BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
"افغانستان د ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د له لاسه ورکولو له خطر سره مخ دی"
د افغانستان لپاره د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف) وايي، دا هېواد به تر راتلونکو درې نیمو کلونو پورې د زرګونه ښوونکو او روغتیايي کارمنانو د سخت کمښت له خطر سره مخامخ شي. دغه ادارې په یوه تازه راپور کې چې د یوې څېړنې پر بنسټ چمتو شوی، ویلي، که د نجونو پر زدکړو او د ښځو پر کار بندیزونه همداسې دوام وکړي، افغانستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې تر ۲۰ زره پورې ښځینه ښوونکې او ۵۴۰۰ روغتیايي کارکوونکې له لاسه ورکړي.
ژوندۍ پاڼه, ایران امریکا په نړیوالو اوبو کې پر "سمندري غلا" تورنه کړه
د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي چې ډونلډ ټرمپ د ایران د وړاندیز په اړه د ملي امنیت له کمېټې سره غونډه کړې ده. د راپورونو له مخې، د ایران وړاندیز دا دی چې د جګړې د دایمي پای تضمین په بدل کې به د هرمز تنګي پرانیزي او اټومي خبرې به راتلونکي ته وځنډول شي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د خپلو سیمهییزو سفرونو په دوام کې په سن پترزبورګ کې له ولادیمیر پوتین سره ولیدل. دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران دننه د نړیوال انټرنېټ پرې کېدل دوام لري او خلک د "نه جګړه او نه سوله" په وضعیت کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
ټرمپ او ملانيا په سپينه ماڼۍ کې د بریتانیا د پاچا او ملکې هرکلی وکړ
د بریتانيا پاچا چالرز درېيم او ملکه کمېلا د څلور ورځني رسمي سفر لپاره امریکا ته رسېدلي دي. د دوشنې په ورځ (۲۷ اپرېل) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمنې ملانيا ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د دوی هرکلی وکړ. د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې چې د بریتانيا پاچا د امریکا په کانګرېس کې وينا وکړي. له دې وړاندې یوازې د ده مور ملکې الېزابت دويمې د امریکا په کانګرېس کې وينا کړې وه.
کونړ کې د پاکستان بریدونه: 'لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او د ۳۰ محصلینو په ګډون ۹۷ نور ژوبل دي'
د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او نږدې سل نور ژوبل دي. د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د تېریو غندنې تر څنګ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې "د پاکستان نظامي حملې په جدیت وڅیړي، غندنه یې وکړي او ژر تر ژره یې مخه ونیسي."
د طالبانو حکومت سرچينې وايي سپین بولدک ته نږدې یې ۶ پاکستاني سرتېري وژلي
د افغانستان په سوېل کې د طالبانو حکومت سرچينې وايي د کندهار ولایت اړوند سپين بولدک ته څېرمه یې د پاکستان پر یوه پوسته له هغه وروسته غچ اخيستونکی برید وکړ چې د دوی په وینا د پاکستان پوځ له خوا افغان لوری ته يو ماشوم په ډزو ووژل شو. امنيتي سرچينې وايي، برید تېره شپه شاوخوا لس بجې پیل او نيم ساعت یې دوام وکړ. دوی ادعا کوي چې په ځوابي برید کې یې پاکستاني لوري ته ځاني زيان اړولې یو شمېر سپکې وسلې یې هم ترې نيولې دي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د امریکا اوایران خبرو کې د ځنډ له امله د تېلو بیې لوړې شوې
له هغې وروسته چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو وځنډېد، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي. د برنټ اومه تېلو بېه له دوه سلنه زیاتوالي سره یو بیرل ۱۰۹ اعشاریه ۳۳ ډالرو ته لوړه شوې. په نړیواله کچه د تېلو نرخونه د برنټ پر بنسټ ټاکل کېږي. د اوونۍ په پیل کې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې دویم پړاو خبرو لپاره یې پاکستان ته د امریکايي پلاوي استول ځنډولي دي.
د واشنګټن مشکوک بریدګر محکمې ته وړاندې کېږي، د هغه په اړه څومره پوهېږو؟
د بي بي سي حقیقت موندنې څانګې موندلې چې الېن د کوم ګوند غړیتوب نه درلود او همداراز بي بي سي ته داسې یو سند هم ورسیدلی چې ښکاره کوي دغه کس په ۲۰۲۴م کال ولسمشریزو ټاکنو کې د کمالا هرېس په ګټه د کمپاین لپاره ۲۵ ډالره شاوخوا (۱۶ سوه افغانۍ) مرسته کړې وه. د کارموندنې په یوه ټولنیزه پاڼه لېنکډېن کول توماس الېن خپل ځان میخانیکي انجینیر، د ګېمونو تنظیمونکی او ښوونکی معرفي کړی دی. د معلوماتو له مخې نوموړي د کلیفورنیا د ټکنالوجۍ پوهنتون کې میخانیکي انجینیري لوستي چې یو له معتبرو پوهنتونونو بلل کېږي.
ایا ناټو به له امریکا پرته یو باوري ځواک وي؟
د امریکا او اروپا تر منځ اړیکې يو ځل بيا وروسته له هغه تر فشار لاندې راغلې چې اروپايي هېوادونو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې له فعال ګډونه انکار وکړ. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمب په پرلپسې ډول مرکو او د ټولنيزو شبکو له لارې له اروپايي متحدانو خپله ناخوښي څرګنده کړې او ان ګواښ یې کړی چې له اوږدمهاله پوځي تړون (ناټو) به ووځي.
د کشمیر هغه ښارګوټی چې له مرګوني برید وروسته هڅه کوي سیلانیان بیا پرې ورمات شي
د تل په څېر هر ماښام خلک د نزاکت علي ټلېفون ته زنګونه وهي او دغه ۳۰ کلن د سیلانیانو لارښود چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې کار کوي، هر ځل یې په سړه سینه ځوابوي او وايي، هو خوندي دی، هو زه به هلته یم، هو تاسو باید راشئ. دا زنګونه هغه کسان وهي چې ښکلې همالیایۍ سیمې ته د سفر پلانونه جوړوي. هغه ځای چې په غرونو او شنېلي شهرت لري. اوس د پهلګام له پېښې یو کال وروسته لا هم د سیمې د ګرځندویۍ اقتصاد نه دی رغېدلی.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۸ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۷ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































