BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • امریکايي بم

    پاکستان پر کونړ بریدونو کې کوم ډول امریکايي بم کارولی؟

    وروسته له هغه چې پاکستاني الوتکو پر کونړ ولایت هوايي برید برید وکړ، د طالبانو په حکومت پورې تړلو رسنیو او د دغه حکومت اړونده کسانو په خواله رسنیو کې په چټکۍ د کارول شوي بم پاتې شوې ټوټې خپرې کړې.

  • Peshawr

    د پېښور عالي محکمې د افغان محصلینو د ایستلو بهیر وځنډاوه

    د خیبر پښتونخوا د پېښور عالي محکمې یا 'پي‌اېچ‌سي' اړوندو ادارو ته خبرتیاوې خپرې کړې او لارښوونه یې کړې چې په ۱۴ ورځو کې خپل لیکلي ځوابونه وړاندې کړي او د افغان محصلانو د ایستلو بهیر دې وځنډوي. د محکمې دوو قاضیانو قاضي وقار احمد او قاضي فرح جمشېد د محکمې د قضیې اورېدنه د اکتوبر تر ۱۲ پورې وځنډوله.

  • افغانستان

    د طالبانو حکومت وايي پر کونړ او پکتیکا د پاکستان بریدونه به 'بې‌ځوابه پاتې نه شي'

    د طالبانو حکومت یو ځل بیا پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا بریدونه به 'بې‌ځوابه پاتې نه شي'. په ورته وخت کې د بشري حقونو نړیوال بنسټ هم د پاکستان تازه بریدونه غندلي او د خپلواکې او شفافې څېړنې غوښتنه یې کړې ده. په دې بریدونو کې درې افغانان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي ویلي چې "پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا پر افغانانو بریدونو وکړل د دوی دا بریدونه به بې ځوابه پاتې نشي او په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړل شي."

  • شابة تعاني من حب الشباب تلمس وجهها. ترتدي قميصاً أبيض وتضع منشفة بيضاء على رأسها

    تنکۍ ځوانۍ کې څنګه خپل پوستکی روغ وساتو؟

    خواله رسنیو کې یو شمېر خلک تنکي ځوانان د "روغ پوستکي" د لټون او د "روڼ پوستکي" درلودو لپاره پېچلو لارو کارولو ته هڅوي.

  • له کېڼې خوا ښي لوري ته: فریبا هاشمي، افغانه بایسکل‌چلوونکې؛ لي ګوو، چینايي بایسکل‌چلوونکې؛ او وینګ يي لیونګ، د هانګ‌کانګ بایسکل‌چلوونکې.

    اسیايي لوبو کې افغانې بایسکل چلونکې د سپینو زرو مډال وګاټه

    افغان بایسکل‌چلوونکې فریبا هاشمي چې له افغانستانه بهر یې د جاپان په ناګویا کې د اسیايي لوبو په سیالیو کې ګډون کړی، وتوانېده چې د دویم مقام په خپلولو د ښځو د سړک بایسکل‌چلولو په برخه کې د افغانستان لپاره د سپینو زرو مډال وګټي.

  • عليمه خان د عمران خان خور له رسنيو سره خبرې کوي.

    د پاکستان تحريک انصاف ګوند وايي د عمران خان خويندې نيول شوې دي

    د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي ای) ادعا کړې چې د پنجاب پوليسو د ګوند د بنسټګر عمران خان خور علیمې خان له نيولو وروسته د هغې د نورو خویندو پر کورونو هم چاپې وهلې او د هغوی ځینې خپلوان یې نيولي دي.

  • د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ په نیویارک کې د چین له مرستیال لومړی وزیر هې لیفېنګ سره له لیدنې وروسته

    د امریکا او چین چارواکو د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب پر پلان خبرې کړې

    د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وايي امریکا او چین د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د ګډ خبرداري د یوه داسې میکانیزم د جوړولو پر طرحې خبرې کړې، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د مصنوعي ځیرکتیا له اړخه د دوی ملي امنیت ته د پېښېدونکو ګواښونو په اړه یو بل ته خبرداری او مالومات ور کوي. هغه دا څرګندونې په نیویارک کې د چین له مرستیال لومړی وزیر هې لیفېنګ سره له لیدنې وروسته رسنیو سره په خبرو کې کړې دي.

  • ایران کې لګېدلی بنر

    سپاه پاسداران: که پر ایران برید وشي په داسې 'نویو وسلو' به ځواب ورکړو چې نړۍ به حیرانه کړي

    د ایران د سپاه پاسداران ویاند حسین محبي خبرداری ورکړی چې که امریکا پر ایران نوی برید وکړي، ایران به "نوې وسلې" وکاروي او د "جګړې جغرافیه به بدله کړي". نوموړي د نورو جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، چې که امریکا برید وکړي، دوی به په داسې نویو وسلو ځواب ورکړي چې نړۍ به "حیرانه" کړي.

  • ترامپ

    ټرمپ: د مصنوعي ځیرکتیا ځواک جوړوم

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "مصنوعي ځیرکتیا پوځ " جوړولو خبر ورکړی دی. ښاغلي ټرمپ په ټولنیزه شبکه "ټروت سوشل " کې مصنوعي ځیرکتیا "صنعتي انقلاب " بللی او اغېز یې د انټرنېټ د عامېدو له دورې سره پرتله کړی دی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ټرمپ به د ایران له ولسمشر سره وګوري؟
  • پر سکرین خبریال ښکاري چې کېمرې ته ګوري
  • ایران
  • کونړ کې برید
  • کونړ کې برید
  • هرات
  • kabul
  • دیویا
  • کوهاټ
  • boy

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي