د افغانستان فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو پیل شو

د پرانیستې مراسمو کې نوې چمتو شوې ترانه وړاندې شوه
د عکس تشریح، د پرانیستې مراسمو کې نوې چمتو شوې ترانه وړاندې شوه
د خپرېدو وخت

د افغانستان فوټبال غوره لیګ پنځم پړاو سیالۍ نن کابل کې د دغه لیګ له نوې سندرې سره پیل شوې. هر کال د افغانستان غوره لیګ دغو سیالیو کې د افغانستان له پنځو سیمو لوبډلې ګډون کوي.

ویل کېږي سږ کال په ډېری لوبډلو کې نوي لوبغاړي ګډون لري
د عکس تشریح، ویل کېږي سږ کال په ډېری لوبډلو کې نوي لوبغاړي ګډون لري

د پرانیستې مراسمو کې د دغه لیګ لپاره په ځانګړې توګه چمتو شوې نوې ترابه وبلله شو، چې وحید قاسمي جوړه کړې او اشکان عرب، زیبا حمیدي او راشد اریا وبلله.

د پیل له مراسمو وروسته د سپین غر بازان لوبډله چې د تېر کال سیالیو اتله لوبډله ده له سیمرغ البرز لوبډلې سره د سیالۍ لپاره د لوبې ډګر ته ووته.

د افغانستان له پنځو سیمو نه اتو لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی
د عکس تشریح، د افغانستان له پنځو سیمو نه اتو لوبډلو په دغو سیالیو کې ګډون کړی

دغه لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده. د تېر په څېر به دا ځل هم ټولې اته لوبډلې د څلورو، څلورو لوبډلو په دوو ډلو وېشل کېږي او له یوه بل سره به سیالي کوي.

په پای کې له هرې ډلې نه دوې لوبډلې نیمه پایلوبې ته رسېږي.

شاهین اسمايي ډله، د میوند اتلان، توپان هریرود او د اباسین موجونه لوبډلې په لومړي ګروپ کې او د سپین غر بازان، سیمرغ البرز، د امو موجونه د هندوکش عقابان لوبډلې په دویم کې شامل دي. سږ کال په ډېری لوبډلو کې نويو لوبغاړو ګډون کړی، چې د ډېر هیجان لامل به وي.

د دغو سیالیو لومړۍ اتله لوبډله توپان هریرود وه، د دویم او درېیم فصل اتلولي د شاهین اسمايي لوبډلې په برخه شوه او په څلورمو سیالیو کې د سپین غر بازان بریالي وو.

د سیالیو په نندارچیانو کې د تېر په څېر دا ځل هم ګڼ شمېر مېرمنې لیدل کېدې. د لوبو تنظیمونکو د لوبو ښځینه نندارچیانو لپاره د لوبغالي یوه برخه ځانګړې کړې ده.