BBC News, پښتو - کور پاڼه

اسرائیلي عسکر

ژوندۍ پاڼه,
د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي

د اسرائیلو پوځ (ای ډي اېف) پر ټېلېګرام یوه بیان کې ويلي چې د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. د بيان له مخې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي په دوی کې یو سخت ټپي دي او بل د منځنۍ کچې ټپونه لري. د اسرائیلو پوځ د دريو وژل شويو پوځيانو پېژندګلوي اعلان کړې خو د څلورم عسکر په اړه یې لا معلومات نه دي په ډاګه کړي.

مهم خبرونه

  • Afghan refugees

    تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه

    افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي پر ډیورنډ کرښه د تورخم لار چې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تړل شوې وه د سې شنبې پر ورځ د هغه کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې چې له کرښې پورې ایسار پاتې وو. په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال طالبانو ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډي‌کوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.

  • اور لګیدلی

    کوټه کې د ګازو پر نل لیکې چاودنه، ګڼو سیمو ته د ګازو لېږد ځنډیدلی

    پاکستان کې د ګازو د لېږد پر یوه مهم نل لیکه د کوټې اخترآباد سیمه کې چاودنه شوې چې له کبله یې د بلوچستان مرکز او ځینو ولسوالیو ته د ګازو لېږد بند شوی دی. دا د ګازو دا پایپ لاین ۱۸ انچه قطر لري، چې له ویجاړۍ وروسته یې په سیمه کې د اور لمبې او دود خپور شوی دی.

  • تېل

    افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي

    د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."

  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟

    هغه جګړه چې یوه میاشت مخکې امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې پیل کړه او داسې ښکارېده چې د وړاندوینې وړ نه ده، اوس د وړاندوینې وړ شوې.

  • سېلابونه

    افغانستان کې سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

    افغانستان کې د سیلابونو او بارونونو له د مړو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی او نږدې پنځوس نور ژوبل شوي دي. افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اوښتي او په ۲۵ ولایتونو کې له نوي کیلومټره ډېر سړک ویجاړ شوی او ځینو ولسوالیو ته لارې هم بندې شوي دي. بل پلو په ۲۴ ولایتونو کې د باران، تالندې او سختو بادونو اټکل شوی دی.

لنډې ویډیوګانې

  • جیټ
  • یوه افغانه نجلۍ چې د ښوونځي بکس یې په شا کړی دی او روانه ده
  • ډیورنډ کرښه
  • توغندي
  • Baiqra
  • عباس عراقچي
  • ټرمپ
  • هرمز تنګی
  • Keyframe #2
  • Keyframe #3

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۳۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي