څنګه هېوادونه د تېلو له لوړو بیو سره مبارزه کوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC
د میانمار په ګوټ ګوټ کې موټرسایکلونه او موټر په سره ګرمۍ کې د سونتوکو د ترلاسه کولو لپاره په اوږدو لیکو کې په انتظار لیدل کېږي.
په داسې حال کې چې د دې ستونزې درې اوونۍ کېږي خلک د سونتوکو د کمښت او د تودوخې د لوړې کچې له کبله د انتظار پر مهال بېهوښه کېږي، او ان داسې راپورونه هم شته چې درې کسان په کې د سختې ګرمۍ له کبله مړه شوي هم دي.
دا ستونزه یوازې میانمار پورې محدوده نه ده، له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیل راهیسې چې نژدې یوه میاشت کېږي د نړۍ د تېلو د لېږد رالېږد لړۍ له ګډوډۍ سره مخ شوې ده. دې سره خلک اړ شوي چې د سونتوکو د ترلاسه کولو لپاره د تېلو پمپونو کې په اوږدو لیکو کې انتظار وباسي.
د نړۍ حکومتونو اوس ځینې بېلابېلې تګلارې پلي کوي چې له خلکو سره د تېلو د لوړ لګښت اغېزو کې مرسته وکړي. لکه دا چې د مالیو معافیت او د سونتوکو د مرستې د ټاکلو کچه او ځینې نور داسې تدابیرونه چې د تېلو لګښت ورسره کم شي.
ختیځه افریقا کې ژر خرابېدونکو صادراتو ته لومړیتوب ورکول کېږي
کالېب موزېس، بيبيسي
د د نېشن (The Nation) نومې ځایي ورځپاڼې له مخې، په کېنیا کې حکومت د سوداګرۍ د ګډوډۍ له امله ژر خرابېدونکو صادراتو ته لومړیتوب ورکوي. د کېنیا سرحدونو ادارې ځینې داسې عملیات برابر کړي چې له مخې یې تازه محصولات لکه ګلان، اوکاډو او سابه په چټک ډول تصفیه او ولېږدول شي.
په همدې وخت کې، د هېواد د ګلانو صنعت د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیان سره مخ دی. د کېنیا ګلانو شورا چې یوه خصوصي اداره ده او د کروندګرو او صادروونکو استازیتوب کوي، راپور ورکړی چې روان کړکېچ د درو اوونیو موده کې څه باندې ۴.۲ میلیون ډالره زیانونه اړولي دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په کېنیا کې د چای ځینې بزګران او صادرونکي وایي، د راتلونکي په اړه اندېښمن دي، ځکه د چای د تولید او لېږد لګښتونه په پرله پسې ډول په لوړېدو دي.
په ګاونډي هېواد ایتوپیا کې بیا لومړي وزیر ابي احمد د سونتوکو له وېشونکو، تېلو پمپونو او سونتوکو له کاروونکو غوښتي چې تېل سپما کړي او یوازې اړینو خدماتو ته لومړیتوب ورکړي.
نایجیریا کې د موټرو د سونتوکو بڼې بدلون
کرېس ایوکر، بيبيسي
په نایجیریا کې د ایران د جګړې له پیل راهیسې د تېلو بیې دوه برابره لوړې شوي دي.
که څه هم نایجیریا د تېلو لوی تولیدوونکی هېواد دی، خو دمګړۍ په کې د تېلو هېڅ حکومتي چاڼخونه نه ده فعاله.
دې حکومت کلونه کلونه د تصفیه شویو تېلو پر وارداتو تکیه کړې وه، تر دې چې تېر کال د ډنګوټ (Dangote) په نوم د یوه خصوصي شرکت یوه چاڼخونه په کې پرانیستل شوه. دغې چاڼخونې د تېلو پمپونو کې د پټرولو بیه یو څه راټیټه کړه، خو د امریکا او اسراییلو بریدونو بیا د بیو په لوړېدو کې ډېره مهمه ونډه درلوده.
د نایجیریا د ولسمشر بولا احمد ټینوبو حکومت پلان لري چې د ترانسپورت د لګښتونو کمولو لپاره د طبیعي راغونډ شوي ګاز یا سي اېن جي (CNG) چې له میتېن ترلاسه کېږي او هغو الو او برېښنايي موټرو خپرول ګړندي کړي چې په مرسته یې د تېلو لګښت کمېږي او موټرو کې د تېلو پر ځای طبیعي ګاز یا سي اېن جي کارول کېږي.
په دې پلان کې د طبیعي ګاز اړوندو زېربناو پراختیا هم شامله ده چې په کې د ګازو د ترلاسه کولو لوی او کوچني واحدونه، د طبیعي ګازو موټرې، او د سونتوکو د بڼې بدلون پروګرامونه هم شامل دي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د بولا احمد ټینوبو په وینا، دغه نوښت به په ټول هیواد کې د برېښنایی موټرو، چارجولو زېربناو او اړوندو پانګونو پراختیا او پلي کولو ته لار هواره کړي.
ښاغلي ټینوبو همدارنګه د نایجیریا په کچه د موټرو سونتوکو د بڼې په چټک ډول د پلي کېدو غوښتنه کړې، چې ډاډ ترلاسه کړي د خلکو لپاره او په اسانه د لاسرسۍ وړ وي.
هغه زیاته کړه: "دې موخې ته د رسېدو لپاره به دغه نوښت د ناجیریا کرېډېټکورپ (CreditCorp Nigeria) په نوم اداره له ځینو مالي بنسټونو او نورو شریکانو سره همکاري وکړي چې داسې نوښتګر او ارزانه تمویلي ماډلونه رامنځته کړي چې په مرسته یې د موټرو د بدلون بهیر عام او د خلکو لپاره اسانه کړي."
ښاغلي ټینوبو همداراز د ګرځنده سونتوکو د ترلاسه کولو د واحدونو (MRUs) د جوړېدو لارښوونه هم کړې، چې له مخې یې راغونډ شوي طبیعي ګاز (CNG) ته لاسرسی په چټک ډول پراخ شي.
هغه وویل دغه هڅه به د یوې مخکښې ادارې په توګه د نایجیریا د پاک ترانسپورت ټولې ستراتیژۍ همغږي کړي، چې په کې په ټول هېواد کې پر ګازو چلېدونکي او برېښنايي موټرونه (EVs) هم شامل دي.
په ویتنام کې د مالیاتو معافیت
ټران وو، بيبيسي
د یوې رسمي وینا له مخې، د مارچ په ۲۶مه د ویتنام حکومت یوه بېړنۍ پرېکړه وکړه چې له مخې به یې د "ملي ګټو" لپاره د مارچ له ۲۷مې د اپرېل تر ۱۵مې پر سونتوکو چاپېریالي مالیه معاف کړي.
دغه وروستي ګام ته د یوې "ټکان ورکوونکې" وسیلې په سترګه کتل کېږي چې د تېلو بازار د ایران د جګړې له اغېزو خوندي کړي. په پایله کې په ویتنام کې د سونتوکو بیې د نړیوالو تېلو د بیو کمېدو او د مالیاتو د کموالي د ګډو اغېزو له امله راټیټې شوې، خو دا کار د حکومت لپاره د عوایدو د کمښت په بڼه یو دروند لګښت هم لري.
ویتنام د مارچ له پیل راهیسې د انرژۍ د سپما اقدامات پیل کړي وو، ځکه که څه هم دا هېواد دوه چاڼخونې لري خو لا هم په وارداتي سونتوکو ډېره تکیه کوي.

د عکس سرچینه، Nhac NGUYEN / AFP via Getty Images
د ویتنام حکومت هم له عامو خلکو او دولتي کارکوونکو غوښتي چې د سونتوکو د سپما لپاره له کوره کار وکړي.
په دې وروستیو کې یاد حکومت له یو شمېر هېوادونو، لکه الجیریا، کویټ، قطر او جاپانه غوښتي چې د سونتوکو مرسته ورسره وکړي. همداراز د مارچ په ۲۳مه، د هېواد لومړي وزیر فام مېن چېن روسیې ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو لپاره یې د تېلو او ګازو د تولید په برخه کې یو تړون لاسلیک کړ.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
وینتام یوازینی هېواد نه دی چې خلک یې له کوره کار کولو ته هڅولي دي. دغه چاره د میانمار د تګلارې هم یوه مهمه برخه ده.
میانمار کې خلکو سره د سونتوکو مرسته
مي مي خاینګ، د بيبيسي برما څانګه
په میانمار کې پوځي حکومت اعلان کړی چې د مارچ له ۲۷مې نېټې به د موټرو د ماشین د اندازې پر بنسټ د سونتوکو مرستې کېږي.
که څه هم حکومت وایي اوس مهال د سون توکو کچه بسنه کوي. خو د سپما دغه تدابیرونه د دې لپاره نیول کېږي چې د راتلونکو احتمالي انرژۍ ستونزو لپاره چمتووالی ونیول شي. د پوځي شورا تر چتر لاندې د انرژۍ وزارت ویلي چې د سونتوکو لګښت څاري او اداره کوي یې چې میانمار کې د تېلو د کمښت مخه ونیسي.
پوځي حکومت همداراز اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له ۲۵مې نېټې به دولتي ادارې هره چهارشنبه د اوونۍ یو ځل "له کوره کار" کولو سیستم عملي کړي چې د سونتوکو د کمښت او لګښت مخه ډب کړي.
خصوصي کاروبارونه هم هڅول شوي چې د امکان تر حده له کوره د کار کولو تګلاره غوره کړي.

د عکس سرچینه، BBC Burmese
د میانمار د سون توکو د مرستې له مخې خلک به په اوونۍ کې یوازې یو ځل تېل او یا د هماغې کچې تېل په دوو بېلابېلو پړاوونه کې ترلاسه کولی شي. د دې چار د څار لپاره به د بارکوډ یو ډول ځانګړی سیستم کارول کېږي.
یوازې هغه موټرونه چې د مخې پر ښیښو یې د رسمي هولوګرام یا هغه نښه چې له مخې یې د کس موټر پېژندل کېدی شي لګېدلی وي سونتوکي ترلاسه کولی شي. د تېلو پمپ کارکوونکي به اړ وي لومړی د موټر کوډ سکن کړي او بیا تېل وپېري.
موټرسایکلونو ته اجازه ورکړل شوې چې په اوونۍ کې تر ۸ لیټرو تیل په دوو بېلو پړاوونو کې ترلاسه کړي. درېڅرخه موټرونه بیا کولی شي تر ۲۵ لیټرو تېل په درو پړاوونو کې ترلاسه کړي. شخصي او دولتي موټرونه به د موټر د اېنجېن یا ماشین د اندازې اړوند، په اوونۍ کې له ۳۵ تر ۴۵ لیټرو تېل ترلاسه کړي، چې دا هم په ټوله کې په دوو پړاوونو وېشل کېږي. خو بېړني او د عامه خدماتو موټرونه بیا له ټاکل شویو محدودیتونو مستثنا دي.

د عکس سرچینه، SUPATTRA PLONGKLUM / THAI NEWS PIX
په داسې حال کې چې میانمار لا هم یوازې د سونتوکو د ختمېدو د احتمال لپاره پلان جوړوي، د تایلنډ په ځینو سیمو کې بیا دا ستونزه واردمخه رامنځته شوې ده.
تایلنډ د تېلو له ختمېدو سره مخ دی
پانیسا ایموچا، بيبيسي
له تېرو دوو اوونیو راهیسې، د تایلنډ تېلپمپونو کې ډیزل ختم شوي، په ځانګړي ډول له پلازمېنې بنګکاکه بهرچې ډیزل لومړنی سونتوکی و چې له کمښت سره مخ شو.
دغه کمښت بېلابېل سکتورونه سخت اغېزمن کړي دي، چې له عادي موټر چلوونکو نیولې د کرنې او کب نیونې تر صنعته ټول د خپلو مهمو ماشینونو د چلولو لپاره پر ډیزلو تکیه کوي.
چارواکو د لویو زېرمهځایونو او خپلواکو تېلپمپونو پلټنې پیل کړې دي. نوي مقررات اجازه ورکوي چې د سونتوکو شرکتونه له احتیاطي زېرمو کار واخلي او همدارنګه ترانسپورت ته اجازه ورکړل شوې چې شپه او ورځ وچلېږي چې له مخې یې د وېش خنډونه کم شي.
د مارچ له پیل راهیسې په نوې اعلان شوې تګلاره کې له کوره د کار کولو سیستم، په دولتي ودانیو کې د انرژۍ مصرف کمول (په ځانګړي ډول د اېیرکنډېشن حرارت لږ تر لږه ۲۶ درجې ساتل) او دا چې دولتي کارکوونکي کولی شي د رسمي دریشۍ پر ځای لنډ لستوڼي لرونکي جامې واغوندي هم شامل دي. حکومت همداراز د دولتي ادارو ټول بهرني تحصیلي سفرونه سمدسلاسه درولي دي.





















