له سکاټلنده روسیې ته سفر د رشوت بیه' هرکلی او دوه سګرېټ'

سفر
د خپرېدو وخت

څومره وخت کې څوک له سکاټلنډه روسیې ته ګاډي کې رسېدای شي؟

عکاس جېمز پارکر خپله کمره واخیسته او دغې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره خپل کلاسیک مورس ماینر ګاډي ته وخوت. نوموړی له ۱۰ زره میله سفر وروسته داسې حال کې روسیې ته ورسېد، چې د لارې اوږدو کې یې بسپنه هم کوله.

جېمز د لارې اوږدو کې له ۱۹ هېوادونو، درېیو دښتو او دوو سیندونو تېر شو او ۵۳ مه ورځ خپل منزل ته ورسېد.

سفر

د سفر اوږدو کې ډېر پام نارینه وو ته و. هغه غوښتل وپوهېږي، چې له لوېدیځه د ختیځ پر لور سفر کې جنسیتي توپیر څه ډول بدلېږي.

نوموړی وايي، د سفر پر مهال مې داسې احساس کاوه، چې د هغو خلکو، هغو شیانو او هغه حالت عکسونه اخلم، چې د خپل ځان او شتون احساس کوم.

سفر

له همدې کبله د جېمز ډېری انځورونه د ځوانانو اړوند دي. هغه له ځوانانو سره دوستي کړې او د دغې دوستۍ اصلي لامل د هغوی بایسکلونه او ګاډي وو. 'بایسکل داسې نړیوال شی دی، چې د کاروولو لپاره یې د بلې ژبې زده کړې ته اړتیا نه شته. '

سفر

جېمز د خپل ګاډي له کبله هم ډېره ګټه کړې.

زه به چې کله هم د دمې لپاره کښېناستم. یو څوک به سملاسي راپیدا شو او کافي به یې راوړه. لس مستریان به راټول شول. د ګاډي بونټ به یې پرانیست او هلته به داسې ښکارېده، چې موږ د ' فارمولا ون ' ګاراج کې ناست یو، خو له خېټورو سړیو سره... '

سفر

جېمز په دغه سفر کې ډېر خواږه یادونه لري، خو وايي ژر وپوهېد، چې د ورځې لس ساعته ګاډی ځغلول اسان کار نه دی.

سفر

یوه بله ستونزه دا وه، چې په شاړو سیمو کې څنګه خواړه او د ګاډي لپاره تېل ومومي. پولیسو یې هم کله نا کله مخه نیولې، خو وايي لږ تر لږه رشوت مې چې ورکړی، دوه سګریټ او د ستړي مه شي لپاره لاس ورکول وو.

سفر
سفر
سفر
سفر
سفر
سفر
سفر
سفر

خو دې ټولو ستړیو، ستونزو سره هم جیمز وايي، ګوبي نومې سارا کې شپه تېرول، استانبول کې د حکومت پر ضد د پوځیانو کودتا پر شپه لاره ورکول او کاپاډیوچیا کې ګهیځ وختي غونډوسکي سفر کول یې نه هېرېدونکي دي.

*ټول عکسونه جېمز پارکر اخیستي دي.