"د مینې د ورځې" پیغامونه اته میاشتې وروسته عاشقانو ته ورسېدل

د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې په یو شمېر تیلیفوني شبکو کې د تخنیکي خرابۍ له کبله هغه لیکلي پیغامونه چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د مینې یا ولنټاین پر ورځ استول شوي وو، اوس اته میاشتې وروسته رسېدلي دي.
دې وضعیت د تېرې پنجشنبې پر ورځ په ګڼو ښارونو کې خلک حیران او غوسه کړي دي.
دا ستونزه د امریکا په ټولو لویو تیلیفوني شبکو کې رامنځته شوې او د اپل او انډرایډ دواړه تیلیفونونه یې اغېزمن کړي.
د سیني ورس په نامه د مخابراتي خدماتو یوه اداره وایي، دا جنجال په سیستم کې د یوې داخلي ستونزې له کبله رامنځته شوی.
د شبکو زرګونو کاروونکو په ټوېټر د دې پېښې په اړه شکایت کړی او غوسه یې ښودلې.
ځینو کسانو ته د خپلو هغو عاشقانو پیغامونه ور ورسېدل چې اوس ورنه بېل شوي وو.
نورو بیا د داسې کسانو پیغامونه ترلاسه کړل چې په تېرو څو میاشتو کې مړه شوي دي.
یو کس پر ټوېټر پاڼه لیکلي: "همدا اوس مې د خپل تر ټولو کلک ملګري تیلیفوني پیغام ترلاسه کړ. خو ستونزه دا ده چې هغه په فبرورۍ کې مړ شوی".
یو بل لیکلي: "د شپې پر درې بجو مې د پلار شمېرې نه مسج راغی. راته یې لیکلي وو چې ورباندې ګران یم او تل به مې ملاتړ کوي. خو سهار مې چې ترېنه پوښتنه وکړه، راته یې ویل هېڅ داسې کوم مسج یې نه دی رالېږلې، او په یاد یې هم نه دی".
ځینو کاروونکو شکایت کړی چې ان دوه کاله پخواني مسجونه یا پیغامونه یې اوس ترلاسه کړي دي.
د سیني ورس شرکت پر خپله وېبپاڼه له خپلو هغو څه باندې یو نیم لک مشتریانو نه بښنه غوښتې چې دا ډول مسجونه یې ترلاسه کړي دي، او ډاډ یې ورکړی چې ستونزه اوس حل شوې ده.





















