د امریکا اوایران خبرو کې د ځنډ له امله د تېلو بیې لوړې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
له هغې وروسته چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دویم پړاو وځنډېد، په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې دي.
د برنټ اومه تېلو بېه له دوه سلنه زیاتوالي سره یو بیرل ۱۰۹ اعشاریه ۳۳ ډالرو ته لوړه شوې.
په نړیواله کچه د تېلو نرخونه د برنټ پر بنسټ ټاکل کېږي.
د اوونۍ په پیل کې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې دویم پړاو خبرو لپاره یې پاکستان ته د امریکايي پلاوي استول ځنډولي دي.
د ایران د جګړې او په نسبي ډول د هرمز تنګي تړل کېدو له امله په نړیواله کچه د انرژۍ د اړتیاوې پوره کول له لوی فشار سره مخامخ دي.
د ایران بهرنېو چارو وزیر عباس عراقچي په عمان کې له خبرو وروسته ویلي، "عمان سره دوه اړخیزه او سیمهییز پرمختیاو په اړه مهمې خبرې روانې دي."
عمان په هرمز تنګي کې ایران ته مخامخ پروت دی.
ښاغلي عراقچي پر ټولنیزو شبکو یوه خپاره کړي پیغام کې لیکلي "زمونږ پام په دې هم راغونډ دی چې خوندي ټرانزیټ باوري شي، داسې ټرانزیټ چې ګاونډیانو او ټولې نړۍ ته یې ګټه ورسېږي، خو مونږ ګاونډیانو ته لومړیتوب ورکوو."
د ایران بهرنیو چارو وزیر له عمان وروسته اوس روسیې ته تللی. ایرانۍ رسنۍ وايي، هغه به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري.
هغه سنپیترزبورګ ته له رسېدو سره سم وویل دوی تل له روسیې سره نږدې او دوامداره دوه اړخیزې سلا مشورې لرلې دي.

د عکس سرچینه، TasnimNews
نوموړي زیاته کړه د جګړې له امله په لیدنو کې یو څه ځنډ راغی خو اوس "دا فرصت برابر شو چې له خپلو روسي ملګرو سره په دې موده کې د جګړې اړوند بدلونونو او اوسني وضعیت په اړه مشورې وکړو او وروستی حالت وڅېړو. طبیعي ده چې لازمې همغږۍ هم باید ترسره شي."
د ایران بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د خپل سفر په اړه وویل دغه هېواد په دې وروستیو کې "د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو منځګړیتوب کې مهم رول لوبوي او اړینه وه چې د وروستیو پرمختګونو په اړه ورسره خبرې وکړو."
نوموړي زیاته کړه " په پاکستان کې مو له خپلو ملګرو سره ښې مشورې وکړې؛ الحمدلله سفر ډېر بریالی و. تېرو پېښو ته مو کتنه وکړه او دا مو و څېړله چې مذاکرات پر کوم مسیر او شرایطو کې دوام موندی شي."
د هغه په وینا عمان ته هم سفر له دې کبله "اړین" و چې په ځانګړي ډول فارس خلیج کې له ګاونډیانو سره پراخې اړیکې رامنځته شي، چې وکړای شي "موجودې ستونزې مدیریت" کړي.
ښاغلي عراقچي زیاته کړې، "موږ او عمان د هرمز تنګي ساحلي هېوادونه یو او اړینه وه چې په دې اړه مشورې وکړو. د هرمز تنګي له لارې خوندي تګ راتګ یوه مهمه او نړیواله موضوع ده، او موږ او عمان د دوو داسې هېوادونو په توګه چې پر دغه تنګي برلاسه یو، باید په خپلو کې نږدې همغږي ولرو تر څو ګډې ګټې خوندي شي."
هغه زیاته کړه "په دې برخه کې چې هر ګام پورته کېږي، د ایران او عمان ګټې په کې په نېغ په نېغه ښکېلې دي."
د نړۍ شا او خوا پنځمه برخه اومه تېل او مایع غاز له هرمز تنګي تېریږي.
د بي این پي "پاري باس" نړیوال بانک د ستراتېژۍ مشره سوفي هوینه وایي" د هرمز تنګي بندېدل د ښځلو له پلاستیکي کڅوړو نیولو تر درملو د هرڅه شي پر بیه اغېز کوي".
نوموړې بي بي سي ته وویل " فکر کوم مونږ پر تولیداتو د اومه تېلو اغېزې کمې ګڼو."
هغې زیاته کړه که هرمز تنګی څو نورې اونۍ تړلی پاتې کېږي، نو بازارونو ته د توکو پر رسېدو به یې اغېزه ډېره وي.























