حقاني: د خپلواکۍ ساتل د خلکو ورځنۍ اړتیاوې پوره کول دي

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت دفاع وزارت
له بریتانیاوي نیواکه د خپلواکۍ ۱۰۷ کلیزې لمانځنو ته د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا دواړه مرستیالان عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون د دفاع او کورنیو چارو وزیران او نور مهم چارواکي ورټول شوي وو.
همدا اوونۍ د اګسټ پر۱۵ چې د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه وه، هومره مشران یې یو ځای نه لیدل کېده چې دې مراسمو ته ورغلي وو.
په دودیز ډول پر دې ورځ پوځي پرېډ وي او یا خو دفاع وزارت کې د ازادۍ پر څلي ګلونه اېښودل کېږي. د طالبانو حکومت لوړ پوړو چارواکو هم د ازادۍ پر څلي ګلونه کېښودل.
د غونډې د ویناوالو خبرې تر ډېره پر امنیتي مسلو ورټول وې.
تر ډېره دا ډول مناسبتي ورځې د چارواکو له لوري د پیغام رسولو لپاره کارول کېږي او دلته هم لیدل کېده چې کورنیو مخالفانو، ګاونډیانو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته نغوتې او په یو ډول پیغامونه لېږدول کېده.
د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت د افغانستان شمال ختیځ ولایت بدخشان کې وروستیو نا امنیو ته په اشاره وویل "زما پیغام هغوی ته چې د پردیو په لمسون یې هېواد پرېښود او اوس له بهره د اسلامي نظام پر وړاندې دسیسې جوړوي دا دی، زموږ اسلامي نظام چې الهي مرسته ورسره ده، ننګولی نه شي."
د طالبانو حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد هم خپلو کورنیو او بهرنیو مخالفانو ته یادونې درلودې، داسې چې د هغه پر ټکو فشارونو ته به غاړه کېنږدي.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت دفاع وزارت
هغه وویل" ټولو هېوادونو ته وایو که لرې دي که نږدې دي. افغانانو څخه د غلامۍ توقع مه کوئ. مه دا هڅه کوئ چې سیاست یې د خپلې خوښې مطابق عیار کړئ او مه دا هڅه کوئ چې په اقتصادي برخه کې ستاسو فرمایشونه ومنل شي." که څه هم ښاغلي مجاهد د کوم هېواد نوم یاد نه کړ خو دا مهال چې د دوی حکومت له پاکستان سره په کړکېچ کې ښکېل دی، تېره اوونۍ یې د افغانستان له دولتي ټلویزون سره په مرکه کې ویلي وو" که پاکستان خپلې تګلارې بدلې نه کړي دوی به هم پر خپل دریځ غور وکړي."
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بیا اقتصادي پياوړتیا، د خلکو خوښ ساتل او له نورو هېوادونو سره د درناوي پر بنسټ د اړیکو پالل د خپلواکۍ معنی بلله.
ښاغلي حقاني وویل" نن زموږ دنده یوازې دا نه ده چې د تېرو نسلونو ویاړونه یاد کړو، زموږ یوازینی مسولیت دا دی چې د خپلواکۍ ساتنه د هېواد د ورځنیو اړتیاو په پوره کولو، د ولس د ژوند په ښه کولو او د افغانستان د راتلونکي په ابادۍ کې څرګند کړو." هغه ټینګار کاوه چې له ولسي خلکو سره دې په نرمۍ چلند وشي.
ښاغلی حقاني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې، افغانستان کې د بې کارۍ، ناسازه اقتصاد او د ښځو د کار او زده کړو د حقونو په ګډون پر ځینو فردي ازادیو محدودیتونه لیدل کېږي څه چې په کور دننه او نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دي.


















