BBC News, پښتو - کور پاڼه

قضایه قوه

ژوندۍ پاڼه,
ایران یو بل تن هم د "مجاهدینو خلق سازمان کې د غړیتوب او اسرائيل ته د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

د ایران قضایه قوه وايي‌ چې د سلطان علي شېرزادي په نوم یو کس یې د "مجاهدینو خلق سازمان" کې د غړیتوب او د اسرائيلو "د جاسوسۍ ادارې سره د همکارۍ" په تور نن سهار اعدام شو. دا له پرون راهیسې د اعدام دویمه پېښه ده. بلخوا د سپينې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ ادعا کړې چې ګواکې د ایران په حکومت کې دننه "ډېر اختلافات شته" او ویلي یې دي چې کومه ژبه چې ایران په مذاکراتو کې کاروي، له هغې سره ډېر توپير لري چې په رسنیو کې یې وايي.

مهم خبرونه

  •  ظاهر

    کینیا کې عالي محکمې امریکا ته د ظاهر قدیر د سپارلو پرېکړه تائيد کړه

    له کینیا رپوټونه وايي، چې د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي ظاهر قدیر په اړه د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې هغه پرېکړه تائید کړ چې نوموړی دې امریکا ته وسپارل شي.‌ پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي‌ بللي دي.‌

  • پاکستان

    د امریکا او ایران تر منځ په ټپه ولاړ حالت او پر مذاکراتو د پاکستان ټینګار

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې شپې د پیغام له مخې د ایران امریکا او اسرائیلو ترمنځ اوربند، چې ټاکل شوې وه د چهارشنبې پر ورځ پای ته ورسېږي، لږ تر لږه دوام لري. د تودې جګړې پر ځای موږ د هرمز تنګي په اوږدو کې د "بندیزونو شخړه" وینو، چې دواړې خواوې د سوداګریزو بېړیو د مخنیوي او نیولو لپاره له زوره کار اخلي. په ورته مهال اسلام اباد لاهم د سولې خبرو لپاره د ایران او امریکا استازو ته هلته د رسېدو لړ کې انتظار کوي.

  • قطر کې یو شمېر افغانان

    قطر کې ایسارو افغانانو ته د امریکا وړاندیز: "کانګو ته لاړ شئ یا بېرته افغانستان ته"

    هغه بنسټ چې له افغانستانه د یو شمېر وتلو هغو افغانانو ملاتړ کوي چې له امریکايي پوځيانو سره یې همکاري او کار کړی، د شنبې پر ورځ (د اپرېل ۲۱مه) اعلان وکړ چې داسې معلومات یې ترلاسه کړي چې امریکا غواړي افغان کډوال له قطره د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.

  • پولیس

    د بشري حقونو د څار سازمان: پاکستان دې د افغانانو جبري ستنول ودروي

    د بشري حقونو د څار سازمان د پاکستان حکومت پردې تورن کړی دی چې "د افغان کډوالو پر ضد يې ځورونکې چاپې، خپل‌سري نیونې او جبري ستنول په چټکۍ سره زیات کړي دي."

  • یو شمېر نجونې د ځمکې ورځې لوحه لېږدوي

    د ځمکې ورځ کې څه دي چې نړۍ کې د اپرېل پر ۲۲مه لمانځل کېږي؟

    نړۍ کې خلک هر کال د اپرېل پر ۲۲مه د ځمکې ورځ لمانځي. دا یو داسې مناسبت دی چې موخه یې د یوه روغ، خوندي او عادلانه چاپېریال او باثباته نړۍ لپاره غږ پورته کول دي.

لنډې ویډیوګانې

  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ
  • Archimedes

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غږیز کتاب, ۱۱:۰۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    خوشحال خان خټک د خپل شعر په نړۍ کې ـ د خوشحال خټک د شعرونو غږيز کتاب پر بي بي سي راډیو د داود جنبش او زمزمې نيازۍ په غږ کې.

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي