BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, ایران یو بل تن هم د "مجاهدینو خلق سازمان کې د غړیتوب او اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ
د ایران قضایه قوه وايي چې د سلطان علي شېرزادي په نوم یو کس یې د "مجاهدینو خلق سازمان" کې د غړیتوب او د اسرائيلو "د جاسوسۍ ادارې سره د همکارۍ" په تور نن سهار اعدام شو. دا له پرون راهیسې د اعدام دویمه پېښه ده. بلخوا د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ادعا کړې چې ګواکې د ایران په حکومت کې دننه "ډېر اختلافات شته" او ویلي یې دي چې کومه ژبه چې ایران په مذاکراتو کې کاروي، له هغې سره ډېر توپير لري چې په رسنیو کې یې وايي.
مهم خبرونه
کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه
له کینیا رپوټونه وايي، چې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر په اړه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړ چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي. پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي بللي دي.
د امریکا او ایران تر منځ په ټپه ولاړ حالت او پر مذاکراتو د پاکستان ټینګار
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې شپې د پیغام له مخې د ایران امریکا او اسرائیلو ترمنځ اوربند، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې پر ورځ پای ته ورسېږي، لږ تر لږه دوام لري. د تودې جګړې پر ځای موږ د هرمز تنګي په اوږدو کې د "بندیزونو شخړه" وینو، چې دواړې خواوې د سوداګریزو بېړیو د مخنیوي او نیولو لپاره له زوره کار اخلي. په ورته مهال اسلام اباد لاهم د سولې خبرو لپاره د ایران او امریکا استازو ته هلته د رسېدو لړ کې انتظار کوي.
قطر کې ایسارو افغانانو ته د امریکا وړاندیز: "کانګو ته لاړ شئ یا بېرته افغانستان ته"
هغه بنسټ چې له افغانستانه د یو شمېر وتلو هغو افغانانو ملاتړ کوي چې له امریکايي پوځيانو سره یې همکاري او کار کړی، د شنبې پر ورځ (د اپرېل ۲۱مه) اعلان وکړ چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې امریکا غواړي افغان کډوال له قطره د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.
د بشري حقونو د څار سازمان: پاکستان دې د افغانانو جبري ستنول ودروي
د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان حکومت پردې تورن کړی دی چې "د افغان کډوالو پر ضد يې ځورونکې چاپې، خپلسري نیونې او جبري ستنول په چټکۍ سره زیات کړي دي."
د ځمکې ورځ کې څه دي چې نړۍ یې د اپرېل پر ۲۲مه لمانځي؟
نړۍ کې خلک هر کال د اپرېل پر ۲۲مه د ځمکې ورځ لمانځي. دا یو داسې مناسبت دی چې موخه یې د یوه روغ، خوندي او عادلانه چاپېریال او باثباته نړۍ لپاره غږ پورته کول دي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
یو افغان بریتانیا ته پر خطرناکې لارې د کډوالو لېږدولو له امله مجرم بلل شوی
دی لومړنی تن شو چې ددې قانون له مخې په سمندر کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کولو له امله مجرم بلل کېږي. تاجک محمد چې ۳۲ کلن دی د جنورۍ به ۱۷مه نېټه د انګرېز کانال له لارې یوه ربړي کښتۍ چلوله. دې کښتۍ کې له ټاکلې اندازې زیات کسان سپاره وو
ایران د بډايه شویو یورانیمو زېرمې لري خو ایا کولی شي اټومي وسلې جوړې کړي؟
د ایران د بډايه شويو یورانيمو زېرمې يو ځل بيا وروسته له هغه د پاموړ وګرځېدلې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل، تهران موافقه کړې چې دا مواد د جګړې د پایته رسولو د هوکړې د يوې برخې په توګه وسپاري.
د ډېرې خوږې پرېښودو شپږ اوونیزه تجربه او روغتیايي پایلې
په هره ځای کې داسې خواړه شته چې اضافه شوې بوره لري، ان په هغو ځایونو کې چې موږ یې تمه نه لرو. پوښتنه دا ده چې تر کومه بریده کولای شو له خوږې لاس واخلو او دا کار ستاسو پر روغتیا څه اغېز لرلی شي؟
ایا د چټجيپيټي په روغتیايي مشورو باورکولی شو؟
ابي له تېر یو کال راهیسې د خپلې روغتیا د سمبالولو لپاره له چټجيپيټي یا د مصنوعي ځیرکتیا تر ټولو داسې پېژندل شوې بڼې کار اخلي چې له خلکو سره د پیغامونو له لارې خبرې کوي. دې ته چټباټ هم ویل کېږي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۲ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۲ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































