تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسرائیلو لومړي وزیر پر حزب الله د "لویو بریدونو" امر کړی
په لبنان کې دریوو اونېو ته د اوربند غځولو له خبر دوه ورځې وروسته د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی دی چې د لبنان جنوب کې " د حزب الله پر ځایونو" لوی او قوي بریدونه وکړي.
ددې نوي امر نه وروسته د لبنان جنوب کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې لږ تر شپږ کسان وژل شوي دي.
دواړو خواوو پر پوله په یوه بل ډزې کړي او دواړه غاړې یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.
د لبنان او اسرائیلو تر منځ تاوتریخوالي له لس ورځني لومړني اوربند وروسته زور اخیستی، د اپرېل په ۱۶مه اعلان شوی اوربند دلسو ورځو لپاره وه چې د یکشنبې ورځ یې وروستۍ هغه وه.
خو د اوربند د دغې مودې له ختمېدو مخکې د پنجشبې پر ورځ ټرمپ د امریکا په منځګړیتوب د دواړو خواوو تر منځ د رغېدونکو خبرو خبر ورکړ او ویې ویل چې ' اسرائیل او لبنان د دریو نورو اونیو لپاره پر اوربند سلا شوې.'
د اوربند دې موافقې د ډزو تبادله کمه کړې، خو په بشپړه توګه بریدونه نه دي درېدلې.
دا اوربند په واشنګټن کې د پنج شنبې په ورځ د لبنان او اسرائیلو د استازو ترمنځ له خبرو وروسته وغځول شو.
د لبنان د روغتیا وزارت وايی د شنبې پر ورځ د لبنان جنوب کې د اسراییلو دوو بریدونو کې لږ تر شپږکسان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.
اسرائیلي ځواکونو وژل شوي د حزب الله غړي بللي دي او ویلي یې دي دې کسانو وسلې لېږدولې او هم یې په سیمه کې اسرائیلي ځواکونو ته سیمه ګواښ پېښاوه. دا پېښې د اسرائیلو لخوا اعلان شوې حائلې سیمې کې شوې دي. د فرانسې خبري اژانس (ای ایف پي) د حزب الله د چارواکو له خولې ویلي چې ددې بریدونو په ځواب کې یې د لبنان جنوب کې د اسرائیلو یو پوځي موټر په نښه کړی دی.
دنتنیاهو له اعلان وروسته د لبنان دولتي خبري اژانس (این این ای) ویلي اسرائیلي ځواکونو د لبنان جنوب کې دوه نور بریدونه هم کړې دي، اسرائیلو ادعا کړې ده چې د حزب الله اړونده ځایونه یې په نښه کړې دي او خپلو بریدونو ته به دوام ورکوي.
اخوا د خبریالانو د ملاتړ ټولنو یو ځل بیا ویلي دي چې لبنان کې د ژورنالستانو به نښه کول په هیڅ ډول ورته "دمنلووړ" نه دي
د ميډیا فریډم کوایلیشن(ایم ایف سي) په نوم ټولنې له ټولو خواوو غوښتي دي چې خبریالانو ته په ازاده او خوندي فضا کې د فعالیت اجازه ورکړي.
دا غوښته له هغې وروسته شوې ده چې. د چارشنبې پر ورځ د اسرائیلو برید کې یوه خبریاله امال خلیل ووژل شوه. د لبنان حکومت اسرائیل پردې تورن کړی دی چې هغه یې قصدا په نښه کړې وه. خو اسرائیلي ځواکونو دا ادعا رد کړې ده.