ایوريسټ: د نړۍ تر ټولو جګ غره کې د خېمو ښار

نیپال
د خپرېدو وخت

دا مهال د نړۍ تر ټولو لوړ یا جګ (اېورسېټ) کې د شلو کمپونو د خېمو یو ښار جوړ شوی دی.

د پسرلي دې موسم کې ۳۷۵ غرختونکي او د هغوی لارښودو سره دوه زره کسان د اېورېسټ غره شلو کمپونو کې غونډ شوي دي.

ایورېسټ د نړۍ تر ټولو جګ غر دی چې د سمندر له سطحې اته زره اته سوه پنځوس متره لوړ دی.

نیپال
د عکس تشریح، پسرلي کې سلګونه غر ختونکي ایورېسټ څوکې ته خېږي.
Presentational white space
نیپال
نیپال
Presentational white space

څوکې ته تر ختو مخکې غر ختونکي دې شلو کمپونو کې لر او بر ځي، چې دومره لوړ ځای کې د اکېسجن کمي سره ځان عادت کړي.

نیپال
Presentational white space

سږ کال د نېپال حکومت د سروې څانګې یوه ډله هم له دې شلو کمپونو سره تللې چې د ایورېسټ غره تازه لوړوالی مالوم کړي.

نیپال
د عکس تشریح، دا شل کمپونه د اېورېسټ څوکې سوېلي برخه کې له سمندر ۵۳۸۰ متره لوړ جوړ شوي دي.
Presentational white space

سږني پسرلي کې نږدې ۸۰۰ غر ختونکو نېپال کې د همالیه غر د ۳۰ مختلفو څوکو د کچ کولو اجازه ترلاسه کړې ده.

چارواکي وایي، هر کال د هغو کسان شمېر زیاتېږي چې د اېورېسټ څوکې د کچ کولو هیله لري.

نیپال
Presentational white space

تېره اونۍ چې بنګال خلیج ته د سمندري توپان اوبه ننوتې ور سره د دغه هېواد غرونو کې ډېره واوره وشوه.

د ایورېسټ غره د شلو کمپونو بره خوا کې د تېز باد له امله خېمې هم وغورځېدې.

نیپال
Presentational white space

غر ختونکو ته ویل شوي و چې د سمندري توپان له اغېز د بچېدو لپاره خوندي ځایونو ته لاړ شي، خو وروسته ژر اسمان روڼ شو او غر ختونکي خپلې هیلې ته د رسېدو لپاره په تیاري بوخت شول

نیپال

د انځورونو ټول حقونه خوندي دي۔