BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د علي خامنهاي د جنازې وروستي مراسم پيل شول او را روانه پنجشنبه پای ته رسېږي
له امریکا سره په جګړه کې د ایران د وژل شوي مخکېني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د جنازې وروستي مراسم په تهران کې پیل شوي دي. زرګونه خلک ګډون پکې کوي او ګڼ هغه موټر د ویرجنو خلکو ترمنځ روان برېښي چې مړي لېږدوي. ترمنځ یې یو ستر موټر هم شته چې د معلوماتو له مخې، د علي خامنهاي او د هغه د کورنۍ د ځينو غړو جنازې پکې ایښې دي. د ګاډي څلور واړه خواوې خلاصې دي او په بدرګه ورسره روان ویرجن یې تابوتونه کتلی شي.
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو
د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو. په کابل کې د بيبيسي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو. جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.
له هغه جاپاني سامورای سره مرکه چې د شوروي پر ضد جګړې لپاره افغانستان ته تللی و
زه په جاپانۍ ژبه نه پوهېږم، ان په دې هم نه یم خبر چې په جاپانۍ ژبه کې 'سلام' ته څه وايي، نو کله مې چې له کوشیرو تاناکا سره د مرکې پرېکړه وکړه، دا زما لپاره یوه لویه ننګونه وه. ښاغلی تاناکا هغه جاپانی دی چې شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې، له شوروي ځواکونو سره د جګړې لپاره، افغانستان ته تللی و. د مصنوعي ځیرکتیا د یوه پروګرام په مرسته مې د مرکې د بلنې متن جاپانۍ ژبې ته وژباړه، بیا مې دا ژباړه د مصنوعي ځیرکتیا په یوه بل کاریال وارزوله او ور و مې لېږله.
رواني روغتیا: که د یوازېتوب احساس کوو نو څه باید وکړو؟
که په ښوونځي، پوهنتون او یا په کورونو کې یئ نو خامخا کله وارې د یوازېتوب احساس درته پیدا کېږي یا کله وارې به مو د یوازېتوب حس کړی وي. ښایي ډېر وخت په ښوونځي، پوهنتون او یا کور کې یوې ملګرې یا ملګري ته اړتیا ولرئ. داسې هم کېږي چې د خپل کور پرېښودو ته اړ کېږئ او نوي ځای کې ژوند له سره پیلوئ او هلته هم شاید د یوازېتوب حس وکړئ او یا دا به درته ګرانه وي چې ژر ځانته دوستان پیدا کړئ.
د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ د مکسیکو په ماتولو سره منځلوبو ته لار وموده
انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ لوبدلو پړاو کې مکسیکو ته په خپل کور کې د دوو پر وړاندې په دریېو ګولونو ماته ورکړه او منځلوبو ته یې لار ومونده. د دوی ترمنځ دا په زړه پورې او له هیجان ډکه سیالي چې د خرابې هوا له کبله په ځنډ پیل شوه، (دوشنبه) سهار وختي په مکسیکو سیټې (ازېتیکا) لوبغالي کې کېده.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې
د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
استرالیا د هغو مرموزو فضايي توپونو په اړه پلټنه کوي چې په یوه سمندر غاړه کې یې موندل شوي
په استرالیا کې چارواکي د هغو مرموزو کروي شیانو د هویت او سرچینې مالومولو لپاره پلټنې کوي چې روانه اوونۍ ظاهرآ اوبو د کوینزلنډ ایالت په شمال کې سمندر غاړې ته را ایستلي دي. ګومان کېږي، دغه شپږ کلک کروي شیان به چې د ټاونسوېل ښار د شمال "فارېسټ بیچ" سمندرغاړه کې موندل شوي، فضايي خځلې یا د کومې فضايي بېړۍ، راکټ یا سپوږمکۍ پاتې شوني وي.
د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې افغانستان کې د ګاډو د پرزو پر کاروبار څومره اغېز کړی؟
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته، ځینې توکي د ایران بندر عباس له لارې افغانستان ته صادرېدل خو منځني ختیځ کې له جګړې سره دا چاره هم اغېزمنه شوه چې په وینا یې په افغانستان کې د موټرو د پرزو کاروبار هم اغېزمن کړ. د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې، د نړۍ له لرې پرتو سیمو د موټرو د پرزو د سوداګرۍ هغه کاروبار چې پخوا ډېر غوړېدلی و، اوس د ډیورنډ پر کرښه د شخړو له امله په بشپړه توګه درېدلی دی.
د امریکا جګړې د ایران سیاسي ځواک او رژیم څومره اغېزمن کړ؟
د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ تېره میاشت د فرانسې فېرسای ماڼۍ کې له ایران سره د اوربند هوکړه لاسلیک کړه. په تېر کې د ډېرو مهمو هوکړو لاسلیکېدو پرتله د فرانسې په دې تاریخي ماڼۍ کې د یادې هوکړې داسې لاسلیکېدل ډېرو ته بېله چاره ښکاره شوه. په فرانسه کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند د هوکړې د لاسلیکېدو کوربتوب پخپله د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون کوله. د ولسمشر مکرون پام دې ته و مخکې له دې چې ولسمشر ټرمپ خپله پرېکړه بدله کړي نو باید دا هوکړه لاسلیک شي.
الکترونیکي وسایل زموږ پر بدن څنګه اغېز کوي؟
الکترونیکي وسایل ستاسو پر بدن داسې اغېزې کوي چې ښايي تاسو یې احساس هم نه کړئ، خو بیا هم کولی شئ د دې اغېزو د کمولو لپاره ګامونه واخلئ. کله چې موږ د سکرینونو د کارونې د اغېزو په اړه اندېښمنېږو، معمولاً یوازې رواني اړخ ته پام کوو. خو تازه ما په خپله کوچنۍ ګوته کې یو کلک کوچنی راټوکېدلی شی ولید، په هغه ځای کې چې زه خپل موبایل پرې تکیه کوم؛ دې کار زه دې ته اړ کړم چې فکر وکړم: زما موبایل زما د بدن له نورو برخو سره څه کوي؟
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
















































