اسرائیلو د پنځه کلنې هند رجب پر موټر ډزې او د هغې وژل منلي، په اړه یې جنايي څېړنې کوي

هند رجب

د عکس سرچینه، Family/Reuters

    • Author, یولانډ نِل او لوسي ویلیمسن
    • دنده, د منځني ختیځ خبریالانې
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

د اسرائیلو پوځ د لومړي ځل لپاره پر هغه موټر ډزې منلې دي چې پنځه کلنه فلسطینۍ نجلۍ هند رجب پکې سپره وه. نوموړې په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې له خپلو شپږو خپلوانو سره ووژل شوه.

هند رجب د برید له پیل وروسته لومړی ژوندۍ پاتې شوې وه او د مرستې غوښتنې لپاره یې ټیلیفوني اړیکه ونیوله. دغه اړیکه څو ساعته روانه وه.

وروسته د هغې د ژغورلو لپاره یو امبولانس ورولېږل شو؛ دا اقدام د اسرائیلي پوځ په همغږۍ ترسره شوی و، خو پر امبولانس هم ډزې وشوې او دوه روغتیايي کارکوونکي پکې ووژل شول. څو ورځې وروسته د هند مړی له هغو نورو کسانو سره یوځای وموندل شو چې وژل شوي وو.

د اسرائیلو دفاعي ځواکونو په یوه اعلامیه کې وویل چې د هند، د هغې د کورنۍ او د روغتیايي کارکوونکو د وژنې او همداراز د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې د ۱۵ فلسطینیانو ــ چې روغتیايي کارکوونکي او د ملګرو ملتونو یو کارکوونکی هم پکې وو ــ د وژنې په اړه به جنایي څېړنه پیل کړي.

دواړو پېښو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه او غندنې راپارولې دي.

د هند رجب د وژنې په اړه د اسرائیلو دفاعي ځواکونو وویل: "د فلسطیني سرې میاشتې د امبولانس د تګ راتګ د همغږۍ په برخه کې د احتمالي نیمګړتیاوو له امله پرېکړه شوې چې د پوځي پولیسو د جنایي څېړنو څانګه د دې پېښې په اړه جنایي څېړنه پیل کړي."

د هند رجب نیا

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د هند رجب نیا د خپلې وژل شوې لمسۍ یو عکس موبایل کې رسنیو ته ښودلی دی.

سرچینې زیاته کړه چې د دوی د ارزونې موندنې "ښيي چې د اسرائیلو دفاعي سرتېرو پر یوه موټر ډزې کړې وې"؛ هغه موټر "د هغې خبرتیا خلاف روان و چې د سیمې اوسېدونکو ته د ځواکونو د ویاند په اعلامیه کې مخکې ورکړل شوې وه".

اسرائیلو په لومړیو کې ویلي وو چې د هند د وژنې پر مهال یې هېڅ سرتېری په سیمه کې نه و. خو دغه ادعا ډېر ژر تر پوښتنې لاندې راغله.

وروسته دفاعي ځواک وویل چې ځواکونو یې په غزه ښار کې، د تل‌الهوا په ګډون، په ځینو سیمو کې د "ترهګرو پر هدفونو عملیات" ترسره کړي وو؛ هماغه سیمه چې هند پکې موقعیت درلود.

د هند وژنې هغه مهال نړیواله غندنه راوپاروله چې د فلسطیني سرې میاشتې ټولنې له روغتیايي کارکوونکو سره د هغې د مرستې غوښتنې زړه‌بوږنوونکې ثبت شوې اړیکه په ټوله نړۍ کې خپره شوه.

Altitude

د عکس سرچینه، Altitude

د عکس تشریح، معتز ملحيس په هغه فلم کې مرکزي رول لوبوي چې د وژل شوې هند رجب کیسه یې د فلم محور جوړوي.

په هغه ورځ د هند نری او کمزوری غږ چې د ټیلیفون له بلې خوا اورېدل کېده، د سرې میاشتې د اړیکو له کارکوونکو سره د هغې له مړینې ډېر وروسته هم پاتې و. هغې ویل چې ټانکونه د موټر مخې ته دي او د دوی پر لور را روان دي.

د سرې میاشتې کارکوونکو هغې ته ویل: "د څوکۍ لاندې پټه شه. مه پرېږده چې څوک دې وویني."

د اړیکې کارکوونکې رانا فقیه ساعتونه له هند سره پر ټیلیفون پاتې شوه، په داسې حال کې چې د سرې میاشتې ډلې له اسرائیلي پوځ غوښتل چې سیمې ته امبولانس ته د ننوتلو اجازه ورکړي. فقیه وویل، ماشومې بیا بیا ترې غوښتنه کوله چې څوک ورشي او یې ژغوري.

رانا د ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې بي‌بي‌سي ته وویل: "په یوه وخت کې هغې راته وویل چې تیاره کېږي. هغه وېرېدلې وه. له ما یې وپوښتل چې زما کور څومره لرې دی. ما ځان بې سېکه او بې‌وسه احساساوه."

د اړیکې له پیل شاوخوا درې ساعته وروسته، امبولانس ته بالاخره سیمې ته د نژدې کېدو اجازه ورکړل شوه او د هند د ژغورلو لپاره ولېږل شو.

تیاره شوې وه چې د امبولانس کارکوونکو یوسف الزینو او احمد المدحون اړیکو کارکوونکو ته خبر ورکړ چې سیمې ته نږدې شوي او اسرائیلي ځواکونه یې د ننوتلو د اجازې لپاره دروي.

د ویډیو تشریح، د غزې فلم ته ۲۴ دقیقې ولاړ تشویق

"د اسرائیلو پر څېړنې باور نه شته"

دا وروستی ځل و چې د اړیکو کارکوونکو له هغوی یا له هند څه واورېدل. له هغه وروسته، د دواړو روغتیايي کارکوونکو او هغې ماشومې اړیکه د تل لپاره پرې شوه.

سرې میاشتې وروسته تایید کړه چې یوسف الزینو او احمد المدحون هغه مهال ووژل شول چې اسرائیلي ځواکونو پر امبولانس برید وکړ.

دې ادارې په یوه اعلامیه کې وویل: "اشغالګرو په قصدي ډول د سرې میاشتې پر ټیم برید وکړ، سره له دې چې مخکې همغږي شوې وه چې امبولانس ته به د هند د ژغورلو لپاره د پېښې ځای ته د تګ اجازه ورکول کېږي."

له هند رجب کیسه وروسته د The Voice of Hind Rajab په نوم پر یوه فلم بدله شوه چې د اوسکار لپاره هم نوماند شوی و.

ملګرو ملتونو د یوه څېړنیز کمېسیون په راپور کې د هند قضیه هم یاده کړې او اسرائیل یې په جنګي جرمونو تورن کړی؛ اسرائیل دا تور ردوي.

د اسرائیلي پوځ له اعلان وروسته، په بروکسل کې مېشتې د هند رجب بنسټ، چې په غزه کې د اسرائیلو د ادعا شویو سرغړونو د تعقیب لپاره کار کوي، وویل چې پر دې څېړنه "هېڅ باور نه لري".

دې بنسټ په یوه اعلامیه کې وویل: "که دا څېړنې ان وهم شي، باید د عدالت پر لور د یوه رښتیني ګام په توګه ونه ګڼل شي."

دوی زیاته کړه چې د اسرائیلو کورنۍ څېړنې "په بنسټیز ډول نیمګړې دي او د حساب‌ورکولو د باور وړ میکانیزمونه نه شي بلل کېدای".

د اسرائیلو دفاعي ځواک د چهارشنبې په ورځ په خپله اعلامیه کې وویل: "له زرو ورځو راهیسې دفاعي ځواکونه په ګڼو جبهاتو کې پراخې جګړه‌ییزې چارې مخته وړي او په یوه بې‌سارې پېچلې عملیاتي فضا کې بېلابېل پوځي ماموریتونه پر مخ وړي."

al Madhoun family

د عکس سرچینه، al Madhoun family

د عکس تشریح، احمد المدحون، چې د ډاون سنډروم لري، د ۲۰۲۵ کال له مې میاشتې راهیسې ورک دی.

د ۱۵ فلسطینیانو د وژنې څېړنه

غزه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د هند، د هغې د کورنۍ او د دوو روغتیايي کارکوونکو د وژنې تر څنګ، اسرائيلي دفاعي ځواک وویل چې د ۱۵ فلسطینیانو د وژنې په اړه به هم جنایي څېړنه وکړي. دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۳مه د غزې په جنوبي برخه کې د رفح د تل‌السلطان په سیمه کې رامنځته شوې وه، کله چې د اسرائیلو یوې قطعې پر امبولانسونو، یوه اوروژونکې موټر او د ملګرو ملتونو پر نښه شوي موټر ډزې وکړې.

د هغوی مړي یوه اونۍ وروسته د ویجاړو شویو موټرو ترڅنګ په نسبتا ‌ژورو قبرونو کې وموندل شول.

اسرائیلي پوځ په لومړیو کې ویلي وو چې سرتېرو یې پر "مشکوکو موټرو" ډزې کړې وې، ځکه هغوی په تیاره کې له خاموشو څراغونو او بې‌روښانه بیړنیو څراغونو سره روان وو.

خو وروسته یې دا روایت "ناسم" وباله. د وژل شوي روغتیايي کارکوونکي رفعت رضوان په موبایل کې موندل شوې ویډیو ښودله چې کاروان خپل بېړني څراغونه بل کړي وو.

اسرائیلي دفاعي ځواک د چهارشنبې په اعلامیه کې وویل: "د موندنو له ارزونې وروسته، دې پایلې ته په رسېدو چې په دې پېښه کې ترسره شوې ډزې د جنایي سرغړونې معقول شک رامنځته کوي، پرېکړه وشوه چې د پېښې په اړه جنایي څېړنه پیل شي."

د نورو پېښو په اړه د جنایي څېړنې نه کول

د ویډیو تشریح، ویډیو په غزه کې د هوايي برید له امله د ورلډ سنټرل کیچن موټرونه ویجاړ شوي ښيي

اسرائیلي دفاعي ځواک په دریو نورو پېښو کې، چې دوه کاله مخکې په دیرالبلح کې د World Central Kitchen د اوو کارکوونکو وژنه او د بې پولې ډاکټرانو د څلورو کارکوونکو وژنه هم پکې شامله ده، وویل چې د جنایي څېړنې لپاره یې کافي دلایل نه دي موندلي.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ د World Central Kitchen د مرستندویه کارکوونکې زومي فرانکوم د وژنې په تړاو د مسؤلینو د محاکمه کولو پر نه پرېکړه "سخته غوسه" څرګنده کړه. زومي فرانکوم د اسرائیلي پوځ په یوه برید کې وژل شوې وه.

وانګ وویل، دا پرېکړه "له هغې حساب‌ورکولو ډېره لرې ده چې موږ یې تمه لرو" او د اسرائیلو سفیر یې د وضاحت لپاره راوباله. هغې وویل، استرالیا به پر اسرائیلو فشار ته دوام ورکړي، چې "د زومي او د هغې د همکارانو لپاره عدالت" تأمین شي.

په دغه برید کې درې برتانوي اتباع، یو فلسطینی، یو پولنډی وګړی او یو دوه‌تابعیتی امریکايي ـ کاناډايي وګړی هم وژل شوي وو.

World Central Kitchen وویل چې دا پرېکړه "له بشپړ حقیقت سره په ټکر کې ده" او د پوځ څېړنه "بېلابېلې زمانې او پېښې سره ګډوي" او "د پوځ د ناقانونه کړنو پړه پر نورو اچوي".

دغه سازمان د خپلو اوو وژل شویو همکارانو په اړه د اسرائیلي پوځي څارنوال روایت په کلکه وغنده او د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د غزې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې په غزه کې تر ۷۳ زرو ډېر کسان وژل شوي دي، چې د تېر اکتوبر له اعلان شوې اوربند راهیسې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان هم پکې شامل دي. ملګري ملتونه دغه شمېرې د باور وړ بولي.

اسرائیلي پوځ هڅه کوي هغه تورونه رد کړي چې ګواکې جنګي جرمونه یې ترسره کړي او خپلو ځواکونو ته یې د مجازاتو معافیت ورکړی دی.

خو د اسرائیلو د بشري حقونو ډلې وايي، د اسرائیلي ځواکونو پر ضد جنایي څېړنې ډېر کم د محکومیت لامل کېږي.

زیف شټال، چې د اسرائیلي بشري حقونو د ډلې Yesh Din اجرائیوي مشر دی، بي‌بي‌سي ته وویل "د سرتېرو او قوماندانانو د جرمونو په اړه د ثبت شویو شکایتونو پرتله نژدې هېڅکله تورلګونې نه کېږي."

هغه زیاته کړه: "په هغو ډېرو نادرو پېښو کې چې سرتېري یا قوماندانان محکوم شي، هغوی ته په نامتناسب ډول سپکې سزاوې ورکول کېږي چې د جرمونو له شدت سره هېڅ تناسب نه لري."