پی سي بي کرېکټ لوبغاړی نسیم شاه ۲۰۰ لکه روپۍ جریمه کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کرېکټ بورد(پی سي بي) تېزتوپ اچووونکی نسیم شاه د دوه کروړه(۲۰۰ لکه) پاکستانۍ روپۍ جریمه کړی دی.
ده ته دا سزا د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب د اعلی وزیرې د شتون په اړه د هغه د ټویټ له امله ورکړل شوې ده.
پي سي بي د مارچ په ۲۷ مه نیسم شاه د دې ټویټ له امله له خپل قرارداد او د پي سي بي د ټولنیزو شبکو د کارونې له اصولونه پر سرغړونې تورن کړی و.
اوس پي سي بي وايي نسیم شاه د ټویټ له امله بښنه غوښتې او د ډسپلین کمېټې له څېړنې او بحث وروسته دا پرېکړه شوې ده.
تراوسه نسیم شاه د کرېکټ بورډ ددې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ د پاکستان سوپر لیګ د سیالیو د پرانیستلو مراسمو کې د پنجاب اعلی وزیرې مریم نواز ګډون کړی و. په دې وخت کې د نسیم شاه پر اېکس پاڼه یو پوسټ کې لیکل شوي و، چې" ولې هغې ته د لارډز لوبغالي کې د ملکې په څېر هرکلی کېږي؟"
د دې پوست له خورېدو څو دقیقې وروسته دا پوسټ لرې او ورسره ولیکل شول چې " د نسیم شاه د اېکس حساب هک شوی و او اوس بېرته ترلاسه شوی دی".
دې موضوع د ټولنیزو شبکو پاکستاني کاروونکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېرو دا د بیان پر ازادۍ ګذار بللی دی.


















