هند جنسي تېري کوونکي محاکمه کوي
د خپرېدو وخت
په پام کې ده چې نن د هند په پلازمینه ډیلي کې یوه محکمه پر یوې محصلې د ډله ییز وحشیانه جنسي تیري په اړه خپل لومړی حکم وکړي. دا پېښه چې په تېره دسمبر میاشت کې شوی و ، په ټول هند کې د خلکو غصه را وپاروله.
د دې پېښې درویشت کلنه قرباني د ټپونو له امله مړه شوه. د محکمې ننۍ پریکړه د هغه کس په اړه ده چې د پېښې پرمهال یې عمر له قانوني سن څخه ټیټ وو.
که نوموړی د محکمې له خوا ګرم وبلل شي نو د ماشومانو لپاره په اصلاحي مرکز کې به درې کاله تیروي.
څلور نور تورن کسان په جلا توګه محاکمه کیږي.
دې پېښې په هند میرمنو د ورپېښو ګواښونو په اړه یو بحث را پورته کړ او حکومت اړ شو چې د جنسي تیري ضد قانون جوړ کړي.















