له ارګه تر زندانه؛ د حفیظ الله امین د مېرمنې کیسه

پتمنه امین، د افغانستان د پخواني‌ ولسمشر حفیظ الله امین میرمن
د عکس تشریح، پتمنه امین، د افغانستان د پخواني‌ ولسمشر حفیظ الله امین میرمن
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

خونې ته ننوتو سره مې پرې سترګې ولګېدې، سپین رنګی پړونی یې پر سر، پر یوې څوکۍ ناسته وه. د کلونو درد او کړاویې پر څېرې څرګند و. پورته یې را وکتل، موسکۍ شوه او ویې ویل "ښه راغلې."

دا د افغانستان د پخواني ولسمشر حفیظ الله امین میرمن پتمنه امین وه. موږ لومړني خبریالان و چې په جلا وطنۍ کې د آغلې امین کتلو او ورسره خبرو لپاره د جرمني په هامبورګ ښار کې، د هغې کورته ورغلو. په یوهّ عادي او ساده اپارتمان کې یې له خپلو اولادونو سره د مساپرۍ ژوند تېراوهّ.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ۱۳۸۵ م کال د غبرګولي پر شپږمه نېټه، پر افغانستان د یرغل پر لومړي ورځ ولسمشر امین وواژه. د ولسمشر امین د واکمنۍ پای ډېر خونړۍ و خو واک ته د رسېدو بهیر یې هم له خونړیو پېښو سره غوټه شوی.

نوموړي د سردار داود خان پر وړاندې د ثور په کودتا کې چې پلویان یې د "ثور انقلاب" بولي مخکښ رول درلود. سردار محمد داود خان له خپلې کورنۍ سره په دغه کودتاه کې وژل شوی و.

پتمنه امین له خپل میړه حفیظ الله امین سره
د عکس تشریح، پتمنه امین له خپل میړه حفیظ الله امین سره

ما د پتمنې امین هغه انځورونه ډېر کتلي و چې د ولسمشر امین ترڅنګ په غونډو کې را څرګندېده. د هغې څېره تر هغې چې ما اټکل کړې وه ډېره بدله شوې وه. هغه برم او پرتم نه و او زما پر وړاندې یوه غم ځپلې سپین سره مور ناسته وه چې د افغانستان له سیاست سره یې مخامخ تړاو نه درلود خو یوه له اصلي قربانیانو وه.

هغه تر ډېره غلې وه، خبرې یې کمې کولې، خو د جدي پر شپږمې نېټې پر تاج بیګ ماڼۍ د شوروي اتحاد ځواکونو برید یې لا هم پر زړه و. د پېښو د نکل پر مهال یې له سترګو اوښکې بهېدلې.

پتمنې امین لپاره د هغې شپې په تړاو خبرې کول سخت و. په سر کې یې راته وویل: "په اړه یې خبرې نه شم کولی."

خو وروسته ورو ورو یې خبرې پیل کړې.

پتمنه امین، زوی ببري امین او لور یې وږمه امین د بي‌ بي‌ سي‌ له خبریالانو یما بارز او سید او عبدالله نظامي سره
د عکس تشریح، پتمنه امین، زوی یې ببری امین او لور یې وږمه امین د بي‌ بي‌ سي‌ له خبریالانو یما بارز او سید عبدالله نظامي سره

"امین په اوږه لګېدلی و. ما او لور مې غوټۍ زما ځوان زوی عبدالرحمان او نورو ساتونکو ته مرمۍ رسولې. د ګولیو باران و. خو کور کې شته مرمۍ بالاخره ختمې شوې. عبدالرحمان غږ کړ چې مرمۍ راوړئ. موږ ورته وویل مرمۍ نورې ختمې شوې. ټوپک یې پر ځمکه وویشت."

پتمنه امین مخ را واړوه خپلې لمنې ته یې اشاره وکړه او ویې ویل: "زموږ لمنې ټولې سورۍ سورۍ شوې وې."

د مرمۍ له ختمېدو وروسته د شوروي اتحاد ځواکونه د تاج بیګ ماڼۍ دریم پوړ ته چې ولسمشر امین، د هغه زوی عبدالرحمان او ساتونکو یې مقاومت کاوه ورسېدل، او پایله کې دوی ټول ووژل شول.

عبدالرحمان امین
د عکس تشریح، عبدالرحمان امین

د مرمۍ له ختمېدو وروسته د شوروي اتحاد ځواکونه د تاج بیګ ماڼۍ دریم پوړ ته چې ولسمشر امین، د هغه زوی عبدالرحمان او ساتونکو یې مقاومت کاوه ورسېدل، او پایله کې دوی ټول ووژل شول.

د امین زوی "خوازک" سره څه وشول؟

د جدي پر شپږمې د شوروي اتحاد د ځواکونو یرغل له دغې میرمنې د هغه میړه او دوه زامن واخیستل او مشره لور یې "غوټۍ" هم سخته ټپي شوه. د پتمنې امین په وینا د زامنو وژل کېدل یې ورته ډېر دردوونکي و، په تېره د هغې د یوولس کلن زوی خوازک مړینه. د ولسمشر امین زوی خوازک په نس لګېدلی و. پتمنه امین ویل، ټپي‌ زوی یې د دې په غېږ کې پروت و، "چې د خلق ډېموکراتیک ګوند مخکښ غړی او د کابینې وزیر سید محمد ګلابزوی راغی او ویې ویل خوازک راکړه چې ډاکټر ته یې بوځم." خو دغه کورنۍ وايي‌ دوی بیا خوازک و نه لید. ښاغلي‌ ګلابزوی بي بي سي‌ سره خبرو کې د خوازک په تړاو داسې سپیناوی وکړ: "خوازک سخت ټپي شوی و. په زهرجنې مرمۍ لګېدلی و، د معاینې پر میز وپړسېده، بیا ډاکټر وویل چې درملنه یې نه کېږي." د ده په وینا د ښاغلي امین لور غوټۍ هم هلته حضور درلود. خو ښاغلی ګلابزوی وايي‌ نه پوهېږي چې د خوازک مړی څه شو، د ده په وینا، "د امین،‌ د هغه د زامنو او ساتونکو مړو سره چې هر څه شوي شوروي‌ ځواکونو کړي."

پخوانی ولسمشر حفیېظ الله امین له یوه بهرني پلاوي سره
د عکس تشریح، پخوانی ولسمشر حفیظ الله امین له یوه بهرني پلاوي سره

د خلق ډېموکراتیک ګوند واک ته رسېدو سره خپل مخالفین وځپل او پر ولسمشر امین د هغه مهال د حکومت مخالفو او ګڼو بې ګناه کسانو د بې محاکمې وژنې تورونه پورې کېږي.

کورنۍ یې وایي د ښاغلي امین واکمني شا و خوا درې میاشتې وه او خو مخالفینو یې د هغه نظام د ټولې دورې ملامتۍ هغه ته ور تر غاړې کړې.

د څرخي پله زندان

خو دا دې کورنۍ لپاره د کړاو پای نه و، پتمنه امین له خپلو پاتې بچو سره د څرخي پله زندان ته ولېږدول شوه او نږدې ۱۰ کاله یې د تورو تمبو تر شاه تېر کړل.

"یوه کوچنۍ کوټه وه او اوسپنیزه دروازه راپسې بنده وه. کله چې به کوم ضرورت و نو بیا به مو دروازه ټکوله. ورځ‌ کې یو ساعت یا دوه ساعته به د باندې وتلو."

پتمنه امین د دوی پر وړاندې د شویو سپکاویو نکلونه کول زوی یې ببري امین را غبرګه کړه چې ورته یاد دي چې یو مهال د زندان یوه لوړپوړي چارواکي‌ یې مور ځکه پر سر په خښته ووهله چې د کوټې کړکیو ته د ښختو د ودرولو پر وړاندې مقاومت وکړ."

پر ولسمشر امین د هغه د مخالفینو او ګڼو بې ګناه کسانو د بې محاکمې وژنې تورونه پورې کېږي.

د ډاکټر نجیب الله له واک ته رسېدو وروسته د حفیظ الله امین کورنۍ له زندانه یوه کورته ولېږدول شوه او دوه کاله هلته د څار لاندې وه. افغانستان کې د مجاهدینو د خپلمنځیو نښتو له امله دا کورنۍ هم لکه ډېر شمېر نورو هغو په څېر اړه شوه چې کډوالۍ ته مخه کړي.

پتمنه امین د مې میاشتې پر شپږمه نېټه په ۸۶ کلنۍ کې ساه ورکړه.

که افغانستان کې له سیاسي تړاوونو ورهاخوا واقعیتونو ته وګورو،‌ نو د پتمنې امین کیسه یوازې د دې نه بلکې د هغو زرګونو کوڼدو درد او کړاوونو نکل دی چې افغانستان کې د نیمې پېړۍ جګړې، کودتاوو، یرغلونو او سیاسي انتقامونو له امله د خپل عزیزانو د ویر پر ټغر کیناستې.

پتمنه امین هېڅکله مخامخ په سیاست کې نه وه ښکېله خو بیا هم لکه زرګونه نورو افغانو میرمنو د سیاست قرباني شوه او د ژوند تر پایه یې له ژورو ټپونو کړېدله.

لکه به خپله چې یې را ته وویل: "میړه مې سیاسي مسایل په کور کې نه یادول. زما له سیاست سره هېڅ کار نه و."