BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د طالبانو حکومت او روسي ډیپلوماټانو وروستۍ ناسته کې څه ویل شوي؟
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي له مسکو سره د ډیپلوماټیکو همکاریو دویمه ناسته کابل کې کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت یوه ویناپاڼه کې ویلي، "د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت ترمنځ د رئیسانو په کچه د سیاسي مشاورت دویمه دوره په کابل کې ترسره شوه" چې په کې" د افغانستان او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا پر لارو چارو، د سیمې او نړۍ پر وروستیو سیاسي تحولاتو، د سیمهییز ثبات او امنیت او نورو ګډو ګټو پورې اړوندو موضوعاتو د نظرونو تبادله وکړه."
طالبانو د افغانستان خلاف 'ښي لاس شټرېنګ' موټرو واردات بند کړل
د طالبانو حکومت افغانستان ته د "ښي لاس شټرېنګ" موټرو واردات بند کړي دي. حکومتي سرچینو بيبيسي ته ویلي چې له پنجشنبې ورځې راهیسې په ګمرکونو کې د ښي لاس شټرېنګ لرونکو موټرو واردولو اجازه درول شوې ده. دا نوی بندیز د هغه سیاست دوام دی چې طالبانو له ۲۰۲۵ کال راهیسې د ښي لاس شټرېنګ یا د افغانستان خلاف لاس موټرو د وارداتو او تګ راتګ د محدودولو لپاره تعقیب کړی دی.
سږنۍ شپږیزه کې د راشد خان لومړۍ لوبه: سپین غر د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ بوست ساتونکو ته ماته ورکړه
دا سیالۍ له دې کبله چې د شل اوریزو سیالیو د پخواني لوبډلمشر راشد خان او اوسني لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ تر منځ وه هم د ډېرو د پام وړ وه. د افغانستان د شل اوریزو سیالیو نوی لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ چې په روان لیګ کې د بوست ساتونکو لوبډلې لوبډلمشري هم پر غاړه لري نننۍ سیالۍ کې ښه ولوبیده خو بری د سپین غر لوبډلې یووړ.
یوې پاکستانۍ کورنۍ د تعویذګر په خوله خپله لور ژوندۍ سوځولې
د پاکستان د پنجاب ایالت په ګوجرنواله سیمه کې پولیسو یوه ښځه له خپلو درو اولادونو سره یو ځای نیولې ده. هغه تورنه ده چې له ناروغیو د خلاصون لپاره یې په ژوندوني د خپلې څلور کلنې لور د سوځولو هڅه کړې. پولیس د سیمې یوه اوسېدونکي خبر کړي وو چې له څنګلوري کوره د یوې ماشومې د داسې سختو چیغو غږ اوري چې وايي، "ما مه سوځوئ".
ایران کې د علي خامنهاي د جنازې او وداع مراسم پیل شول
ایران کې د دې هېواد پخواني مذهبي مشر ایتالله علي خامنهاي، لپاره څو ورځنی ملي ماتم او د جنازې مراسم پیل شوي دي. نوموړی تر هغه څه باندې څلور میاشتې وروسته خاورو ته سپارل کېږي چې د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې وژل شوی و.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
شپږیزه؛ راشد خان کابل ته ستون شو، نن د خوست کرېکټ لوبغالي ته "۱۵۰۰۰" نندارچیان ورټول وو
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د کرېکټ وتلی افغان ستوری راشد خان کابل ته ستون شوی دی. د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات بيبيسي ته وویل چې راشد خان نن جمعه (چنګاښ۱۲/جولای ۳) کابل ته رسېدلی او سبا خوست ته ورځي چې هلته په شپږیزه لیګ کې د سپينغر زمریان لوبډلې لپاره ولوبېږي. سبا یې له بست ساتونکي لوبډلې سره سیالي ده.
د ایران د مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي اته لسيزې ژوند
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ همدا اوس اعلان وکړ، چې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه وژل شوی دی. دلته د هغه شخصي او سیاسي ژوند ته یوه کتنه شوې. خامنه يي ۱۳۱۸ لمريز کال کې د ازربايجان خامنې سيمې له پلاره، او د نجف آباد ميرداماديانو له موره په مشهد کې زېږېدلی و.
لغمان کې د کډوالو بار وړونکی ټیلر سیند ته لوېدلی؛ ۲۲ تنو ته مرګژوبله اوښتې
د طالبانو حکومت وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو یو ټېلر لغمان ولایت کې سېند ته لوېدلی چې لږ تر لږه ۱۲ کسان پکې وژل شوي او اته نور ټپیان دي. په یاد ټیلر کې ۲۲ تنه سپاره وو. د طالبانو حکومت د 'خالد بن ولید قول اردو' ویلي، پېښه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د لغمان سرخکان ولسوالۍ خیرو خېلو سیمه کې تېره شپه ناوخته دوولس بجې شوې ده.
افغانستان کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت: " ماشوم مې په تشناب کې وزیږاوه"
"دلته په کلي کې دود دی چې کله ښځه میندواره شي نو هغه هېڅکله ډاکټر ته نه وړي". دا خبرې له کابله نژدې د موټر په یو ساعت مزل کې په یوه نژدې پروت مرکزي ولایت کې د پنځو د ماشومانو مور دي. "زموږ کورونو کې چې پر ښځو د اولاد دردونه راشي، اول خو ټولې کورنۍ نسخې پرې عملي کوي. ټوټه را واخله ګرمه یې کړه، په نس یې کېږده، په ملا یې کېږده، ملا ورته غوړه کړه."
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۴ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۴ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































