BBC News, پښتو - کور پاڼه

پاکستان

ایران وايي که جګړه بیا پیل شي دوی ورته چمتو دي؛ د خبرو اترو وضعیت لا هم روښانه نه دی

د ایران د پارلمان رئیس باقر قالیباف وايي، "ټرمپ غواړي د خبرو اترو مېز د تسلیمۍ پر میز بدل کړي او یا د اوربند او بندیز سرغړونې سره خپلې پارونې توجیه کړي." نوموړي زياته کړې، "موږ د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرې اترې نه منو او په تېرو دوو اونیو کې موږ د جګړې ډګر ته د نويو کارډونو راوړلو لپاره چمتووالی نیولی دی." ولسمشر ټرمپ وړاندې ګواښ کړی و چې که د اپرېل له ۲۲ نېټې مخکې که کومه هوکړه ونشي د دې "ډېره شونتيا نشته" چې اوربند دې وغځول شي.

مهم خبرونه

لنډې ویډیوګانې

  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ
  • Archimedes

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • استاد مهوش

    د استاد فریده مهوش د هنري اثارو ډیجیټلي کېدل: "اندېښمنه وم چې کډوالۍ کې به رانه ورک شي"

    د افغانستان د موسیقۍ یوازینۍ (استادې) فریده مهوش هنري آثار د امریکا په یوه معتبر پوهنتون (سټنفورډ) کې، په ډیجیټلي بڼه خوندي شول. ګلالۍ فریده چې وروسته بیا د فریده مهوش په نامه وپېژندل شوه، نړۍ کې د "افغانستان غږ" بلل کېږي او یوه له محبوبو او مشهورو ښځینه سندغاړو ده.

  • Iryna and Serhiy

    چرنوبل کې وروستی واده: "د ناوېتوب جامو کې لوڅې پښې تېښته"

    ۱۹ کلنې ښوونکې او د برېښنا فابریکې انجینیر ۲۵ کلن سیرګي لوپانوف د شوروي په پرېپیات ښار کې د خپل واده رنګینۍ او خپل راتونکي خوبونه جوړول خو نا خبره چې همدا مهال د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ناورین له دوی څخه یوازې څلور کیلومتره لېرې رامنځته شو.

  • اوبو کې پټېدل

    پولیسو څنګه تر پنځو ساعتونو په اوبو کې پټ غل ونیو؟

    پر غلا یو تورن چې تر پنځو ساعتونو د یوه جھیل په اوبو کې پټ و، اخر هم پولیسو ونیو. ده د نیلوفر ګل د تنې په وسیله ساه اخیستلو سره له پولیسو ځان تر اوبو لاندې پټ کړی و. پولیسو له ۴۰۰ د زیاتو غلاوو په تور د ده لټون کاوه. دغه تورن د اورګاډي په یو تمځای کې له یوې مېرمنې د لاسي بکس د تښتولو هڅه کوله چې پولیس پرې راغلل.

  • د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر

    د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر: 'د ټیټ ظرفیت له امله کلنۍ بودیجه نه مصرفیږي'

    د روغتیا ولایتي رئیسانو څلورورځنۍ غونډې ته یې وینا ک کې دروغتیا وزیر له هغوی وغوښتل چې مهال وېش سره سم د بودجې لګولو لپاره خپل تدارکاتي پلانونه پر وخت چمتو کړی. افغانستان کې په ځانګړې توګه دلرې پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لري او د نړیوالو مرستو کمېدو سره دا ستونزه لا پراخه شوې دي. چارواکي وايي د دې غونډې هدف ی " د همغږۍ او وړتیا لوړولو" دي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۲۱ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۱ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۱ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي