ایران د امریکايي سرتېرو د وژلو یا نیولو بدل کې ۳۰ زره ډالره جایزه اعلان کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د پوځ قوماندان امیر حاتمي اعلان وکړ، هر څوک چې یو امریکايي سرتېری ووژني او یا یې اسیر کړي او دوی ته یې وسپاري، ۳۰ زره ډالره جایزه به ورکړل شي؛ خو که کومه ښځه دا کار وکړي، دا مکافات به دوه برابره وي.
د ایران د دولتي خبري اژانس (ایرنا) د راپور له مخې، حاتمي ویلي دا پرېکړه د ولس د هغو ګڼو غوښتنو په ځواب کې شوې چې غوښتل یې د دغې جایزې په مالي اکمال کې خپله برخه واخلي.
ایرنا د حاتمي له قوله لیکلي، "پوځ به هر هغه چا ته ۳۰ زره ډالر انعام ورکړي چې د اشغالګرو امریکايي ځواکونو یو غړی له منځه یوسي او یا یې ژوندی ونیسي، او که دا کار کومه ښځه وکړي، د انعام کچه به یې دوه برابره وي". نوموړي د دغو احتمالي بریدونو لپاره کوم مشخص وخت او ځای ونه ښود.
د جګړې له پیل راهیسې د ایران دننه د امریکايي ځمکنیو ځواکونو د رسمي شتون راپور نه دی ورکړل شوی، پر هغه یوه مورد سربېره چې د تېرې اپرېل میاشتې پر مهال د یوې نسکورې شوې امریکایۍ الوتکې د پیلوټ د ژغورلو لپاره ترسره شوی و.
د ایران د پوځ قوماندان زیاته کړه، "د امریکا شتون په عملي توګه له سیمې "ایستل شوی" او د تهران له نظره امریکايي ځواکونه نور پړاو پر پړاو خلیج، د هرمز تنګي او عمان سمندرګي ته د ننوتلو حق نه لري".
په منځني ختیځ کې روانه جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائیل له ګډو بریدونو وروسته پیل شوه.
د روانې جګړې له پیلېدو د یوې میاشتې په تېرېدو، امريکايي ځواکونو د خپل پیلوټ د بېرته راستنولو لپاره له ۲۰۰ ډېر سرتېري او له ۱۷۰ زیاتې الوتکې کارولې وې؛ که څه هم پیلوټ څو ورځې وړاندې د یوې امریکايي چورلکې د عملې له لوري ژغورل شوی و.
په دغو عملیاتو کې د امریکا یوه "A-10" جنګي الوتکه زیانمنه شوه او په نژدې ملګري هېواد کې بېړنۍ ناستې ته مجبوره شوه. د راپورونو له مخې، امریکايي ځواکونو په دغه پوځي ماموریت کې کارول شوې ځینې الوتکې په خپله ویجاړې کړې چې يوه پکې "C-130" باروړونکې الوتکه هم وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
له شاوخوا ۴۰ ورځنیو نښتو او بریدونو وروسته، د روان کال په اپرېل میاشت کې د ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې لنډمهالی اوربند رامنځته شو.
ورپسې یو دوه اړخیز تفاهملیک لاسلیک شو چې په جون کې یې د سولې د خبرو زمینه برابره کړه، خو دا هلې ځلې ونه توانېدې چې د پوځي نښتو د بیا پیل مخه ونیسي. له هغې راهیسې، د ایران او امریکا ترمنځ وخت ناوخت وسله والې نښتې روانې دي، چې ډېری تمرکز یې د ایران په سوېل او د هرمز پر ستراتیژیک تنګي دی.
دا وضعیت داسې مهال رامنځته کېږي چې پر تېلوړونکو بېړیو له بریدونو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن او تهران د خبرو له بند حالت وروسته، په هرمز تنګي کې سمندري تګراتګ د پام وړ کم شوی دی.
د بېړیو د تګراتګ د څار "کپلر" سازمان د دوشنبې د ورځې شمېرې ښيي چې د شنبې پر ورځ یوازې پنځه سوداګریزې بېړۍ له دغې لارې تېرې شوې او د یکشنبې پر ورځ یې د تېرېدا هېڅ راپور نه دی ثبت شوی؛ حال دا چې د تېرې اونۍ په پای کې له دغه تنګي ۳۱ بېړۍ تېرې شوې وې.
په هغو بېړیو کې چې د شنبې پر ورځ تنګي ته ننوتې، یوه د تېلو لویه تشه بېړۍ وه چې د پېژندنې سیسټم یې بند کړی و او بله د هند تر بیرغ لاندې د ګازو بېړۍ وه چې د ایران سمندري لاره یې کارولې وه.
همدارنګه د ایران د تېلو يوه کوچنۍ بار شوې بېړۍ له تنګي وتلې ده. د بېړیو حرکت هغه مهال نژدې تګلوري ته ورسېد چې متحده عربي اماراتو اعلان وکړ، د "ادنوک" نفتي شرکت اړوند درې بېړۍ تېره اونۍ د تېرېدو پر مهال ویشتل شوې دي. بل خوا امریکا ټینګار کړی چې پر ایران د لګېدلې سمندري کلابندۍ د نامعلوم وخت لپاره د دوام وړتیا لري.

د عکس سرچینه، Reuters
که څه هم ښایي ځینې سمندري بېړۍ د خپلو لېږدوونکو دستګاوو د ګل کولو له امله له رادارونو پټې تېرې شوې وي، خو دا ارقام له جګړې وړاندې حالته خورا ټیټ دي؛ ځکه د جګړې دمخه به هره ورځ تر ۱۳۰ زیاتې بېړۍ د هرمز له تنګي تېرېدې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د شنبې پر ورځ په ډاګه کړه چې هرمز تنګي کې د بېړیو نورمال تګراتګ د واشنګټن له خوا د تهران پر غوښتنو منلو پورې مشروط دی.
تر جګړې وړاندې، د ټولې نړۍ د خامو تېلو او مایع ګاز شاوخوا پنځمه برخه له دغې ستراتیژیکې لارې لېږدول کېده. بله خوا د باب المندب په تنګي کې، چېرې چې د یمن حوثیانو د جولای پر ۲۰مه پر سعودي بېړیو سمندري لاره بنده کړې، د "کپلر" معلومات ښیي چې د اونۍ په پای کې ۴۹ سوداګریزې بېړۍ تېرې شوې دي، چې دا شمېر تېره اونۍ ۵۵ و او د سعودي د تېلو یوه ټانکر بېړۍ هم نه ده تر سترګو شوې.
په ورته وخت کې، د منځګړو له لارې د واشنګټن او تهران غیرمستقیمې خبرې دوام لري، خو د حل کومه هیله بښونکې نښه نه لیدل کېږي. تهران د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د هغې جګړهییزو زیانونو د جبران او تاوان غوښتنه کړې ده.
د جګړې له پیله تر اوسه ۱۷ امریکایي سرتېري وژل شوي چې د وروستي هغه مرګ په جولای کې و. دغه ټول پوځیان له ایران بهر په نورو سیمو، لکه اردن او عراق کې وژل شوي دي.
د مکې دفاعي تړون په اړه د ټرمپ نظر: "یو زړور ګام"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د امریکا ولسمشر دونلډ ترامپ د یکشنبې پر ورځ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د يوه ګډ دفاعي تړون په لاسلیکېدو "ډېره خوښي" وښوده او دا یې یو ستر، زړور او ارزښتمن پیل وباله.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت وليکل: "زما لپاره خورا د خوښۍ ځای دی چې وینم سعودي عربستان، ترکیه او پاکستان بالاخره خپلو کې راټول شول او د مکې ګډ دفاعي تړون یې لاسلیک کړ."
هغه زیاته کړه: "دا خپله د دې ثبوت دی چې منځنی ختیځ په یووالي کې دی او دا هېوادونه به اوس وکولای شي په خورا ځواکمن ډول له خپلو حریمونو دفاع وکړي."
د امریکا دغو درې واړو سیمهييزو متحدانو د اګست پر ۷مه، پر سعودي عربستان د وروستیو بریدونو او د منځني ختیځ د جګړې د پراخېدو په ترڅ کې دغه ګډ امنیتي تړون لاسلیک کړ.
سعودي عربستان، چې د دغې تاریخي غونډې کوربه و، هڅه کوي خپلي امنيتي تړونونه پیاوړي کړي؛ په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې د امریکايي عملیاتو په غبرګون کې د ایران د توغندیو او بریدونو هدف وګرځېد. همداشان ریاض په یمن کې له حوثیانو سره هم د جګړې له سختېدو سره مخ دی.



















