BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي عسکر وژل شوي
د اسرائیلو پوځ (ای ډي اېف) پر ټېلېګرام یوه بیان کې ويلي چې د دوشنبې په ورځ د لبنان په جنوب کې څلور اسرائیلي پوځيان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي. د بيان له مخې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي په دوی کې یو سخت ټپي دي او بل د منځنۍ کچې ټپونه لري. د اسرائیلو پوځ د دريو وژل شويو پوځيانو پېژندګلوي اعلان کړې خو د څلورم عسکر په اړه یې لا معلومات نه دي په ډاګه کړي.
مهم خبرونه
افغانستان له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي
د رپوټونو له مخې له روسیې افغانستان ته د تېلو صادرات په تېر کال کې شل سلنه زیات شوي دي. د انرګوسټار ټرېډینګ په نوم شرکت د خپرو کړو معلوماتو له مخې، یوازې همدا کال کې بېلاروس افغانستان ته ۴۰۰ زره ټنه تېل صادر کړي دي."
له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟
هغه جګړه چې یوه میاشت مخکې امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې پیل کړه او داسې ښکارېده چې د وړاندوینې وړ نه ده، اوس د وړاندوینې وړ شوې.
افغانستان کې سېلابونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
افغانستان کې د سیلابونو او بارونونو له د مړو شمېر ۲۸ ته لوړ شوی او نږدې پنځوس نور ژوبل شوي دي. افغانستان کې له پېښو سره د مبارزې اداره وايي، د ځاني زیانونو ترڅنګ پراخ مالي زیانونه هم اوښتي او په ۲۵ ولایتونو کې له نوي کیلومټره ډېر سړک ویجاړ شوی او ځینو ولسوالیو ته لارې هم بندې شوي دي. بل پلو په ۲۴ ولایتونو کې د باران، تالندې او سختو بادونو اټکل شوی دی.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
پر مصنوعي ځيرکتیا جوړه هغه لنډه ویډيويي لړۍ چې لوبغاړي یې مېوې او ترکارۍ دي
پر ټېکټاک د لنډو ویډیو ګانو یوه نوې لړۍ پيل شوې چې لوبغاړی یېبارسلونا مېشتی ۲۴ کلن الو دی. دهو انسان نه بلکې الو یې کرکټر دی. ښايي تاسو به فکر کوئ چې کوم مستعار نوم دی خو دا په ریښتیا الو دی، د مېوې الو! دغه لړۍ چې د مېوې مینې ټاپو اې ای (مصنوعي ځيرکتیا) بڼه نومېږي له یوې میاشتې هم کمه موده مخکې پیل شوې او ښايي د لنډو ویډیوګانو لومړنۍ ډېره لاس په لاس شوې خپرونه وي چې په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړه شوې ده. دغه ډرامه د ای ټی وي (ITV) رسنۍ هغې نامتو لړۍ ته ورته ډیزاین شوې چې د مینې ټاپو نومېږي خو دلته بیا د انسانانو پر ځای مېوې کرکټرونه لوبوي.
محمد باقر قالیباف: هغه پوځي- سیاستوال چې ښايي له امریکا سره د سولې خبرو مشري وکړي
د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ورځ تر بلې مهم رول لوبوي او راپورونه وایي چې د روانې جګړې په ترڅ کې ور ته له امریکا سره د خبرو دنده سپارل شوې ده.
د وخت اندازه کولو تاریخ: څنګه ګړۍ پر ۶۰ دقیقو ووېشل شوه؟
پنځه زره کاله وړاندې له رازونو ډکې یوې پرېکړې دا غوراوی وکړ چې وخت څنګه معلوم او اندازه شي. د ۱۷۹۳ کال په اکټوبر کې د انقلاب په پایله کې د فرانسې رامنځته شوي نوي حکومت د وخت بدلولو یوه تجربه وکړه.
د کالوري حسابولو پرځای په هوښیارۍ خواړه وخوړئ
د خوړو وخت، د خوړلو چټکي، او ان د ژوولو بڼه کولی شي پر دې اغېزه وکړي چې بدن له خوړو څومره کالوري ترلاسه کوي. ډېر وخت پوهاوی دا وي چې د روغ وزن ساتلو کیلۍ د هغو کالوریو ترمنځ توازن دی چې موږ یې ترلاسه کوو او هغه چې سوځوو یې. یعنې دننه انرژي د مصرفېدونکې انرژۍ په پرتله باید و ارزول شي.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۳۱ مارچ ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۳۰ مارچ ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.












































