د امریکا لومړۍ مېرمن افریقا کې څه کوي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، کینیا کې مېرمن ټرمپ د یتیمو فیل بچیو د ساتلو مرکز ته د جمعې په ورځ ورغله او هلته یې یوه فیل ته په ډبي سره شیدې ور کړې.د خپرېدو وخت
د امریکا لومړۍ مېرمن ملانیا ټرمپ ګانا، مالاوې، کینیا او مصر ته سفر لري.
دا یې ډېر مهم لومړنی بهرنی سفر دی، چې له ډونلډ ټرمپ پرته یې لري.
د سفر موخه یې هم د ماشومانو د ژوند ښه والي لپاره د ډېر پام اړول دي.
ښاغلی ټرمپ چې واکمن شوی، تراوسه افریقا ته نه دی تللی.
ویل کېږي هغه د ۲۰۱۷ کال پرورۍ کې څو افریقايي هېوادونه د ټټی سوړه بللي وو.
د رپوټونو له مخې افریقا ته د مېرمن ټرمپ د سفر یوه موخه د ناندریو کمول او د هېوادونو نږدې کول دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د مېرمن ټرمپ خولۍ په کینیا کې له نیوکو سره مخ شوه. نیوکګرو ویل چې دا خولۍ د ښکېلاک پر مهال کارېدله.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ خپل سفر د سې شنبې په ورځ د ګانا له پلازمېنې اکرا پیل کړ. هلته یې د ګانا لومړۍ مېرمنې سره ولیدل او یوه روغتیايي مرکز ته لاړه.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د ګانا پلازمېنه اکرا کې لاسپلورې ښځې داسې ښکاري چې د ملانیا د موټرو کاروان په کیسه کې نه دي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ ګانا کې د سفر په دویمه ورځ هغه ځای ته لاړه چې مینځې یا غلامان ترې امریکا ته استول کېدل.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ په هغه ځای کې چې غلامان پکې پلورل کېدل وویل: کلونه پخوا چې څه پېښ شوي، په ریښتیا هم یو ناورین و.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د مېرمن ټرمپ سفر د ماشومانو د ژوند پر ښه والي ټول دی.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، د مېرمن ملانیا سفر به له یوې اونۍ کم وخت کې بشپړ شي.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ د مالاوې له لومړۍ مېرمنې ګرترود ماسه کو سره.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ مالاوې کې د ښوونځي زدکوونکو سره ولیدل.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ په مالاوې کې د ټولګي د درس پر مهال.
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ مصر کې درې ګوني هرمونه ولیدل.
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، مېرمن ټرمپ د ابوالهول مجسمې څنګ ته
د عکس سرچینه، AFP
د عکس تشریح، ملانیا ټرمپ د مصر لومړۍ مېرمنې انتصار عامر سره انځورونه د رویټرز او اې اېف پي خبري اژانس دي.