د پاکستان سترې محکمې امر: عمران خان باید سملاسي له زندانه روغتون ته ولېږدول شي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د پاکستان سترې محکمې امر کړی، چې د دغه هېواد مخکینی لومړی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) ګوند بنسټګر عمران خان باید سملاسي له زندانه په اسلام اباد کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.
محکمه وايي، هر تورن کس روغتیايي پاملرنې ته د لاسرسي بنسټیز حق لري.
محکمې دغه راز د عمران خان د روغتیايي وضعیت ارزونې لپاره د یوه طبي بورډ د جوړولو امر کړی دی.
د محکمې د حکم له مخې، تر روغتون پورې له لېږدولو وروسته به د عمران خان شخصي ډاکټر فیصل او د هغه خور عظمی خان هم له هغه سره وي.
د پاکستان سترې محکمې ویلي چې په دغه طبي بورډ کې به ډاکټر فیصل او ډاکټره عظمی خان هم شامل وي.
محکمې په راتلونکې اورېدنه کې د عمران خان د طبي معاینې راپور وړاندې کولو امر هم کړی دی.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د سترې محکمې درې کسیز قضايي پلاوي دغه حکم د پاکستان تحریک انصاف د عمومي منشي سلمان اکرم راجه او د عمران خان د خور عظمی خان د هغو غوښتنلیکونو پر بنسټ صادر کړی، چې پکې د پخواني لومړي وزیر د روغتیا او له هغه سره د لیدنو پر محدودیتونو اندېښنې څرګندې شوې وې.
محکمه وايي، د عمران خان د روغتیايي وضعیت په تړاو د پاکستان تحریک انصاف سیاسي ګوند ګټه نه اخلي، او عمران خان به تر راتلونکې اورېدنې پورې په روغتون کې پاتې کېږي.
محکمې راتلونکې اورېدنه د سپټمبر د ۱۶مې نېټې لپاره ټاکلې ده.
سترې محکمې په خپل حکم کې دا هم ویلي چې د عمران خان د درملنې ټول لګښتونه به د هغه کورنۍ ورکوي.
محکمې ټینګار کړی چې روغتون ته د عمران خان د لېږد پر مهال باید د امنیت او نظم وضعیت اغېزمن نه شي او هېڅ ډول ګډوډي رامنځته نه شي.
له دې وړاندې د اډیاله زندان د مشر (سپرنټنډنټ) له خوا سترې محکمې ته په سپارل شوي طبي راپور کې ویل شوي وو چې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د اضطراب او وارخطایۍ له سختو نښو سره مخامخ دی.
د عمران خان په روغتیايي رپوټ کې څه ویل شوي؟

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د عمران خان په طبي راپور کې د اضطراب (Anxiety) کچه "مثبت درې" (3+) ښودل شوې ده، چې د سخت او جدي اظطراب نښه ګڼل کېږي.
په راپور کې ویل شوي چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان وروستی طبي معاینه د ۲۰۲۶ کال د اګست په ۱۰مه نېټه د یوه طبي بورډ له خوا ترسره شوې وه.
په دغه طبي بورډ کې د سترګو، زړه ناروغیو او عمومي طب متخصص ډاکټران شامل وو.
سترې محکمې ته د سپارل شوي راپور له مخې، د پخواني لومړي وزیر عمر نږدې ۷۳ کاله دی.
د طبي معاینې پر مهال د عمران خان د وینې فشار ۱۴۰/۸۰ ثبت شوی او نبض یې په یوه دقیقه کې ۵۴ ځله و.
د راپور له مخې، د عمران خان ECG (د زړه برېښنايي معاینه) عادي وه، سینه یې پاکه وه، او د زړه والونه او خونې (Chambers) هم نورمالې بلل شوې دي.
په راپور کې دا هم راغلي چې عمران خان د سر د دروندوالي او د زړه د چټکو ټکانونو شکایت کړی و، خو د طبي راپور له مخې هغه د سینې درد، د سینې دروندوالي یا د ساه لنډۍ کوم شکایت نه درلود.
راپور دغه راز څرګندوي چې طبي بورډ د وینې فشار او اضطراب د کنټرول لپاره ورته درمل وړاندیز کړي وو.
عمران خان، چې پخوا د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې. د هغه حکومت ګڼ مهم بنسټیز او ټولنیز پروګرامونه پیل کړل، چې پکې وړیا روغتیايي خدمات او د نوي کېدونکې انرژۍ د ودې هڅې شاملې وې.
دی د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې بندي شو او له سلو په زیاتو قضیو کې پرې تورونه ولګېدل، چې د دولتي رازونو د افشا له کولو نیولې تر دولتي ډالیو خرڅولو پورې بېلابیل موارد پکې شامل دي. عمران خان دا ټول تورونه د سیاسي انګېزو پر بنسټ ولاړ بللي او رد کړي یې دي.
د هغه بندي کېدو د پلویانو له لوري پراخ لاریونونه راوپارول، چې چارواکو یې پر ضد سخت اقدامات وکړل، زرګونه مظاهره کوونکي نیول شوي او ګڼ شمېر نور له پولیسو سره په نښتو کې ټپیان شوي دي.


















