کوټه کې نامالومو وسله‌والو درې افغانان په ډزو وژلي

کوټه کې یو امنیتی کس

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    • Author, محمد کاظم
    • دنده, بي‌بي‌سي اردو،‌ کوټه
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱ دقیقې

د بلوچستان مرکز کوټه کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې درې افغانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پولیسو د پېښې د تایید ترڅنګ ویلي چې دا پېښه د سې‌شنبې په شپه د هزار ګنجي کراس په سیمه کې شوې ده.

د سیمې د پولیسو مرستیال قوماندان خضر حیات بي‌بي‌سي ته پر ټیلیفون ویلي چې څلور افغان وګړي نن د افغانستان له پولې سره نژدې د چاغي ولسوالۍ د دالبندین له سیمې کوټې ته رسېدلي وو.

هغه وویل چې دغو کسانو غوښتل له کوټې د بلوچستان د کلا عبدالله د ګلستان سیمې ته لاړ شي، چې هغه هم له افغانستان سره ګډه پوله لري.

نوموړي وویل، دغه کسان د کوټې ښار په څنډه کې د هزار ګنجي کراس په سیمه کې د ګلستان پر لور د تللو په تمه وو چې پر موټرسایکل سپاره دوه نامالوم وسله‌وال راغلل او پر هغوی یې ډزې وکړې.

د ډزو له امله له دغو څلورو افغانانو دوه کسان په ځای کې ووژل شول، په داسې حال کې چې دوه نور د درملنې لپاره روغتون ته ولېږدول شول. له دغو دوو ټپیانو یوه هم وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

هغه وویل، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغو کسانو په دالبندین کې د یوه کس لپاره کار کاوه او د ګلستان پر لور د تګ لپاره کوټې ته راغلي وو.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې برید انګېزه نه ده معلومه شوې او د لاملونو د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې تېره یکشنبه هم د شالکوټ پولیسو د حوزې په سیمه کې یو افغان د نامعلومو وسله‌والو په ډزو وژل شوی و.

د شالکوټ پولیسو د حوزې مشر عادل شاه ویلي چې د وژل شوي افغان وګړي هویت حضرت الله، چې په "اورور اچکزي" مشهور و، په توګه تثبیت شوی و.

د پولیسو په وینا، حضرت الله په کوټه کې اوسېده او هغه مهال د نامالومو موټرسایکل سپرو په ډزو ووژل شو چې په یوه دوکان کې ناست و.