ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

ټرمپ او ملانیا په سپینه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ

د عکس سرچینه، Brendan Smialowski / AFP via Getty Images

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي.

د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د بریتانيا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.

دا سفر د سپينې ماڼۍ د خبريالانو په مېلمستيا کې د ډزو له پېښې وروسته ترسره کېږي چې له کبله یې د امنيتي تدبیرونو په اړه ګڼې پوښتنې راپورته شوې دي.

د بریتانيا بکېنګهم ماڼۍ اعلان کړی چې د بریتانيا د پاچا د سفر عمومي پروګرام کې نژدې هېڅ بدلون نه دی راغلی او ښاغلي ټرمپ هم ويلي وو چې "پاچا به په بشپړه توګه خوندي وي".

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا او بریتانيا اړيکې د ایران د جګړې له کبله یو څه خرابې شوې ښکاري. ښاغلي ټرمپ تېره اوونۍ بي بي سي ته ويلي وو چې دا سفر کولی شي د اړيکو په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

د بريتانيا پاچا او ملکه به د خپل سفر لومړۍ دوې ورځې په واشنګټن کې وي. د سفر په لومړۍ ورځ پاچا او ملکې له ډونلډ ټرمپ او د هغه له مېرمنې ملانيا ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې په ګډه د انګليسي دود له مخې د مازديګر چای وڅيښ.

د سفر په لومړي ورځ په واشنګټن کې د بریتانيا د سفارت په باغ کې يو محفل هم جوړ شوی و.

ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا به له دې وروسته د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي او بيا به له ملکې سره يو ځای نيويارک ته سفر وکړي او د سپټمبر د يوولسمې د بریدونو یادغونډې په مراسمو کې به ګډون وکړي.

همدارنګه ټاکل شوې چې پاچا او ملکه به د امریکا د خپلواکۍ د ۲۵۰ کليزې په مراسمو کې د ګډون لپاره ویرجينيا ته ولاړ شي. له دې وروسته به د بریتانيا پاچا برموډا ته سفر وکړي او له هغه ځايه به بېرته بریتانيا ته ستون شي.

د دوی د سفر د لومړۍ ورځې ځينې اځورونه لاندې کتلی شئ.

د برتانیا پاچا چارلز درېيم او ملکه کمېلا د رسمي سفر لپاره واشنګټن ته ورسېدل. له الوتکې راښکته شوې او د کارډ ځواکونه یې هرکلي ته ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Henry Nicholls-Pool/Getty Images

د عکس تشریح، د برتانیا پاچا چارلز درېيم او ملکه کمېلا د دوشنبې په ورځ، د می پر ۲۷مه، د رسمي سفر لپاره واشنګټن ته ورسېدل.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمې ملانیا د بریتايا د پاچا او ملکې هرکلی کوي.

د عکس سرچینه، SAUL LOEB / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمې ملانیا په سپینه ماڼۍ کې د دواړو هرکلی وکړ.
د بریتانيا پاچا او ملکه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ او مېرمنې سره یې چای د انګرېزي دود له مخې چای څښي.

د عکس سرچینه، Suzanne Plunkett-Pool/Getty Images

د عکس تشریح، د بريتانيا پاچا او ملکې د سفر په لومړۍ ورځ له ډونلډ ټرمپ او د هغه له مېرمنې ملانيا ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې په ګډه د انګليسي دود له مخې د مازديګر چای وڅيښ.
پاچا او ملکه په سپینه ماڼۍ کې له خپلو کوربنوو سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Suzanne Plunkett / POOL / AFP via Getty Images

د عکس تشریح، پاچا او ملکه په سپینه ماڼۍ کې له خپلو کوربنوو سره خبرې کوي.
ښاغلي ټرمپ او ملانیا خپل میلمانه د سپینې ماڼۍ جنوبي انګړ ته بوتلل.

د عکس سرچینه، Aaron Chown-Pool/Getty Images

د سپینې ماڼۍ په جنوبي چمن کې د شاتو د مچیو لیدنه

د عکس سرچینه، Aaron Chown-Pool/Getty Images

د بریتانیا پاچا او ملکه د امریکا لپاره د بریتانیا له سفیرې کریسټین ټرنر او د هغې له مېړه سره.

د عکس سرچینه، Ian Volger - Pool/Getty Images

د عکس تشریح، د بریتانیا پاچا او ملکه د امریکا لپاره د بریتانیا له سفیرې کریسټین ټرنر او د هغې له مېړه سره. له سپینې ماڼۍ څخه د وتلو وروسته، پاچا او ملکې په واشنګټن کې د بریتانیا د سفارت په باغ کې جوړ شوي پروګرام کې ګډون وکړ.
د بریتانیا پاچا او د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي او د هغې مېړه په واشنګټن کې د بریتانیا د سفارت په باغ کې.

د عکس سرچینه، Julia Demaree Nikhinson-Pool/Getty Images

د عکس تشریح، د بریتانیا پاچا او د امریکا د استازو جرګې پخوانۍ مشره نانسي پلوسي او د هغې مېړه په واشنګټن کې د بریتانیا د سفارت په باغ کې.
د بریتانیا پاچا درېیم چارلز په واشنګټن کې د بریتانیا په سفارت کې له مېلمنو سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Ian Volger - Pool/Getty Images

د عکس تشریح، د بریتانیا پاچا درېیم چارلز په واشنګټن کې د بریتانیا په سفارت کې له مېلمنو سره خبرې کوي.