له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟

ثریا خپل لاسونه د فیزیوتراپۍ لپاره روغتیاپالې ته وړاندې کړي دي. ثریا تور ماسک پرمخ، ګلابي رنګه ټېکرۍ یې تر ځان چاپېر او ځېګري رنګه کالي اغوستي دي. فیزیوتراپېسته بیا د ډاکټرې په چپنه کې خړبخون ټېکری پر سر د ثریا مخ ته ولاړه ده او د هغې یو لاس یې په لاس کې نیولی دی. په کوټه کې دوه چپرکټ او بخارۍ هم ښکاري او په دېوال کې کالي راځوړند دي.
د عکس تشریح، په غزني کې د ناروې کمېټې مرکز یوه کارکوونکې ثریا ته فیزیوتراپي ورکوي.
    • Author, محجوبه نوروزي
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

افغانستان چې لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينه‌توب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي.

اوس چې افغانستان ته نړیواله پام‌لرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.

په داسې شرايطو کې د دغو ښځو په ژوند کې هغه مرکزونه ډېر مهم رول لوبوي چې دوی پکې یو څه زده کولی او یا پکې د کار روزګار کولو سره د ګټې‌وټې څښتنې کېدلی او پر خپلو پښو درېدلی شي.

د ثریا او ګل بېګم کیسه

ثریا ایله ۱۶ کلنه وه چې پر کور یې د توپ مرمۍ ولګېده او دا یې له څو کلن معلولیت سره مخ کړه. د هغې پېښې رواني ټکان د دې لامل شو چې د ثریا لاسونه شاوخوا اته کاله له حرکته ولوېږي. دا وايي، "اته کاله مې مور په خوله کې ډوډۍ راکوله".

۲۴ کلنې ګل بېګم بیا د افغانستان په جګړه کې خپله چپه پښه بایللې ده. دا وايي چې تر یوه نیم کاله ډېره موده په کور پرته وه او له یوازېتوب او خپګانه کړېده.

ګل بېګم زیاتوي، "څوک به چې راسره غږېدل، داسې ګومان به مې کاوه چې وهي مې".

ثریا خپل چپ لاس پرمخ ایښی او ځوړند سر په فکر کې ناسته ده. تر شا یې د فیزیوتراپۍ ځينې وسایل برېښي چې یو هم پکې د لوی توپ په بڼه دی.
د عکس تشریح، ثریا د فیزیوتراپۍ له برکته اوس خپل لاسونه خوځولی شي او وايي چې اوس په خپلو لاسونو خپله ډوډۍ خوړلی شي.

د ثریا او ګل بېګم کیسه د ګڼو افغانانو د ژوند کېسه ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغه هېواد کې شاوخوا یو عشاریه پنځه میلیونه کسان له سختو معلولیتونو سره ژوند کوي او تر ۴۰ سلنه د ډېرو کورنیو لږترلږه یو غړی معلول دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې ویاند نجیب الله امین وردګ بي‌بي‌سي ته وویل چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۹۵۲ ړانده او کاڼه نارینه او نږدې ۷۹۸ ړندې او کڼې ښځې ورسره ثبت دي.

دی زیاتوي چې ښايي دا شمېر ډېر وي، ځکه چې په وینا یې، "ښايي ډېر [نور داسې] خلک هم وي چې زموږ د دفتر له شتونه او یا د تخنیکي او مسلکي زدکړو ادارې له خدمتونو خبر نه وي.

ښاغلي وردګ همداراز د معلولیت لرونکو ښځو د یاد شمېر په اړه هم ټينګار وکړ چې ښايي کره نه وي ځکه چې دی وايي، داسې ډېرې مېرمنې شاید وي چې د کلتوري ستونزو او سيمه‌ييزو محدودیتونو له امله یې د دوی له ادارې سره د ځان ثبتولو ته زړه نه وي ښه کړی.

خو له دومره لوی شمېر سره سره بیا هم درملنې او یا هم د مصنوعي غړو ترلاسه کولو خدمتونو ته د دوی لاس‌رسی ډېر محدود او یا بیخي په نشت حساب دی.

د همدې تشې په منځ کې په غزني کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې یو مرکز چې له معلولانو سره په ځان بسیاینه کې مرسته کوي، د ثریا او ګل بېګم په څېر معلولو کسانو ته د یوه "نوي پیل" په معنا دی.

ګل بېګم په تصادفي ډول له دغه مرکز سره اشنا شوه او وروسته همدلته ورته مصنوعي پښه جوړه کړای شوه. تر څو میاشتېنۍ درملنې او فزیوتراپۍ وروسته اوس هغې بېرته قدم وهل زده کړي دي.

دې ګل بېګم ته نوې هیلې ور بښلې دي او وايي، "غواړم خياطي جوړه کړم او له نورو ښځو سره په ګډه کار وکړم".

له احتیاجه خلاصون

ګل بېګم د مرکز له یوې کارکوونکې سره په ګلداره کالیو کې ناسته ده، شین پتلون یې اغوستی او چپه پښه یې مصنوعي او لوڅه ده. تر څنګ یې د مرکز کارکوونکې زرغون رنګه ټېکری پر سر د ډاکټرانو په سپينه چپنه کې ناسته ده او تور مرۍ دار کالي یې برېښي.
د عکس تشریح، ګل بېګم د مصنوعي پښې په مرسته اوس بېرته قدم وهل زده کړي دي.

دا ډول مرکزونه یوازې تر بدني درملنې محدود نه دي بلکې په وړو خو مسلکي کارخونو کې یې مصنوعي غړي هم په ډېر دقت سره جوړېږي. د معلولانو داسې ټایرلرونکې څوکۍ یا وېلچیرونه جوړوي چې د افغانستان پر کنډوکپر لارو ګودرو هم وچلېدلی شي. بله خبره دا چې دا د وارداتي وېلچیرونو پرتله په افغانستان کې دننه په اسانۍ سره د ترمیمېدو وړ هم دي.

د دې یو بل مهم اړخ دا هم دی چې دا خدمتونه ډېر کله "د معلولو کسانو لخوا نور معلولانو ته" وړاندې کېږي. دا کار که یو خوا د معلولانو په منځ کې د مهارتونو د زدکړې حس او پر ځان باور پياوړی کوي نو بلخوا له خپلو هم‌رنګه کسانو سره د دوی تړاو هم ژوروي.

دا ډول مرکزونه د مجیب الرحمان غوندې ماشومانو ته چې مورزادي د ورانه په بند کې شل دی، فرصت برابروي چې د روغو ماشومانو غوندې لوبې او حرکت وکړای شي او د ثریا په څېر ښځو ته د ځان بسیاینې لامل ګرځېدلي دي. ځکه خو هغه اوس د بل لاس ته احتیاجه نه ده او وايي چې "اوس پخپله خپله ډوډۍ خورم."

 د مصنوعي پښو ګڼ ډولونه د یوه بل ترڅنګ اېښودل شوي چې دېوال ته ولاړ دي.
د عکس تشریح، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د معلولیت لرونکو وګړو شمېر پکې لوړ دی.

داسې چوپتیا چې پر مهارت بدله شوه

له غزني لرې په کابل کې بیا پر ځان د ښځو د بسیاینې او د مهارتونو د زدکړې یو بل مرکز په بله بڼه کار کوي. دلته کڼې ښځې له ټولنیز او اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کېږي.

د خياطۍ په یوه ساده ټولګي کې د جامو ګنډلو ماشینونو غږ دی خو ورته د ناستو ښځو ترمنځ یوه چوپتیا خوره ده ځکه چې دوی په اشارو خبرې سره کوي.

دلته هغه نجونې له یوې بلې سره خواله کوي، خاندي او زدکړه کوي چې ډېر کله په خپل کور کې هم څوک ډېرې کیسې نه ورسره کوي.

یوه زدکوونکې وايي، "په کور کې هېڅوک هم خبرې نه راسره کوي خو دلته مې ذهن بیخي خلاص شي".

دې نجونو ته د خیاطۍ زدکړه یوازې یو مسلک نه دی بلکې د لیدو کتو، د ناستې پاستې او له هغې انزوا د وتلو یوه لار هم ده چې دوی له کلونو راهیسې ژوند پکې کوي.

د دغه ټولګي یوه ښوونکې وايي چې په افغانستان کې ډېرې کڼې نجونې ان لومړنیو زد‌کړو ته هم لاسرسی نه لري. د مسلکي ښوونکو کمښت او په افغانستان کې د اشارې ژبې ډېره لږه یا محدوده کارونه د هغوی د زدکړې پر وړاندې ستر خنډونه دي.

دې وضعیت له شپږم ټولګي پورته له زدکړو منع کېدو راهیسې د نجونو کړاو او ستونزې لا پسې ډېرې کړې دي.

لیدا نومې نجلۍ پيکه بانجاني رنګه ټېکری پر سر، ماسک پر مخ او تور کالي یې اغوستي او د هغه مېز شا ته ناسته برېښي چې د جامو ګنډلو ماشين او ځونډي ښکاري. شا ته یې ډول ډول د ښځو کالي په دېوال کې راځوړند دي.
د عکس تشریح، لیدا د اشارې په ژبه وايي چې په دغه مرکز کې یې خیاطي زده کړې او اوس له ټولنیزې انزوا راوتلې ده.

د محرومیتونو په څلورلاره کې ولاړې ښځې

افغانستان د نړۍ داسې یو هېواد دی چې د معلولیت لرونکو کسانو کچه پکې لوړه ده. خو د دې ترمنځ په ځانګړي ډول د معلولو ښځو وضعیت ته ډېر کم پام کېږي؛ هغه ډله انسانان چې له څو ډوله محرومیتونو سره مخامخ دي.

دا ښځې که یو خوا د خپل جنسیت یا ښځينه‌توب له امله له ګڼو بندیزونو او محدودیتونو کړېږي نو بلخوا یې معلولیت هم د دې لامل کېږي چې توپيري چلند ورسره وشي، له ټولنې څنډې ته شي او ان په خپل کور کې هم پټې وساتل شي. د کڼو نجونو لپاره دا ډول انزوا کله‌نا‌کله له بهرنۍ نړۍ سره د دوی اړیکه بیخي پرې کړي. د دغه حالت ناوړه پایله بیا یوازې ښونيزه یا اقتصادي نه وي بلکې پر دوی ژور رواني اغېز هم پرېباسي. دوی په ټولنه کې له پامه د غورځېدلي انسان احساس پيدا کوي او له رواني اختلالونو سره مخ کېږي.

د خیاطۍ یوه استاده ولاړه ده او مېز ته څېرمه یې شاګرده د جامو ګنډلو ماشین ته ناسته ده او د ماشین په ستنه کې تار اچوي. پر دېوال د ښځو کالي راځوړند دي او یو عکس هم لګېدلی چې یوې ښځې پکې نوزېږدې ماشومه په لاسونو کې نیولې ده.
د عکس تشریح، دا مرکزونه د معلولو ښځو ټولې ستونزې نه شي حلولی خو زرګونه ښځو ته یې هیلې وربښلې دي؛ داسې هیلې چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو له کمېدو سره پرې هره ورځ کړۍ تنګېږي.

هغه کړکۍ چې باید پورې نه شي

له دغو ټولو ننګونو سره سره هره ورځ ګڼې ښځې دغو مرکزونو ته ورځي، زدکړه او د خپلو کارونو تمرین پکې کوي او هڅه کوي چې په دې توګه خپل ژوند بېرته ورغوي.

په غزني کې د خپلې مصنوعي پښې په برکت د ګل ‌بېګم لړزېدونکي قدمونه ژوند ته د هغې د بېرته ورستنېدو ښکارندويي کوي. په کابل کې بیا د کڼو نجونو له لوري د رختونو ګنډل د دوی د داسې راتلونکي کیسه بیانوي چې د ټولو محدودیتونو په منځ کې یې بیا هم جوړول او رغورل ممکن دي.

دا مرکزونه د دوی ټولې ستونزې نه شي حلولی خو زرګونه ښځو ته یې هیلې وربښلې دي. داسې هیلې چې پر افغانستان د نړیوالو مرستو له کمېدو سره پرې هره ورځ کړۍ تنګېږي.

په داسې یوه هېواد کې چې ډېر کله د چا غږ پکې نه اورېدل کېږي، د دغو معلولو ښځو کیسې خلکو ته دا ور په زړه کوي چې لا هم په دې ټولنه کې داسې کسان شته چې په چوپه چوپتیا کې د خپل پایښت یا بقا او د انساني کرامت لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي.