BBC News, پښتو - کور پاڼه

ټرمپ

ژوندۍ پاڼه,
ټرمپ د دریو اونیو لپاره د لبنان او اسرائیل تر منځ د اوربند غځېدو اعلان وکړ

پر ټروت سوشل خواله رسنۍ یوه پیغام کې ښاغلي ټرمپ لیکلي، دا پرمختګ په سپینه ماڼۍ کې د اسرائیلي او لبناني چارواکو تر منځ له یوې لیدنې وروسته شوی. په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس هم شامل وو.

مهم خبرونه

  • ثریا خپل لاسونه د فیزیوتراپۍ لپاره روغتیاپالې ته وړاندې کړي دي. ثریا تور ماسک پرمخ، ګلابي رنګه ټېکرۍ یې تر ځان چاپېر او ځېګري رنګه کالي اغوستي دي. فیزیوتراپېسته بیا د ډاکټرې په چپنه کې خړبخون ټېکری پر سر د ثریا مخ ته ولاړه ده او د هغې یو لاس یې په لاس کې نیولی دی. په کوټه کې دوه چپرکټ او بخارۍ هم ښکاري او په دېوال کې کالي راځوړند دي.

    له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟

    افغانستان چې لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينه‌توب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پام‌لرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.

  • ماریا د خپل ماشوم ژوندي پاتې کېدو له کبله خوښه وه، خو وروسته ورته معلومه شوه، چې په ښوونځي کې له ستونزو سره مخامخ دی.

    ساینسپوهانو د ماشومانو په دماغ کې اوږدمهاله زیان موندلی، ایا ملاریا یې لامل ده؟

    جوزف ناتېمبو هغه مهال لا کوچنی ماشوم و چې له ملاریا ناروغۍ ژوندي پاتې شو. هغه وخت یې مور ماریا، چې ۵۴ کلنه ده، ډېره خوشحاله وه او باور یې درلود چې تر ټولو بده مرحله تېره شوې ده.

  • کتاب لوست

    د کتاب نړیواله ورځ موږ ته څه راوړي؟

    د نړۍ لر او بر کې هرکال د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځې په توګه نمانځل کېږي.،دا ورځ د کتاب او د لیکوال د حق (کاپي رایټ) د نړیوالې ورځې په نوم هم یادېږي، ځکه مهمه ده چې نړۍ ته په ښوونه او روزنه، کلتور او شخصي وده کې د کتابونو د اړینې ونډې یادونه کوي.

  • شاهد ۱۳۶ بې پیلوټه الوتکه د ایران د صنعت ترټولو نوی پرمختګ دی.

    د ایران بې پیلوټه الوتکو څنګه نړیوالو شخړو کې د ځواک انډول بدل کړ؟

    په دې کتاب کې لیکوال ایران کې د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) د صنعت د رامنځته کېدو او پراختیا پړاوونه په بشپړو ټکو روښانوي. نوموړی هغه ستراتیژي هم راسپړي چې ایران د هغې په مرسته وتوانېد د امریکا له خوا پر لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو سربېره، د نړۍ په پوځي صنعت کې د یو اغېزمن لوبغاړي په توګه سر راپورته کړي.

  • خلیل دوه ګوتې پورته کړي سپین کمیس او زرې واکسټ یې په تن دی موسکه ده.

    اسرائیلي برید کې د لبنانۍ خبریالې امال خلیل د وژنې پراخه غندنه شوې

    اسرائیلي برید کې خبریاله امال خلیل او عکاسه زینب فراج هغه مهال په نښه شول چې د لبنان په جنوب کې پر یوه موټر د شوي برید خبري پوښښ ته روان وو.

لنډې ویډیوګانې

  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي