د افریقا غوره انځورونه: د ۲۰۱۶ کال د نومبر له ۴ تر ۱۰

هرارا
د عکس تشریح، د زیمبابوې په پلازمېنه هرارا کې ماشومانو تېره یکشنبه د کریکټ کتلو په ځای نور غوره شیان درلودل.
د خپرېدو وخت
هرارا
د عکس تشریح، خو یو کریکټ پوه د زیمبابوې او سریلنکا ترمنځ لوبه ارزوي.
لوبغاړي
د عکس تشریح، په دغه ورځ د بورکینافاسو پلازمېنه کې خلک د باسیکل چلولو سیالۍ ګډونوال هڅوي.
نایجریا
د عکس تشریح، د نایجریا په لاګوس ښار کې د ټولې افریقا موزیک جایزې پر مهال نڅاګر نڅا ته تیارېږي.
غنا
د عکس تشریح، د ګانا هېپ هوپ ډلې د غوره موسیقۍ ډلې او غوره موسیقۍ ویډو دوه مډالونه وګټل
لاریون
د عکس تشریح، د مراکش په پلازمېڼه ربات کې لاریونوالو د افریقا د ځايي ټولنې بیرغ پورته کړی دی.
ډله
د عکس تشریح، په ورته مهال د حکومت ضد بله مظاهره هم د مراکش په بل ښار کې جوړه شوې، دواړو ډلو د یوه کب پلورونکي د وژنې په اعتراض کې لاریون کړی دی.
لیبیا
د عکس تشریح، موټرسایکل سپاره د لیبیا په بن غازي کې خپل مهارت ښيي.
جنرال
د عکس تشریح، یو موټرسایکل سپاره د هغه جنرال انځور له ځان سره کړی دی چې د اسلامي ډولت ډلې په ضد جګړه کوی.
کینیا
د عکس تشریح، د کینیا په سیکري ښار کې خلک د امریکا د ټاکنو پایلې له راډیو اوري.
سیالۍ
د عکس تشریح، د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د سپیو نندارتون کې سپیو ته جامې ور اغوستل شوې.
سمندر
د عکس تشریح، د سومالیا پلازمېنه موګادیشو کې یو هلک سمندر ته ګوري.
کب
د عکس تشریح، د ورځې په وروستیو کې د سمالیا کب نیونکو لوی کب وچې ته لېږدوي.