سوري یاغیانو پر اپوزېسیون اییتلاف نیوکې وکړې

دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې له هغو ګډو هڅو سره هممهاله مخې ته راځي، چې غواړي جون میاشت کې د سوریې په باب یو کنفرانس جوړ کړي.
د عکس تشریح، دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې له هغو ګډو هڅو سره هممهاله مخې ته راځي، چې غواړي جون میاشت کې د سوریې په باب یو کنفرانس جوړ کړي.
د خپرېدو وخت

سوریه کې په جګړه بوختو یاغیانو له هېواده بهر پر بشارالاسد حکومت ضد اییتلاف سختې نیوکې کړې.

په یوه اعلامیه کې چې" سوریه کې د انقلابي غورځنګ" له لوري خپره شوې، پر اپوزېسیون اییتلاف له انقلابه دفاع کولو کې د پاتې راتلو تورونه پورې شوي.

اعلامیه کې ویل شوي، اییتلاف نه دی توانیدلی، چې د سوري انقلاب استازیتوب وکړي.

دغه څرګندونې د امریکا د متحده ایالاتو او روسیې له هغو ګډو هڅو سره هممهاله مخې ته راځي، چې غواړي جون میاشت کې د سوریې په باب یو کنفرانس جوړ کړي.

بل لور ته ملګري ملتونه د چهارشنبې په ورځ جینوا کې د سوریې په باب یوه بېړنۍ غونډه کوي.

سوریې کې د یاغیانو څلورو فعالو ډلو ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د شته اختلافونو له کبله د سوري اپوزېسیون اییتلاف نه دی توانیدلی، چې خپل مسوولیت تر سره کړي.

د سوري اپوزېسیون په هغه غونډه کې، چې ترکیې کې تر سره شوه، جون کنفرانس کې د استازیتوب پر سر څرګند اختلاف او بیلتون تر سترګو شو.

اعلامیه زیاتوي دغه منفي رویه د دې سبب شوه، چې ملي ګټو ته له پامه پرته د سیمه ییزو او نړیوالو لوريو پراخې لاسوهنې ته لار هواره شي.

دغه اعلامیه کې، چې" د سوریې د انقلابي غورځنګ" په نوم خپره شوې، غوښتنه شوې، چې باید د اییتلاف د مشرتابه لږ تر لږه نیمايي غړي له "انقلابي ځواکونو" تشکیل شي.

بیروت کې د بي بي سي خبریال جیم میور وايي، د روسیې او امریکا له لوري له سوري حکومت سره د خبرو لپاره له غوښتنې وروسته، د سوري اپوزېسیون تر منځ د اختلافونو لړ کې تر اوسه دا تر ټولو څرګنده نښه ده.