر شي جینپینګ وړاندیز کړی چې چین به د هرمز تنګي په پرانیستلو کې مرسته وکړي او ټینګار یې کړی چې د امریکا او اسرائیلو پر ضد جګړه کې به ایران ته پوځي تجهیزات ونه لېږي.

ټرمپ د "فاکس نیوز" له "هانټي" پروګرام سره په مرکه کې، چې د بیجینګ له لیدنې وروسته ترسره شوه، وویل چې شي جینپینګ "په ډېر قوي ډول" ډاډ ورکړی چې ایران ته به هېڅ پوځي ملاتړ ورنه کړي.

هغه زیاته کړه چې د چین ولسمشر د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي:

"که زه کومه مرسته کولی شم، نو چمتو یم."

د چین ولسمشر شي جینپینګ او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په بیجینګ کې لوړې کچې خبرې وکړې، چې پکې د ایران او اوکرایین جګړې او دوه‌اړخیز اقتصادي همکاری شاملې وې.

شي جینپینګ وویل چې له ټرمپ سره یې پر یوې نوې لیدلارې موافقه کړې چې موخه یې د چین او امریکا ترمنځ داسې رغنده اړیکه جوړول دي چې ستراتیژیک ثبات ولري. هغه ټینګار وکړ چې دا اړیکه باید یوازې شعار پاتې نه شي، بلکې د ګډ هدف لپاره باید په عملي ګامونو بدله شي.

هغه زیاته کړه چې دا لیدلاره به د راتلونکو درېیو کلونو او تر هغې وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره لارښود چوکاټ وي او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو خلک او نړیواله ټولنه به یې هرکلی وکړي.

شي جینپینګ څرګنده کړه چې "رغنده ستراتیژیک ثبات" د همکارۍ، معتدلې سیالۍ او د اختلافاتو د مدیریت پر بنسټ ولاړ دی، چې اوږدمهاله ثبات تضمین او د سولې فرصتونه پیاوړي کړي.

هغه دې ته هم اشاره وکړه چې د چین او امریکا اقتصادي اړیکې د متقابلې ګټې پر بنسټ ولاړې دي، او ویې ویل: "برابرې مشورې د اختلافاتو او شخړو پر مهال یوازېنۍ سمه لاره ده."

د پرانیستې پالیسۍ په اړه شي جینپینګ وویل چې چین به خپل اقتصادي او نړیوال پرانیستي ذهنیت ته دوام ورکړي او امریکايي شرکتونه د چین په اصلاحاتو او پرانیستې کې ژور ګډون لري. هغه زیاته کړه چې هېواد یې د متقابلې ګټې پر بنسټ د همکاریو پراخېدو ته هرکلی کوي.

همداراز یې د اقتصاد، سوداګرۍ، روغتیا، کرنې، سیاحت، ولسي اړیکو او قانون پلي کولو په برخو کې د همکاریو د پراخېدو غوښتنه وکړه.

د ټایوان مسله

د ټایوان د مسئلې په اړه د چین ولسمشر ټینګار وکړ چې دا د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه موضوع ده او خبرداری یې ورکړ چې ناسمه اداره یې ښايي شخړو او ان داسې جګړو ته لاره هواره کړي چې ټولې اړیکې له خطر سره مخ کړي. هغه واشنګټن ته د ډېر احتیاط سپارښتنه وکړه.

هغه وویل چې د ټایوان تنګي کې د سولې او ثبات ساتل د دواړو هېوادونو تر ټولو ستر ګډ هدف دی، او زیاته یې کړه چې: "د ټایوان خپلواکي" او د تنګي سوله یوځای نه شي پاتې کېدای.

د چین، ټایوان او امریکا بیرغونه- توضیحي شکل

د عکس سرچینه، Getty Images

له خپلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل چین ته یې سفر "لوی ویاړ" دی او د چین ولسمشر شي جینپینګ یې "ستر رهبر" وباله، همدارنګه چین یې "ستر هېواد" یاد کړ، او د هغه او د چین د خلکو لپاره یې خپله ژوره ستاینه څرګنده کړه.

ټرمپ زیاته کړه چې دی چمتو دی له خپل چینايي سیال سره د اړیکو، همکاریو او اختلافاتو د مناسب مدیریت لپاره ګډ کار وکړي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر بل هر وخت غوره کچې ته ورسوي.

هغه ټینګار وکړ چې امریکا او چین د نړۍ تر ټولو مهم او ځواکمن هېوادونه دي او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو مشران "د دواړو ملتونو او ټولې نړۍ لپاره ډېر ستر او مثبت کارونه کولی شي."

ټرمپ همداراز د امریکا د سوداګرۍ ټولنې استازو ته بلنه ورکړه چې له چین سره خپلې همکارۍ پراخې کړي.

دواړو لورو د یو شمېر نړیوالو او سیمه‌ییزو مسئلو په اړه نظرونه تبادله کړل، چې منځنی ختیځ، د اوکرایین کړکېچ او د کوریا ټاپووزمه هم پکې شامل وو.

سپینې ماڼۍ د دغو خبرو اترو په لنډیز کې ویلي چې ډونلډ ټرمپ او شي جینپینګ "ښه غونډه" ترسره کړه.

د چین بازار ته د امریکايي شرکتونو لاسرسی پراخول

بیان زیاته کړه چې دواړو خواوو "د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې" وڅېړلې، چې پکې د امریکايي شرکتونو لپاره د چین بازار ته د لاسرسي پراخول او په امریکايي سکتورونو کې د چینایي پانګونو زیاتول شامل وو. همدارنګه ویل شوي چې د امریکا د ځینو سترو شرکتونو مشران هم د غونډې یوې برخې ته ورګډ شوي وو.

دواړو لورو امریکا ته د فینټانیل د جوړولو لپاره د کارېدونکو خامو موادو د قاچاق د مخنیوي پر اهمیت هم خبرې وکړې.

امریکايي بیان همداراز ویلي چې "دواړو خواوو موافقه وکړه چې د هرمز تنګی باید د انرژۍ د ازاد بهیر د ملاتړ لپاره پرانیستی پاتې شي. "

د خبرو پر مهال سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر شي جینپینګ د امریکايي تېلو د لا زیات پېرلو لېوالتیا ښودلې، چې د چین د هرمز تنګي پر تکیې کچه راکمه شي.

تمه کېده چې له ایران سره جګړه، چې د نړیوالې انرژۍ کړکېچ یې رامنځته کړی، د پنجشنبې ورځې د امریکا او چین د ولسمشرانو په خبرو کې مهمه موضوع وي.

خو داسې ښکاره شوه چې دا موضوع د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې نږدې نه وه یاده شوې. بیان د سوداګرۍ او تایوان لپاره جلا برخې ځانګړې کړې وې، خو د ایران لپاره یې کومه ځانګړې برخه نه وه ورکړې، یوازې یې یادونه کړې وه چې دواړو ولسمشرانو د "منځني ختیځ وضعیت" او نورو نړیوالو مسئلو په اړه نظرونه تبادله کړل.

امریکا غواړي چین له ایران سره د مذاکراتو مېز ته د بېرته راوستلو په برخه کې مرسته وکړي، په داسې حال کې چې بیجینګ تر ډېره د پردې تر شا په ارامه توګه د منځګړي په څېر رول ترسره کوي، پرته له دې چې په مستقیم ډول په شخړه کې ښکېل شي.