له مریخ نه د ناسا د څېړونکې تازه انځورونه

جزیرو
د خپرېدو وخت

د ناسا څېړونکې (پرسیویرنس) د فبرورۍ پر ۱۸مه، مریخ ته له اوه میاشتني سفر وروسته ورسېده. له هغه ځایه یې ځینې انځورونه راستولي دي.

هغه ځای چې د ناسا څېړونکې پکې راټیټه شوې ده
د عکس تشریح، هغه ځای چې د ناسا څېړونکې پکې راټیټه شوې ده
په دې رنګه انځور کې پرسیویرنس د کېناستو په ځای کې لیدل کېږي. دواړو خواوو ته یې رڼا ځای د توغندي د اور له کبله رڼا شوی دی
د عکس تشریح، په دې رنګه انځور کې پرسیویرنس د کېناستو په ځای کې لیدل کېږي. دواړو خواوو ته یې رڼا ځای د توغندي د اور له کبله رڼا شوی دی
پرسیویرنس په پرمختللو وسیلو سمباله شوې وه، چې د ځمکې، هوا او د مریخ د چاپېریال په اړه معلومات راغونډ کړي
د عکس تشریح، پرسیویرنس په پرمختللو وسیلو سمباله شوې وه، چې د ځمکې، هوا او د مریخ د چاپېریال په اړه معلومات راغونډ کړي
دا انځور د هغه ځای دی چې څېړونکې فضايي بېړۍ پکې کښېناسته
د عکس تشریح، دا انځور د هغه ځای دی چې څېړونکې فضايي بېړۍ پکې کښېناسته
په دې انځور کې تورې او سوځېدلې ډبرې ښکاري
د عکس تشریح، په دې انځور کې تورې او سوځېدلې ډبرې ښکاري
د مریخ پر سطحه د فضايي څېړونکې بېړۍ د کېناستو شېبه. دا لومړی ځل دی چې پر یوه بله سیاره د یوې څېړونکې فضايي بېړۍ د کېناستو انځورونه ثبتېږي
د عکس تشریح، د مریخ پر سطحه د فضايي څېړونکې بېړۍ د کېناستو شېبه. دا لومړی ځل دی چې پر یوه بله سیاره د یوې څېړونکې فضايي بېړۍ د کېناستو انځورونه ثبتېږي
په دې انځور کې څېړونکې تر کېناستو مخکې د مریخ سطحه ښکاري.
د عکس تشریح، په دې انځور کې څېړونکې تر کېناستو مخکې د مریخ سطحه ښکاري.