د کډوالو موضوع په اړه د اروپايي اتحادیې وزیران برسلز کې غونډه کوي

تېر کال ستمبر کې د اروپايي اتحادیې وزیرانو هوکړه کړې وه، چې له ایټالیا، یونان او هنګري نه به ۱۲۰ زره کډوال نورو هېوادونو ته لیږدوي
د عکس تشریح، تېر کال ستمبر کې د اروپايي اتحادیې وزیرانو هوکړه کړې وه، چې له ایټالیا، یونان او هنګري نه به ۱۲۰ زره کډوال نورو هېوادونو ته لیږدوي
د خپرېدو وخت

د اروپايي اتحادیې غړو هېوادونو وزیران برسلز کې د کډوالو موضوع پر سر د بحث لپاره غونډه کوي.

بالکان هېوادونه د کډوالو شمېر لږولو په اړه یوه خوله دي، خو یونان پرې نیوکې کوي، چېرې، چې د مقدونیا له لوري د افغان کډوالو پر مخ د لارو تړل کېدو له کبله زرګونه کسان ایسار پاتې دي.

هنګري په ورته مهال د کډوالو معلوم شمېر لپاره د ټولپوښتنې اعلان کړی.

د سږ کال له پیله تر اوسه له ۱۰۰ زرو ډېر کډوال اروپا ته رسیدلي دي.

برسلز کې به د راوپايي اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو ته د هغه پلان په اړه معلومات ورکړل شي، چې اتریش او اتو بالکان هېوادونو چمتو کړی دی.

دغه پلان کې د ټولو کډوالو د ګوتو نښو اخیستو او دغه راز د هغو کډوال بېرته شړل شامل دي، چې بې پاسپورټه او یا هم د جعلي اسنادو په وسیله اروپا ته ننوځي.

دغه هېوادونه غواړي دوی یوازې هغه کډوال ومني، چې خوندیتوب ته اړتیا لري، یو شمېر هېوادونو خپل دغه هوډ یوازې د عراقي او سوري کډوالو منلو سره څرګند کړی دی.

د اتریش کورنیو چارو وزیرې جوهانا مک لایټنر دغه چاره د ' هدف لپاره غبرګون ' بللی او خبرداری یې ورکړی، چې که دغه حالت کابو نه شي د اروپايي اتحادیې شتوالی به له خطر سره مخامخ شي.

خو یونان بیا پر دغه پلان نیوکې کوي. یونان خبرداری ورکوي، چې که نور غړي هې،ادونه د وېش پر موضوع هوکړه و نه کړي، دوی به راتلونکي کې د کډوالو په اړه د اروپايي اتحادیې غونډو کې له هرې پرېکړې سره مخالفت وکړي.

د یونان لومړي وزیر الیکسس څپراس وايي هېواد یې د ' انسانانو په زېرمتون ' اوښتی او وايي دوی په یوازې سر نه شي کولای دغه مساله حل کړي.

ښاغلی څپراس وايي که غړي هېوادونه د کډوالو مناسب وېش په اړه سمه پرېکړه و نه کړي، هېواد بې له دې وروسته هېڅ یوه هوکړه و نه مني.

تېر کال ستمبر کې د اروبايي اتحادیې وزیرانو هوکړه کړې وه، چې له ایټالیا، یونان او هنګري نه به ۱۲۰ زره کډوال نورو هېوادونو ته لیږدوي.

خو هغې پلان سره رومانیا، چک جمهوریت او هنګري مخالفت کړی و.

هنګري ویلي دوی به د اروپايي اتحادیې د کډوالو وېش موضوع پر سر ټولپوښتنه وکړي.

د هنګري لومړي وزیر وکټور اوربن ویلي، د وېش له کبله د اروپايي اتحاديې مذهبي او کولتوري پېژندګلوي له سره بدلیدای شي.

داسې احتمال څرګندیږي، چې که پارلمان یې تایید کړي، ټولپوښتنه به مني کې تر سره شي.

د کډوالو نړیوال سازمان ' ای او ایم ' وايي د سږ کال اوږدو کې نژدې ۱۰۰ زره کډوال یونان او ایټالیا ته رسیدلي دي.

د دغې ادارې مسوولین وايي په همدې مودې کې نژدې ۴۰۰ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی دی.