BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي
د اسرائیلو پوځ (ای ډي اېف) پر ټېلېګرام یوه بیان کې ويلي چې د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. د بيان له مخې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي په دوی کې یو سخت ټپي دي او بل د منځنۍ کچې ټپونه لري. د اسرائیلو پوځ د دريو وژل شويو پوځيانو پېژندګلوي اعلان کړې خو د څلورم عسکر په اړه یې لا معلومات نه دي په ډاګه کړي.
مهم خبرونه
تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي پر ډیورنډ کرښه د تورخم لار چې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تړل شوې وه د سې شنبې پر ورځ د هغه کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې چې له کرښې پورې ایسار پاتې وو. په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال طالبانو ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډيکوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.
باړه کې د وسله والو لخوا د ښوونځي د نیولو هڅه
د پاکستان خیبر پښتونخوا کې امنیتي سرچينې ادعا کوي چې د خیبر ولسوالۍ (ضلع) باړې کې یې ۱۰ وسله وال وژلي دي . د راپورونو له مخې دا کسان هغه مهال ووژل شول چې د باړې اکاخېل سیمه کې امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو تحریک د بیرغ پورته کولو هڅه وکړه. په خپلواکه توګه د تلفاتو دا شمېر نه دی تایید شوی
کوټه کې د ګازو پر نل لیکې چاودنه، ګڼو سیمو ته د ګازو لېږد ځنډیدلی
پاکستان کې د ګازو د لېږد پر یوه مهم نل لیکه د کوټې اخترآباد سیمه کې چاودنه شوې چې له کبله یې د بلوچستان مرکز او ځینو ولسوالیو ته د ګازو لېږد بند شوی دی. دا د ګازو دا پایپ لاین ۱۸ انچه قطر لري، چې له ویجاړۍ وروسته یې په سیمه کې د اور لمبې او دود خپور شوی دی.
افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي
د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."
له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟
هغه جګړه چې یوه میاشت مخکې امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې پیل کړه او داسې ښکارېده چې د وړاندوینې وړ نه ده، اوس د وړاندوینې وړ شوې.
افغانستان کې سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
افغانستان کې د سیلابونو او بارونونو له د مړو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی او نږدې پنځوس نور ژوبل شوي دي. افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اوښتي او په ۲۵ ولایتونو کې له نوي کیلومټره ډېر سړک ویجاړ شوی او ځینو ولسوالیو ته لارې هم بندې شوي دي. بل پلو په ۲۴ ولایتونو کې د باران، تالندې او سختو بادونو اټکل شوی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پر مصنوعي ځيرکتیا جوړه هغه لنډه ویډيويي لړۍ چې لوبغاړي یې مېوې او ترکارۍ دي
پر ټېکټاک د لنډو ویډیو ګانو یوه نوې لړۍ پيل شوې چې لوبغاړی یېبارسلونا مېشتی ۲۴ کلن الو دی. دهو انسان نه بلکې الو یې کرکټر دی. ښايي تاسو به فکر کوئ چې کوم مستعار نوم دی خو دا په ریښتیا الو دی، د مېوې الو! دغه لړۍ چې د مېوې مینې ټاپو اې ای (مصنوعي ځيرکتیا) بڼه نومېږي له یوې میاشتې هم کمه موده مخکې پیل شوې او ښايي د لنډو ویډیوګانو لومړنۍ ډېره لاس په لاس شوې خپرونه وي چې په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړه شوې ده. دغه ډرامه د ای ټی وي (ITV) رسنۍ هغې نامتو لړۍ ته ورته ډیزاین شوې چې د مینې ټاپو نومېږي خو دلته بیا د انسانانو پر ځای مېوې کرکټرونه لوبوي.
محمد باقر قالیباف: هغه پوځي- سیاستوال چې ښايي له امریکا سره د سولې خبرو مشري وکړي
د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ورځ تر بلې مهم رول لوبوي او راپورونه وایي چې د روانې جګړې په ترڅ کې ور ته له امریکا سره د خبرو دنده سپارل شوې ده.
د وخت اندازه کولو تاریخ: څنګه ګړۍ پر ۶۰ دقیقو ووېشل شوه؟
پنځه زره کاله وړاندې له رازونو ډکې یوې پرېکړې دا غوراوی وکړ چې وخت څنګه معلوم او اندازه شي. د ۱۷۹۳ کال په اکټوبر کې د انقلاب په پایله کې د فرانسې رامنځته شوي نوي حکومت د وخت بدلولو یوه تجربه وکړه.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































