BBC News, پښتو - کور پاڼه

اسلام اباد ته د عراقچي سفر

ژوندۍ پاڼه,
عباس عراقچي اسلام اباد ته ورسېد، کوشنر او وېټکاف هم د پاکستان پلازمېنې ته ځي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اسلام اباد ته ورسېد. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان پلازمینې ته په داسې حال کې ورسېد چې سپینې ماڼۍ ویلي، ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او د ولسمشر ټرمپ زوم جیراډ کوشنر به د شنبې پر ورځ له ایران سره د خبرو د نوي پړاو لپاره اسلام آباد ته سفر وکړي. ښاغلي عراقچي، چې ټاکل شوې له اسلام اباده به مسقط او مسکو ته سفر وکړي، د خبرو له یادولو پرته خپل سفر د "دوه اړخیزو مسئلو او د سیمه ییزو پرمختګونو په اړه د مشورو په لپاره د ملګرو سره نږدې همغږي" بللی.

مهم خبرونه

  • 
یوه نجلۍ چې خړ رنګه جمپر یې اغوستی دی، خپله کوچنۍ خور یې په غېږ کې نیولې ده چې اوبرنګه ګلداره درېشي یې پر تن ده. دواړه غټې نسواري سترګې او ګډوډ ویښتان لري. دوی د لبنان په بیروت کې د بې‌ځایه شوو کډوالو په یوه نارسمي پنډغالي کې د خیمې په دروازه کې ولاړې دي.

    جګړه کې د ایسارو ماشومانو کیسې: "پر خدای پاک ګران و ځکه یې بېرته واخیست"

    پر ایران د امریکا او د اسرائيل د برید لومړۍ ورځ وه.‌ میکائیل د خپل ښوونځي کالي واغوستل، بکسه یې په اوږه کړه او له کوره په وتو شو. خو ناڅاپه بېرته راغی او خپلې مور ته یې وویل چې یو داسې عکس ترې واخلي چې دی پکې له کوره د وتو په حال کې د خدای‌پامانۍ په ډول لاس ورته خوځوي. د میکائیل مور چې دا کیسه د بي‌بي‌سي (مېډل ایسټ ډایریز) یا (د منځني ختیځ خاطرې) خپرونې ته کوي وايي، "میکائيل چې بېرته راغی نو د داسې یوه یادګاري عکس اخیستلو غوښتنې یې حیرانه کړم".

  • پتاقی

    افغانستان کې پر پټاقۍ او لوبیزو چاودېدونکو توکو بندیز ولګېد

    د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې د )پټاقیو( واردول، تولید او پلور په بشپړ ډول منع شوي دي.

  • یوه عمر خوړلې مېرمن لیدل کېږي چې د نوملیکنې ماموریت مخې ته ولاړه ده.

    ملګري ملتونه: د راستنېدونکو بهیر د افغانستان د وګړو شمېر لس سلنه لوړ کړی

    ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته له کډوالۍ د ستنېدونکو افغانانو بهیر د هېواد د وګړو شمېر تر لس سلنې لوړ کړی، په داسې هېواد کې چې لا له مخکې محدودې سرچینې او کمزوري چوپړونه یې د لا پراخې بې وزلۍ او بشري ناورین لامل شوې دي.

  • ثریا خپل لاسونه د فیزیوتراپۍ لپاره روغتیاپالې ته وړاندې کړي دي. ثریا تور ماسک پرمخ، ګلابي رنګه ټېکرۍ یې تر ځان چاپېر او ځېګري رنګه کالي اغوستي دي. فیزیوتراپېسته بیا د ډاکټرې په چپنه کې خړبخون ټېکری پر سر د ثریا مخ ته ولاړه ده او د هغې یو لاس یې په لاس کې نیولی دی. په کوټه کې دوه چپرکټ او بخارۍ هم ښکاري او په دېوال کې کالي راځوړند دي.

    له معلولیته تر ځان بسیاینې؛ د معلولو افغان ښځو ژوند ځينو مرستندویه بنسټونو څنګه بدل کړی؟

    افغانستان چې لسیزو جګړو، بې‌وزلۍ او بې‌ثباتۍ یې ټولنیز او خدماتي بنسټونه زیانمن کړي دي، معلولې ښځې پکې له ټولنې بېخي څنډې ته شوی ژوند لري. دوی د ټولنې هغه برخه ده چې که یو خوا د خپل ښځينه‌توب له کبله له توپيري چلند سره مخ دي نو بلخوا له ټولنیزو محدودیتونو او معلولیتونو هم ځورېږي. اوس چې افغانستان ته نړیواله پام‌لرنه او پرې د مرستندویه بنسټونو مالي سرچینې کمې شوې دي، د دغو ښځو ژوند تر بل هر وخت ډېر د هېرېدو له ګواښ سره لاس او ګرېوان دی.

  • ماریا د خپل ماشوم ژوندي پاتې کېدو له کبله خوښه وه، خو وروسته ورته معلومه شوه، چې په ښوونځي کې له ستونزو سره مخامخ دی.

    ساینسپوهانو د ماشومانو په دماغ کې اوږدمهاله زیان موندلی، ایا ملاریا یې لامل ده؟

    جوزف ناتېمبو هغه مهال لا کوچنی ماشوم و چې له ملاریا ناروغۍ ژوندي پاتې شو. هغه وخت یې مور ماریا، چې ۵۴ کلنه ده، ډېره خوشحاله وه او باور یې درلود چې تر ټولو بده مرحله تېره شوې ده.

لنډې ویډیوګانې

  • Mexico
  • بادغیس
  • USA Central Commad
  • ایران
  • مېږیان
  • کونړ
  • لبنان
  • لبنان
  • فلم
  • کونړ کې یو زیانمن شوی ښوونځی
  • ټرمپ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۱۰
      د محرميت تگلاره