د عکسونو البوم: د حج مراسم

د خپرېدو وخت

د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو نژدې دوه میلیونه مسلمانان د حج د مراسمو ترسره کولو لپاره د سعودي عربستان مکه ښار کې غونډ شوي دي. له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان تللي دي.

له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
د عکس تشریح، له افغانستانه سږکال نژدې ۳۰ زره کسان د حج د مراسمو ترسره کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي دي.
نن د حج مراسمو ځانګړې ورځ وه او ټول عبادت کوونکي عرفات کې را غونډ شوي وو.
د عکس تشریح، نن د حج مراسمو ځانګړې ورځ وه او ټول عبادت کوونکي عرفات کې را غونډ شوي وو.
د لمر لوېدو وروسته حاجيان ټول مزدلفې ته لاړل او هلته به شپه کوي.
د عکس تشریح، د لمر لوېدو وروسته حاجيان ټول مزدلفې ته لاړل او هلته به شپه کوي.
سږکال د حجیانو په ډله کې هغه دوې مېرمنې هم وې چې د حج په مراسمو کې يې کوچنیان زېږولي دي.
د عکس تشریح، سږکال د حجیانو په ډله کې هغه دوې مېرمنې هم وې چې د حج په مراسمو کې يې کوچنیان زېږولي دي.
ایراني حاجیانو هم له یو کلن ځنډ وروسته د حج په سږني مراسمو کې ګډون کړی.
د عکس تشریح، ایراني حاجیانو هم له یو کلن ځنډ وروسته د حج په سږني مراسمو کې ګډون کړی.
جمعه د اختر ورځ ده او حاجیان به د جمرې ویشتلو وروسته قربانې کوي.
د عکس تشریح، جمعه د اختر ورځ ده او حاجیان به د جمرې ویشتلو وروسته قربانې کوي.
د سعودي اوڅار عالم شيخ سعد ال شتري د حج خطبه کې پر مسلمانانو غږ وکړ چې د خلکو پر حق له تېري او بې عدالتۍ دې ډډه وکړي.
د عکس تشریح، د سعودي اوڅار عالم شيخ سعد ال شتري د حج خطبه کې پر مسلمانانو غږ وکړ چې د خلکو پر حق له تېري او بې عدالتۍ دې ډډه وکړي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې يې اختر ته ځانګړي تدبیرونه نیول شوي خو له خلکو یې هم غوښتي چې هوښیار او له پولیسو سره همکار اوسي.
د عکس تشریح، د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي افغانستان کې يې اختر ته ځانګړي تدبیرونه نیول شوي خو له خلکو یې هم غوښتي چې هوښیار او له پولیسو سره همکار اوسي.
په ګڼو هېوادونو کې د اختر لپاره چمتوالی نیول شوي.
د عکس تشریح، په ګڼو هېوادونو کې د اختر په ورځو شپو کې د هټېوالو کاروبار ښه وي.
د لوی اختر لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون په ډېرو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو کې قربانۍ لپاره چمتووالى نیول کېږي
د عکس تشریح، د لوی اختر لپاره د افغانستان او پاکستان په ګډون په ډېرو اسلامي او غیراسلامي هېوادونو کې قربانۍ لپاره چمتووالى نیول کېږي

.