BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
افغانستان کې ډېرېدونکې بېکاري او د کسبونو او کاري مهارتونو د زده کړې اړتیا
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو له بندیدو وروسته په دغه هېواد کې د بې رزوګارۍ کچه لا لوړه شوې. دا ننګونه چې له پخوا د طالبانو حکومت ته ورپاتې ده ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بې روزګارو کسانو د دقیق شمېر په اړه یې ارزونه روانه ده خو تر تېر کاله دغه کچه تر ۳۰ سلنې وه. ګڼ شمېر افغان کارګر شکایت کوي چې په ورځو ورځو کار نه مومي او هغه چې مسلکي دي وايي، کارموندنه خورا ستونزمنه شوې ده.
حقاني: د خپلواکۍ ساتل د خلکو ورځنۍ اړتیاوې پوره کول دي
له بریتانیاوي نیواکه د خپلواکۍ ۱۰۷ کلیزې لمانځنو ته د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا دواړه مرستیالان عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي په ګډون د دفاع او کورنیو چارو وزیران او نور مهم چارواکي ورټول شوي وو. همدا اوونۍ د اګسټ پر۱۵ چې د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو پنځمه کلیزه وه، هومره مشران یې یو ځای نه لیدل کېده چې دې مراسمو ته ورغلي وو.
شاه امان الله خان او د افغانستان خپلواکي
د ۱۲۹۸ کال د زمري ۲۸مه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اعلان ورځ ده. له نن پوره ۱۰۷ کاله وړاندې پر همدې ورځ د خپلواکۍ د بېرته اخیستو اعلان نه یوازې افغانانو ته ډېر ارزښت درلود بلکې د اسیا ځینو هېوادونو ته هم الهام بخښونکی و. دا اعلان د انګرېزانو په اسیايي مستعمرو کې د ازادۍ غوښتونکو حرکتونو لپاره یوه پیلامه وه.
امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې پر مشرې بندیزونه ولګول
ښاغلي روبیو جاپانۍ توموکو آکانه چې د محکمې مشره ده، او عبدالله سایه چې د محاکمو لوړپوړی وکیل دی، تورن کړل چې د هغو چارواکو د قضیو د څېړلو، نیولو او قانوني څار هڅې کوي چې د دوی حکومتونه د نړیوال جزایي محکمې قضایي واک نه مني.
کوټه کې نامالومو وسلهوالو درې افغانان په ډزو وژلي
د بلوچستان مرکز کوټه کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. پولیسو د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د سېشنبې په شپه د هزار ګنجي کراس په سیمه کې شوې ده. د ډزو له امله له دغو څلورو افغانانو دوه کسان په ځای کې ووژل شول، په داسې حال کې چې دوه نور د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول. له دغو دوو ټپیانو یوه هم وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
AI به له الوتکو سره د اقلیم تودوونکو "اسماني کرښو" په مخنیوي کې مرسته وکړي
موږ ټولو کله کله اسمان ته کتلي او د الوتکو تر شا مو هغه سپینې کرښې لیدلې دي. دې کرښو ته کنتریلونه یا د تماس کرښې یا د الوتکو د بخار کرښې ویل کېږي. دا یخې ورېځې د اقلیم په بدلون کې ونډه لري او ساینسپوهان هڅه کوي داسې لارې ومومي چې د رامنځته کېدو مخه یې ونیول شي.
د کار نړیوال سازمان: د افغانستان د کار بازار کې د ښځو ونډه ۵ سلنې ته راټیټه شوې
د کار نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له بېرته واک ته رسېدو راهیسې د ښځو ونډه په کاري ځواک کې ۵ سلنې ته راټیټه شوې ده. دغه سازمان د ښځو د اقتصادي فعالیتونو د "سخت محرومیت" د مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د راپور له مخې، د افغانستان په کاري بازار کې د ښځو د ګډون کچه په ۲۰۲۰ کال کې له ۱۶.۵ سلنې په ۲۰۲۶ کال کې ۵.۱ سلنې ته راټیټه شوې ده؛ دا کچه د پخوانۍ کچې له درېیمې برخې هم کمه ده.
ډاکټرانو د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه تیږه ایستلې
د سریلنکا ډاکټرانو د یوه سړي له مثانې ۳.۱ کیلوګرامه '۶.۸ پاوه' تیږه ایستلې ده؛ دوی باور لري چې ښايي دا د خپل ډول تر ټولو لویه ثبت شوې تیږه وي. دغه عملیات تېره اوونۍ د سریلنکا ختیځ ترینکومالي ښار په یوه روغتون کې ترسره شول.
ولې بې دلیله مهم کارونه ځنډوو؟
موږ ټول له دغسې حالت سره بلد یوو... ځان ته یو خوندور څښاک چمتو کوئ، د خپلې خوښې او صحي سباناری اخلئ، کتاب پرانیزئ او د درس د تکرار لپاره په ارام ځای کې کېنئ. خو هر څومره هڅه چې وکړئ، بیا هم نه شئ کولای پر درس تمرکز وساتئ. کله په ټولنیزو رسنیو کې ګرځئ، کله خپله کوټه تنظیموئ، او کله له کړکۍ بهر ګورئ.اصلًا تاسو هر څه کوئ، خو درس نه لولئ! دې حالت ته د کارونو ځنډول (Procrastination) ویل کېږي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۰ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۱۹ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۹ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۹ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.














































